جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاتمر: امریکا پر امنیتي تړون په نه درېدو خپل نړیوال باور زیانمن...

اتمر: امریکا پر امنیتي تړون په نه درېدو خپل نړیوال باور زیانمن کړ

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۳ مه) د جمهوري نظام د پرځیدو له درې کلنۍ سره، د دغه نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې له امریکا سره یې په ۲۰۱۴ کې امنیتي تړون لاسلیک کړی و ، وایي امریکا د یاد شوي تړون له نقض او افغانستان څخه په نامسوولانه وتو خپل نړیوال باور زیانمن کړ.

اتمر په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې دغه امنیتي تړون په افغان سیاستوالو کې یوازې یو مطرح مخالف درلود، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی و

نوموړي د دغه تړون له لاسلیک څخه په دفاع وویل، چې حامد کرزي هم له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له لاسلیک سره د امنیتي تړون د لاسلیک هوکړه کړې وه، خو وروسته یې ورسره مخالفت ښوده.

د ده په وینا، د افغانستان د ټولو مذهبي مشرانو په ګډون اکثریت سیاستوالو د یاد شوي تړون د لاسلیک پر مهال له ده سره ملتیا کوله او د تړون ملاتړي وو.

اتمر په عین حال کې له امریکا څخه د دغه تړون د نقض ګیله وکړه او د طالبانو پر رژیم یې نیوکه وکړه چې د زورواکۍ او سرزورۍ په وسیله یې افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړی، فقر یې اوج ته رسولی او افغانستان ته یې ناورینونه رامنځته کړي.

نوموړي په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان قضیه باید د طالبانو په ګډون د بین الافغاني مذاکراتو  او دوحې پروسې له لارې د یوه مشروع نظام په جوړولو سره حل شي.

اتمر د طالبانو پر مخالفانو هم نیوکه وکړه، چې د درېیو کلونو له تېریدو سره یې د افغانستان د ناورین د حل لپاره واحد صف او دریځ نه دی رامنځته کړی.

4 COMMENTS

  1. ددی روسی او وروسته امریکائی غلام اتمر بابولانو باندی اصیل افغانانان لعنت وائی !!!!!!

  2. د دوکتور په لقب ځان مشهوره کول معمولا د آی اس آی د ځرو کار وي . دوی معمولا د هغو کسانو په څرګندونو یا لیکنو انتقاد کوي ، چې د افغانستان له ګټو دفاع پکې شوي وي .
    دا فرق نه کوي چې دا کس په کومې ډلې ، جناح او یا سیاسي ګوند پورې اړوند وی .
    د غلام ، مزدور ، قادیاني ، اخواني ، اشرار ، مجاهد ، کمونست او نورو په نومونو افغانان تقسیمول د همدغو چټلستاني بړېڅو دنده ده .

    • بلی همدی ذلیلو غلامو کمونیستانو ملی خیانت له کبله تاسو دوه مخه خائینو له خوا پنجابی پاکستان ته موقع برابره کړه چی پنجابی اخوانیان ، پنجابی اشرار پنجابی مجاهد تولید کړی او پنجابیانو د پخوا څخه په مشرقی کښی پوره نفوذ پیداکړۍ وو او اکثرو مشرقوالو دوه طرفه ګټی اخیستی دی یعنی افغانستان کښی د افغان تر نام او پنجابی پاکستان کښی د پاکستانی تر نام او روسانو د تاسی دوه طرفه اموخته ګانو په کومک پنجابی پاکستان د شیطان انګلیس او غلیسی امریکا په تام کومک حتی د خپلو چټلو هدفونو لپاره تنظیمونه او همدارنګه چړیان رامینځ ته کړل !
      تاسی تام تربیه شوۍ جاهل د دیپلوم او دوکتورا نه اهلیت لرۍ او نه ددی مفهوم باندی پوهیدای شۍ ! روسانو او پنجابیانو د تاسو په شان ذلیله غلامان تربیه کړی دی افغان ملت هغه وخت ارامی په نصیب کیدۍ شی کله چی افغانستان د تاسو خرڅ شوو څخه پاک کړۍ شی!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب