جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد تورخم د نښتې په اړه د پاکستاني رسنۍ او طالب چارواکو...

د تورخم د نښتې په اړه د پاکستاني رسنۍ او طالب چارواکو روایتونه

تاند (سې شنبه، د اسد ۲۳ مه) د پاکستان حکومت په تورخم کې د پرونۍ نښتې په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښوولی خو د دغه هیواد ډان ورځپاڼې نن لیکلي چې نښته تورخم ته نژدې له ډیورند کرښې څو متره لېرې د افغانستان له لوري د یوې پوستې پر جوړولو د پاکستان له اعتراضه وروسته پیل شوه.

د ورځپاڼې پر اساس، په پیل کې د سپکو وسلو ډزې وې، خو وروسته دواړو خواوو له درنو وسلو کار واخیست.

ډان وايي چې د دې نښتې له کبله د تورخم دروازه په بشپړ ډول تړل شوې ده.

د ډان پر اساس، د ډزو د تبادلې له کبله د باچامېنه له استوګنې سیمې څخه اوسیدونکي په وتلو مجبوره شول، همداراز مارکیټونه او دولتي ادارې بندې شوې او کارکوونکي یې خوندي سیمو ته ولېږدېدل.

ډان ورځپاڼې ته په تورخم کې د باچا مېنې یوه اوسیدونکي ویلي چې دوی خپل ماشومان او ښځې لنډي کوتل (لواړګي) ته بیولي دي.

نښته د مازدیګر په ۶ بجې پیل شوه، په پیل کې د سپکو وسلو ډزې کېدې خو وروسته ډېره تیزه شوه.

د دې نښتې له کبله هغه ترانسپورتران او کاروباریان، چې په تورخم کې یې د پاکستان د پالیسیو خلاف پرلت کړی وو، مجبوره شول چې پرلت پرېږدي او ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.

ډان ورځپاڼې د نښتې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت غبرګون

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د دوی ځواکونو د پاکستان دوې پوستې له منځه وړي دي.

عبدالمتین قانع پر خپله ایکسپاڼه همداراز لیکلي چې د پاکستاني پوځیانو د ډزو له کبله د افغانستان په خاوره کې یوه ښځه او دوه ماشومان یې وژل شوي دي.

د کورنیو چارووزارت هم د ښاغلي قانع له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي«رون غرمه د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان سرحدي ځواکونو باندې ډزې وشوې، چې افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړ شول او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستې له منځه ولاړې.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي:«پرون په ننګرهار ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتي وروسته پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي، چې په پایله کې یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.»

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې افغان امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې څخه دفاع ته چمتو دي او د هر ډول ناروا حرکت ځواب په بالمثل ډول ورکوي.

2 COMMENTS

  1. “په هر ډول حالاتو کي دَ خاورې دفاع ته چمتو دي”.
    یوه بيګناه افغانه میرمن او دوه معصوم ماشومان يي ورته شهيدان کړل خو متقي لالا خپله ږیره غوړوي.
    دا هم شوه په هر ډول حالاتو کي دَ خاوري او خلکو دفاع!

  2. دا نمایشي او د پاکستان په خوښه جوړه شوې جګړه وه، طالب هیڅکله د خپل بادار بې احترامي نشي کولی هسې باټې د وطن د دفاع مکوئ. ډیر مقصدونه ددې شاته دي وروسته به پوه شئ پرلت یې هم ختم کړ کنه ګمرکي پیسې بندیدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب