جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسږ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي

سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي

تاند (سې شنبه، د اسد ۲۳ مه) د روغتیا نړیوال سازمان وایی، په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۱ نوې پېښې ثبت شوي دي.
په هیواد کې د پولیو د واکسین له کمپاین سره سم ، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دا ارقام وړاندې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په یوه راپور کې ویلي چې په دې موده کې په پاکستان کې ۱۴ پېښې ثبت شوي دي.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې او په پاکستان کې شپږ ثبت شوې وې.

د پولیو ویروس په عمده ډول پر هغو ماشومانو ډېر اغېز کوي چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کشر وي. په دې ویروس ډیری اخته کسان هیڅ نښې نه لري، مګر ځینې یې د زکام په څیر نښې لری (لوړه تبه، د ستونی درد، سر درد، د معدې درد، د بدن درد، استفراق).

په لږ شمیر اخته کسانو کې، په هرو 1،000زرو یا په هرو سلو کې ویروس د یوه تن پر عصبي سیسټم برید کوي او د پښو د شل کېدو په شمول چې معمولا دایمي نه وي او د حرکت کولو وړتیا اکثراً په تدریج بېرته مومي، جدي ستونزې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب