جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شعر او منطق | سپين روان نورزی

شعر او منطق | سپين روان نورزی

شعرپوهان د شعر لپاره ځينې توکي لکه: (تخيل، تفکر، اهنګ، احساس او عاطفه) ضروري بولي او وايي که چېرې په کومه وينا کې دا عناصر نه وي، نو هغه شعر نه شو بللی.

همدا ډول د شعر په اړه ځينې په دې نظر دي چې باريکو او ژورو خبرو ته شعر ويل کېږي، ځينې يې په منظم ډول د خيالي نړۍ تشريحات بولي چې حقيقت نه لري، د شعر دې تعريفونو ته په کتو، ځينې خلک داسې فکر کوي چې هر هغه څه چې له خولې راووتل، او د شعري فورمونو په کوم قالب کې برابر شول، نو دا به شعر وي، د بېلګې په توګه يو څوک يو څو هموزنه، او قافيه لرونکي جملې ليکي او بيا ورته د غزل نوم ورکوي، خو د کلمو او جملو ترمنځ يې د معنا او مفهوم کوم ارتباط نه ليدل کېږي، په داسې حال کې چې پرته له تفکره هېڅ وينا انساني وينا نه بلل کېږي، بيا په شعر کې خو دا اصل ډېر مهم او ضروري دی.

د تفکر د معلومولو لپاره بنيادي وسيله منطق دی، کله چې يوه خبره منطق ولري، هغه انساني وينا بلل کېږي، او بيا ورته خلک د هنر، علم او فلسفې له نظره تعبيرونه او تفسيرونه پيدا کوي.

که منطق په کلي نظر وکتل شي، نو ويلی شو چې د انسان په خبرو کې هغه جوهر چې مقابل لوری پرې قانع کېږي، منطق بلل کېږي

دې مسايلو ته په کتو بايد هر شاعر په خپلو خبرو کې يو منطق ولري، ځکه منطق د تفکر زيږنده ده.

ځينې کسان داسې فکر کوي چې شعر له عادي خبرو سره ځکه توپير لري چې عادي خبرې د هر چا لپاره وي او هر څوک يې کولی شي، خو شعر د خاصو خلکو ويناوې دي، په همدې وجه لازمه نه ده چې د تفکر توکی (عنصر) په کې هر سړی درک کړي، په همدې وجه حتا ځينې په شعر کې له مفکورې سره مخالف کوي.

مخکې له دې چې په شعر کې د مفکورې په حقانيت او يا رد خبرې وکړو، راځئ په دې وغږېږو چې انسان او مفکره څه اړيکې سره لري.

کله چې د انسان نوم اخيستل کېږي، طبيعي ده چې زموږ ذهن ته يو داسې موجود مجسم کېږي چې هغه بايد دا وړتيا ولري چې د ټولنې په خبرو، مسايلو او دستوراتو باندې پوه وي او د ښو او بدو په تفکيک پوهېدلی شي، د بېلګې په توګه، په هره ټولنه کې انسانانو هغه ځايونه، عادتونه او موقفونه تشخيص کړي چې ښه يا بد تعريف شوي دي، که چېرې د دې مسايلو او وسايلو تفکيک يې ونه کړ، هغه کس لېونی بلل کېږي، د لېوني په خبرو څوک باور نه کوي، او هغه اعتماد چې يو انسان يې په ټولنه کې لري هغه د لاسه ورکوي. يعنې په انساني ټولنه کې انسان خپل موقف د فکر په مټ پيدا کوي، که چېرې فکر يې پر ځای نه وي، عقل يې له منځه ځي، عقل چې له منځه لاړ شي انسان په ټولنه کې انساني جوهر له لاسه ورکوي.

په همدې دليل شعر چې د انسان وينا ده بايد مفکوره په کې موجوده وي.

دا مهمه ده چې موږ په يوه وينا کې دا تشخيص کړو چې دلته مفکوره شته او کنه، ښايي ځينې دا پوښتنه وکړي چې په شعر يا عادي خبرو کې د مفکورې د معلومولو لپاره کوم معيار، تله يا واحد شته چې هغه پرې معلومه شي؟

د انسان د فکر، ارادې او تمايلاتو د معلومولو لپاره خدای ج انسان ته ژبه ورکړې ده.

ژبه زموږ د فکر، ارادې، او ميلان د څرګندولو اساسي مصدر دی.

کله چې موږ په يوه مجلس کې خبرې وکړو، خلک پوهېږي چې دا کس څه ډول فکر او کومه خوا تمايل او څه اراده لري.

لکه څه ډول چې مخکې اشاره وشوه شعر چې هر ډول تعريف شي او هر څه وبلل شي بيا هم د انسان خبرې او وينا ده، چې خپل احساسات، عواطف، تمايلات او تفکرات په کې بيانوي.

اوس خبره په دې کې ده چې د خپلو احساساتو، خيالاتو او تفکراتو د بيان لپاره بايد څه وکړو چې لوستونکي يې درک کړي او زموږ په خبره پوه شي.

د همدې مشکل د حل لپاره بايد خپلو خبرو ته منطق ولرو، يعنې هغه الفاظ او کلمات چې له خولې را باسو، بايد په خپل منځ کې داسې اړيکه ولري چې اورېدونکی پرې پوه شي چې موږ د څه په اړه څه ډول خبرې کوو، يا په بل عبارت، د خبرېکونکي د فکر او الفاظو ترمنځ داسې معقول ارتباط، د ارايه کېدونکو جملو د کلماتو ترمنځ معقول تسلسل ايجاد کړي او د خبرې کونکي او اورېدونکي ترمنځ د قانع کوونکي ارتباط سبب وګرځي، دې وينا ته منطقي وينا ويلی شو، که چېرې په وينا کې مو منطقي اړيکه نه وي موجوده، څوک به څنګه هغه د يوه داسې انسان تخليق وبولي چې هغه خپل درد او يا د نورو د دردونو د بيان وړتيا ولري.

تاسو وګورئ هر شاعر چې هر څومره هنري او عاطفي شعر وايي او يا يې ويلی وي، په هماغه اندازه په کې منطق غښتلي وي، د بېلګې په توګه د پير محمد کاروان په لاندې بيت کې هنريت او د الفاظو تر منځ يې منطقي ارتباط ښه حس کيدلی شي:

غوږ غوږ ومه چې غلی غلی يار غږېدو

په زړه کې مې نری نری ستار غږېدو

د غزل په دې بيت کې شاعر د يار خبرې د ستار له جادوګر اواز سره تشبيه کړي دي. کله چې يو ښه استاد ستار غږوي او ته ورته غوږ وې، دا نو يو داسې بېل کيف لري چې بيان يې په الفاظو مشکل دی، خو هر هغه انسان يې درک کولی شي چې دا تجربه يې کړي وي.

دلته اوس منطق دا دی چې شاعر خپله کيفي تجربه په داسې منطقي انداز شريکه کړې چې د ستار د غږ خوند يې په خپلو الفاظو کې وړاندې کړی دی يا په بله وينا چې لذت يې د الفاظو په مټ نقش کړی دی. خو که چېرې شاعر دې کيفيت ته داسې الفاظ او دا ډول منطق نه وای پيدا کړي، هېڅکله به دا وينا، شعر بلل شوی نه وای.

همداراز د کاروان صاحب د همدې غزل لاندې بيتونه هم د يادولو وړ دي چې د الفاظو، تشبيهاتو او د معناګانو منطق ته په کې څومره توجه شوي او د تصويرونو نقاشي او حادثاتو يادوري يې څومره د واقعيتونو په بنياد کړي ده:

نبات چې يې د ستورو پرې د شپې خوړلي وو

له لمر سره په سپينه خوله سهار غږېدو

بلبل ته په شبنم کې چا رانجه ورکړي وو

له ګل سره ورو ورو لکه بېمار غږېدو

پرون مې په خلوت کې ترې اخيستې وه خولګۍ

خبر چا کړ چې نن راپسې ښار غږېدو

په سر منګي د اوښکو وو د درد د جينکو

کاروان چې له ګودر او له چنار غږېدو

د غزل په هر بيت کې هره کلمه له هغې بلې سره داسې منطقي تړاو لري چې په معنا کې يې چا ته پوښتنه نه پيدا کېږي، خو له عادي خبرو سره يې توپير په دې کې دی چې دا له منطقي تړاو سره خوا کې يو بېل خوند او ښکلا هم لري، چې انسان يې خوند او ښکلا احساسولی شي، خو ښايي په بيان کې يې عاجز شي، برعکس د الفاظو منطق چې بيتونو ته يې معنا ورکړې يو معلوم او محسوس جز دی او لوستونکي ته د شاعر فکر او اندېښنې بيانوي.

په شعر کې کمال دا دی چې شاعر خپله مفکوره او تمايل په اوږدو جملو او عبارتونو کې نه بيانوي، ځکه د هنريت کمال دا دی چې په معلومو وزنونو او شمېرلو الفاظو کې داسې پيغام انتقال شي چې هغه د عادي جملو د وس خبره نه وي.

لکه زاهد شاه انګار چې د چنار تر سرليک لاندې شعر کې په ډېرو لنډو ټکو کې تقريبا يو کتاب خبرې کړي:

چنار

دنګه چناره

د سروې یاره

پاڼې دې خاندي

 د چا لپاره؟

څانګې کږې کړې

خو بې ازاره

پر سر دې ګرځي

زاڼې کراره

مرغۍ ویدې کړې

شپه تر سهاره

چینې روانې

ستا له ابشاره

تر څنګ دې تیره

د ګودر لاره

ټال دې پر مټو

زانګي بې واره

سمسور موسمه

بهار بهاره

غزل خوږ نه دی

ستا تر چوغاره

شغا دې رسي

تر ننګرهاره

د ژڼیو جمعې

د جرګو ښاره

د څڼو څنډه

د اتڼ هاره

د جوماتونو

ډول سینګاره

 د کلیوالو

د ژوند یادګاره

د غرور نښې

د زغم مناره

یاد دې ولاړ دی

پر هره باره

ویاړ د شملو یې

د خوست دستاره

  په دواړو بېلګو کې د شاعر د فکر او الفاظو ترمنځ منطقي اړيکه د دې سبب شوې چې په شعر کې يې ښکلا او هنريت هست کړي دي.

که چېرې همدا الفاظ په بې منطقه ډول سره واوبدل شي، په دې اشعارو کې به نه ښکلا پاتې شي، نه به يې هنريت محسوس شي او نه به څوک ورته په ژوند کې د انساني فکر د مولود شوي محصول په سترګه وګوري، خو د فکر او الفاظو ترمنځ د منطقي اړيکې پر مټ له دې وينا تلپاتې خبرې جوړې شوي دي.

لنډه دا چې د معلوماتو راټولول او ارايه کول کمال نه دی، بلکې د خيالاتو او معلوماتو بيان په داسې انداز سره چې د فکر او الفاظو ترمنځ منطقي ارتباط موجود وي، د ټولنې د هر کلي سبب ګرځي.

په همدې دليل که چا ته خدای ج د تخيل ځواک ورکړی و، د فکر او الفاظو ترمنځ يې منطقي ارتباط هم وساتلو، د دې کس له خبرو شعر جوړيږي، هغه شعر چې څوک به په کې ځان لټوي او څوک په کې جهان:

خلک په کې خدای ج لټوي ته ماشوم خبر هم نه

پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د يار څه معنا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب