جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجنوبي وزیرستان؛ د پاکستان پر پوځي اډه په برید کې تر ۳۰...

جنوبي وزیرستان؛ د پاکستان پر پوځي اډه په برید کې تر ۳۰ ډېرو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (سې شنبه، د اسد ۲۳ مه) په جنوبي وزیرستان کې تېره شپه د پاکستان پر یوه پوځي اډه په برید کې څلور پوځیان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

یوه استخباراتي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې،رسنیو ته وویل چې دغه برید د بدر ممی خیلو په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې برید د شپې په یوه بجه پیل شو او درې ساعته یې دوام وکړ. هغه وویل، په برید کې یو برید کوونکی هم ووژل شو.

که څه هم تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، او د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په سیمه کې فعال دی او عموماً د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په یوه برید کې دوه عسکر وژل شوي وو.

د دوشنبې په ورځ، یوه استخباراتي چارواکي رسنیو ته وویل چې دا برید د تیارزې ولسوالۍ په کوټک کن سیمه کې شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب