جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+مایکرو منجمنټ یا ذره بیني مدیریت – Micro management

مایکرو منجمنټ یا ذره بیني مدیریت – Micro management

داود محظوظ

دا چې مایکرو منجمنټ پرمختک دی که شاتګ، یا ښه دی که بد؟

او دا چې (Micro management) او (Macro management)  سره څه توپیر لري؟  دلته به یې ولولو

په مایکرو منجمنټ کې کارکوونکي د مدیر تر شدیدې او له حده زیاتې څارنې لاندې وي، او مدیر په ډیرو کوچنیو او جزئي چارو کې هم مداخله کوي، په حقیقت کې دا یو مدیریتي ضعف دی او د لوی مدیریت (macromanagement) په مقابل کې قرار لري، چې دلته د مایکرو منجمنټ خلاف کارمندانو ته زیاته خپلواکي ورکول کیږي، او دا د آزادې رهبرۍ د سبک په نوم هم توصیفولی شو،مدیر یوازې کارمندانو ته مقصد (د رسیدو ځای) ورښيي ،خو سفر او د رسیدو لار بیا په کارمندانو پورې اړه لري، چې په کومه لار او څنګه ځان خپل مقصد ته رسوي، مګر په مایکرومنجمنټ کې مدیر په ورځنیو چارو کې  ځان دخیل کوي ترڅو چې د سفر ترپایه ورسره ملګری نه شي زړه یې صبر نه کوي.

داود محظوظ

له دې سره چې (macro management) ګټې لري لکه:د کارمندانو وده،د خلاقیت ایجاد،په کار کې ژمنتیا، خو د دې ترڅنګ ځینې معایب او نواقص هم لري لکه:که دایماً کنترول نه وي او کارمندان آزاد پریښودل شي ځینې ممکنه ستونزې رامنځته کولی شي.

د مایکرو منجمنټ علتونه:

۱-مدیرد ستراتیژیکو مساېلو د تحلیل ظرفیت نلري نو ناچار دی ټول کوچني کارونه ترسره او یا نظارت کړي.

 ۲-په کارمندانو بې باوري: مدیر په کارمندانو د کار د ښه ترسره کولو سم باور نلري نو ځکه یې وخت په وخت کنترولوي.

۳-ځینې مدیران د واک له تمرکز سره علاقه لري نو ځکه واکونه ،نه سپاري او مستقیماً کارکوونکي هدایت کوي.

د مایکرومنجمنټ نواقص:

مایکرو منجمنټ لاندې منفي پایلې لرلی شي:

۱- په کوچنیو او غیر اړینو کړنو د مدیرانو د باارزښته وخت ضایع کیدل: دا چې مایکرو مدیران ډیری وخت د کارمندانو په کنترول تېروي نو د سازمان د مهمو او ارزښتناکو  چارو ترسره کولو ته وخت نه پیدا کوي.

۲- دا وسواس ته یو ډول ورته څه دي چې د نورو اختلالاتو په څیر پرې مدیر معتاد کیدای هم شي.

۳- کارمندان د مالکیت حس له لاسه ورکوي، بالاخر ه کارشکني کوي او په پوره ژمنتیا کار نه ترسره کوي.

۴- د کارمندانو انګیزه له منځه وړي او دوی تر سترس او زیات فشار لاندې کارونه ترسره کوي.

۵- ډیری اشتباهات هغه مهال رامنځته کیږي چې موږ بې حده د کنترول لاندې و اوسو حتی خودي کنترول هم دا پایله لري .

۶- کارمندان نه شي کولی چې په خپلو کړنو کې نوښت وکړي.

۷- له مایکرو مدیرانو سره کارمندان په راحتۍ کار نه شي کولي،هر وخت له ځان سره دا وایي ،ولې مې مدیر/آمر نه پریږدي چې زه خپل کار په یوازې توګه ترسره کړم؟ ولې مې یوه شېبه نه پریږدي؟ بیا به کومه موضوع راته یادوي؟

۸- له حده زیات کنترول د مدیر او کارمندانو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي،

۹- د وخت او منابعو د ضایع کیدو باعث ګرځي، معمولاً دا ډول مدیران کار هغه ډول غواړي چې د ده فکر وي که څومره ښه هم ترسره شوی وي ،تکراراً یې د اجرا هدایت کوي.

پورته موارد هغه څه دي چې د مایکرو منجمنټ منفي پایلې یې بللی شو ،خو دا باید پدې معنی هم تعبیر نه شي چې کارمندان باید هیڅ کنترول نه شي یا یې له چارو هیڅ نظارت ونه شي، بهتره خبره دا ده چې باید مدیران په مهمو او ستراتیژیکو مسائلو زیات تمرکز ولري،نورې دندې هرچاته ددوی د تخصص او ظرفیت سره سم تفویض کړي ترڅو په چارو کې خنډ او ځنډ رانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب