پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد، که ثابته شي چې پاکستان د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه...

مجاهد، که ثابته شي چې پاکستان د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کړې، جدي ځواب به وویني

تاند (سې شنبه، د اسد ۲۳ مه) د طالبانو حکومت نن (سې شنبې) وویل چې پاکستاني جنګي الوتکو د ګزمې پرمهال د افغانستان د هوایي حریم سرغړونه کړې ده.

د افغانستان د لنډمهاله حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، که د افغانستان هوایی حریم نقض شي، کابل به “جدی” ځواب ووایی.

د ننګرهار او کونړ اوسیدونکو دوه ورځې وړاندې وویل چې د پاکستان جنګي الوتکې د دغو ولایتونو فضا ته داخله شوي دي.

د ننګرهار د مومنددرې ولسوال هم تایید کړه چې یوه پاکستانۍ الوتکه د دې ولسوالۍ په فضا کې لیدل شوې ده.

خو مجاهد طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي چې د افغانستان هوايي حریم ته د پاکستاني الوتکو د راتګ راپور لا تایید شوی نه دی.«موږ په دې اړه څېړنې کوو، که دا کار په رښتیا شوی وي، موږ به جدي اقدام وکړو.»

مجاهد دا څرګندونې داسي مهال وکړې چې پرون په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او په ترڅ کې یې د پاکستان په وینا، درې پاکستاني پوځیان ټپیان او په افغانستان کې یوه ښځه او دوه ماشومان یې ووژل شول.

د تورخم دروازه نن سهار بېرته پرانستل شوه.

1 COMMENT

  1. هیڅ هم نسۍ کولائ د شمشتو حرامیانو. د تاسي په وینو جوړې کړې پانګي تجارت په کافرستان کې ده. مرتدینو د تاسي یوه پښه دلته بله په پنجاب کې ده. د موټکي د کباړي د زامونو خریطه ګانو او نورو په وینو جوړې کړې پانګي د تاسي د اورتو میړه په کافرستان کې دي له هیبتو سوډره نیولې بیا تر څه شي غواړۍ ټولو ناموس وطن په پیسو پلورلئ. ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب