پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد روسیې استخباراتي چارواکو د پښتونخوا د سقوط په هکله اندېښنه څرګنده...

د روسیې استخباراتي چارواکو د پښتونخوا د سقوط په هکله اندېښنه څرګنده کړه

تاند (سې شنبه-د اسد ٢٣) د روسي فدرالي جمهوریت استخباراتي چارواکو په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو په لاس د پښتونخوا د سقوط په هکله جدي اندېښنه لري.

ویل کیږي چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدلو څخه وروسته، د دغې ډلې پاکستاني ملګرو له طالبانو څخه په الهام اخیستنې سره په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او ورځ تر بلې د بریا په لور چټک ګامونه پورته کوي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاکستاني فعالانو تېره ورځ لیکلي چې په یوه برید کې چې د پاکستان په امنیتي پوستو ترسره شو، ۳۵ پاکستاني پوځیان هلاک شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پارلمان یوه پخواني غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم ویلي چې مرکزي او ایالتي حکومتونو د پښتونخوا په ډېرو برخو کې واک له لاسه ورکړی دی.

داوړ نن په خپله اېکسپاڼه لیکلي،‌ «د پښتونخوا په جنوبي اضلاح شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت او کوهاټ کې مرکزي او ایالتي حکومتونو په عملي توګه د خپلو مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه لاس اخیستی دی،»

هغه لیکلي، «حکومت خلک د ترهګرۍ پر وړاندې بې یار او بې مددګاره پرېښي دي.»

یو شمېر کارپوهان وایي، د پاکستان پوځ چې تر وروستیو کالونو پورې د غربي هېوادونو او عربي نړۍ په مالي او تسلیحاتي مرستو چلېده په وروستیو کې بې اسرې پاتې او غواړي په دې توګه د پښتنو سیمې د ترهګرو لاس ته ولوېږي او هغوی یو ځل بیا له غربي هېوادونو څخه د ترهګرۍ ځپلو په نامه پيسې وغواړي.

د پاکستان پوځ پوره ۷۷ کاله مخکې د برتانوي جنرالانو فرانک والټر میزیروي او ډوګلاس ډیویډ ګراسي له خوا جوړ کړای شو، او لومړني هوایي عملیات یې په وزیرستان کې د پښتنو په لښکر ترسره کړل، دویم پوځي عملیات یې دوه ورځې کم یو کال وروسته د پښتونخوا په بابړه کې د پښتنو په یوه ناسته ترسره کړل چې ۶۵۰ کسان یې ووژل او بیا یې د خپلو مرمیو تاوان هم د مړو له کورنیو څخه واخیست.

2 COMMENTS

  1. وړاندوینه احتمالی ده ځکه کله چې پخوا به نړۍ ویل چې بنګال سقوط کوی نو هند مرسته ورسره وکړه او هند یو قدرت وو مګر اوس کې له پاکستان طالبانو سره څوک مرسته نشي کولی مګر بی له نظامی او سیاسی مرستی تنها په خبرو ماتی ورکول ستونزمن وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب