سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeداسې هم شتهپه اروپا کې ښځې او ځوانان ډېره مطالعه کوي

په اروپا کې ښځې او ځوانان ډېره مطالعه کوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۴ مه) د اروپایی اتحادیې د احصایې مرکز یوروسټات د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې، په اروپایي اتحادیه کې ۵۲.۸ سلنه نفوس چې عمرونه یې تر۱۶ کلونو ډیر وو، په ۱۲ میاشتو کې لږترلږه یو کتاب لوستی دی.

د یورسټات د نظرپوښتنې پر اساس، تر ټولو ډېر کتابونه هغو کسانو لوستي چې عمرونه یې د ۱۶ او ۲۹ کلونو ترمنځ دي، یعني ۶۰ اعشاریه ۱ سلنه.

ورپسې هغوی چې عمرونه یې د ۳۰ او ۵۴ کلونو ترمنځ دي (۵۳.۵ سلنه)، له ۵۵ څخه تر ۶۴ کلونو ترمنځ کسانو (۵۲.۶ سلنه)، او ۶۵ کلن او تر دې ډیر عمر لرونکو (۴۷.۲ سلنه) په ترتیب سره د مطالعې تر ټولو لوړه کچه درلوده.

د دې مرکز احصایې همداراز ښيي چې په اروپایي اتحادیه کې ښځې د نارینه وو پرتله ډېر کتاب لولي. ښځې (۶۰.۵ سلنه) او نارینه (۴۴.۵ سلنه).

د ښځو او نارینه وو له لوري د لوستل شویو کتابونو د شمېر څېړنې هم وښوده چې په ۱۲میاشتنۍ موده کې، ۲۸.۸٪ ښځو او ۲۴.۸٪ نارینه تر ۵ کم کتابونه لوستي، ۱۴.۳٪ ښځې او ۹.۸٪ نارینه د ۵ او ۹.۸ ترمنځ کتابونه لوستل، او په نهایت کې ۱۷.۴٪ ښځې او ۹.۹٪ نارینه ۱۰ کتابونه لوستي.

د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د لوګزامبورګ خلکو په ۱۲ میاشتو کې تر ټولو ډېر کتابونه لوستي (۷۵.۲)، ورپسې په ترتیب ډنمارک (۷۲.۱٪) او استونیا (۷۰.۷٪)

خو په ۱۲ میاشتو کې تر ټولو کم کتابونه د رومانیا (۲۹.۵٪). قبرس (۲۳.۱٪) او بریتانیا (۳۵.۴٪) خلکو لوستي دي.

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی په څلورم پاراګراف کی د ” نر ” او ” ښځی ” د ( % ) په تناسب کی اشتباه تر سترګو کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب