جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنازش جهانګیر: که بابر اعظم راته د واده وړاندیز وکړي رد به...

نازش جهانګیر: که بابر اعظم راته د واده وړاندیز وکړي رد به یې کړم

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) پاکستانۍ فلمي اداکارې نازش جهانګیر ویلي، که د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی بابر اعظم ورته د واده وړاندیز وکړي، نو رد به یې کړي.

هغې په یوه غیر رسمي ناسته کې چې، پر خواله رسنیو یې ویډیو خپور شوی دا لنډ خو روښانه ځواب ورکړی دی.

تر دې وروسته دغې خبرې د کرکټ مینه‌والو او ډرامو لیدونکو ترمنځ تاوده بحثونه راپورته کړي او دغو خبرو  یوازې په څو ساعتونو کې زرګونه غبرګونونه لرل.

د خواله رسنیو ډېرو کاروونکو دا خبره پر اېکس، فېسبوک او انستاګرام … خپره کړې او دا موضوع یې په چټکۍ سره ټرینډ کړې ده.

نازش جهانګیر که څه هم نور وضاحت نه دی ورکړی، خو هماغه یوه جمله یې څو ورځې د ټول انټرنیټ کاروونکي بوخت ساتلي دي.

ګڼو کسانو پر خواله رسنیو د هغې زړورتیا ستایلې او ټینګار یې کړی چې دا خبره د نازش جهانګیر بشپړ حق دی.

دوی وایي حیران په دې دي چې، مشهور کسان ډېر کم سم او نېغ ځوابونه ورکوي، او د دوی په باور د نازش رښتینولۍ خلکو ته نوی او تازه احساس ورکړ.

نورو کسانو بیا موضوع په ټوکو نیولې او پوښتنه یې کړې چې ولې پر دومره ساده خبره دومره جدي بحث جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب