جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏پښتین: پنجاب د بېګناه ولسونو د غږ پورته کول ترهګري بولي

‏پښتین: پنجاب د بېګناه ولسونو د غږ پورته کول ترهګري بولي

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې، پنجاب د پښتنو د حقونو، عدالت او تحفظ لپاره هر ډول غږ پورته کول ترهګري بولي.

هغه زیاته کړې: “لکه څنګه چې پنجابي استعمار بېګناه پښتانه حتی د ماشومانو په ګډون شهیدان کړي، هغوی د خپلو اجنټانو لپاره هم د پښتنو د حقونو غوښتنې او مظلومیت غږ ترهګري بولي.”

پښتین زیاته کړې چې د پاکستان مطبوعات، پارلمان او د عدالتونو جوړښت د پنجاب تر واک لاندې دي او له همدې امله د پښتنو په وړاندې پر روان ظلم خاموشه دي.

هغه د پښتنو د یووالي غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، باید د خپل ملت د مظلومیت غږ پورته کړي او د خپلو حقونو لپاره ټول چمتو او د دښمن پر وړاندې روښانه دریځ ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه څرګندونې په وروستیو ورځو کې په پښتونخوا کې د پاکستاني ډرون بریدونو او له امله یې ښځو، ماشومانو او ځوانانو ته د پراخې مرګ ژوبلې په غبرګون کې کړې دي.

هغه ویلي پاکستان هېڅکله ترهګري نه ختموي ځکه په وینا یې دا د دوی کاروبار دی.

منظور پښتین څو ورځې وړاندې هم په ټینګار سره ویلي وو چې، دا ځل به لوبه هغسې پای نه مومي لکه څنګه چې د پاکستان ریاست تمه لري.

هغه ویلي وو: “د تاریخ په اوږد کې تل زموږ ملت د لوبې پیل کې تاواني ښکاري، خو پایله یې به نړۍ په یاد ساتي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب