جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏بېنټ:د یوه فردي جرم له امله ټولو افغانانو ته سزا غیرعادلانه پرېکړه...

‏بېنټ:د یوه فردي جرم له امله ټولو افغانانو ته سزا غیرعادلانه پرېکړه ده

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپو ورکوونکي، ریچارډ بېنټ ویلي چې، په واشنګټن کې پر ملي ګارډ سرتېرو د برید مسوول کس نیولو او عدالت ته سپارلو سره همغږی دی، خو دا جرم فردي دی.

هغه ویلي، دا به ډېره غیرعادلانه او بې مانا وي، چې د یوه کس د عمل له امله ټولو افغانانو ته سزا ورکول کېږي کېږي.

تر دې وړاندې د افغان کډوالو د تخلیې امریکايي پروګرام، افغان ایواک هم ویلي، چې د امریکا د تېرې شپې پېښه فردي عمل دی او باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه سپینې ماڼۍ ته څېرمه یوه ۲۹ کلن افغان چې رحمن الله لکڼوال نومېږي، د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري سخت ټپیان کړل.

له همدې امله د امریکا کډوالۍ ادارې د افغانانو د تخلیې او کډوالۍ ټولې پروسې تر نامعلومې مودې ځنډولې.

یادې ادارې د افغانانو د بیا تفتیش خبرداری هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...