Homeخبرونهمسوولان: روانه اونۍ د عراق او پاکستان له زندانونو ۴۰۳ افغان کډوال...

مسوولان: روانه اونۍ د عراق او پاکستان له زندانونو ۴۰۳ افغان کډوال ازاد شوي

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې روانه اونۍ د عراق او پاکستان له بندخونو ۴۰۳ تنه افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت کندهار او نیمروز ولایتونو کې د کډوالو ریاستونو د معلوماتو په اساس ویلي، له پاکستانه ۴۰۰ تنه افغان کډوال چې، د بند موده یې دوه میاشتې وه راخوشې او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راز درې تنه کډوال له عراق څخه چې، د بند موده یې له ۵ تر ۸میاشتو وه، د نیمرزو له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، د همکارو بنسټونو له لورې راستنو شویو کسانو سره مرستې شوي او خپلو کورونو ته لیږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...