Homeخبرونهافغانستان او ترکیې د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې کړي

افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې کړي

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي ترکیې ته په سفر کې د ایکو سازمان د غونډې په څنډه کې د دغه هیواد د سوداګرۍ له وزیر عمر پولات سره د افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو یاد وزارت وايي، عزیزي له پولات سره د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د زیاتوالي، ترکیې ته د پنبې او ډبرو سکرو د صادرولو او په افغانستان کې د پانګونې د زیاتوالي په اړه خبرئ کړي او هغه ته یې د افغانستان د سفر بلنه هم ورکړې، څو په افغانستان کې د سوداګرۍ د پراختیا فرصتونه له نژدې وویني او وڅېړي.

سرچینه وايي، دوی د سوداګرۍ او پانګونې دیوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې او ویلي یې دي چې، یاده کمېټه به په نژدې راتلونکي کې خپله لومړنۍ ناسته هم ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...