پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏زلمي خلیلزاد د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید وغانده

‏زلمي خلیلزاد د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید وغانده

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د امریکا په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو شوی برید غندلی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي چې دا برید ظالمانه دی او ټول فکر یې د ټپي شوو د ملي ګارډ سرتېرو کورنیو سره دی.

تېره شپه ناوخته سپینې ماڼۍ ته څېرمه په یوه وسله وال برید کې د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري سخت ټپیان شول.

د دغه برید په تړاو یو ۲۹ کلن افغان نیول شوی دی.

د دغه برید په غبرګون کې ‏د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو ادارې اعلان کړی چې د افغانانو ټولې مهاجرتي غوښتنې د نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوې.

د برید شکمن کس، چې افغان دی، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او دواړه ټپي سرتېري روغتون ته انتقال شوي دي چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...