جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏امریکا د افغانانو د کډوالۍ ټولې پروسې تر نامعلومې مودې وځنډولې

‏امریکا د افغانانو د کډوالۍ ټولې پروسې تر نامعلومې مودې وځنډولې

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو ادارې اعلان کړی چې، د افغانانو ټولې مهاجرتي غوښتنې یې د نامعلومې مودې لپاره وځنډولې.

دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو وسله وال برید کې د دوه ملي ګارډ سرتېري ټپیان شول.

د برید شکمن کس، چې افغان دی، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

دواړه ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت یادې ادارې ویلي، چې دا پرېکړه د امریکا او امریکایانو د خوندیتوب لپاره شوې ده او تر ډاډ ترلاسه کولو پورې به ځنډېدلې پاتې شي.

ولسمشر ټرمپ په دې تړاو بیان کې سخت غبرګون ښودلی او نیوکه یې کړې چې دا کسان د پخواني ولسمشر جو بایډن له خوا په بدنامو الوتنو کې امریکا ته راوړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب