تاند (پنجشنبه د لیندۍ ـ قوس ۶مه) سپینې ماڼۍ ته څېرمه د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو په ډزو کې د ښکېل کس په اړه امریکایي رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې نوموړی افغان و او په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ګډ خدمت کړی و. واشنګټن دا پېښه “د ترهګرۍ عمل” بللی دی.
نیویارک ټایمز، سي بي ایس، این بي سي او نورو رسنیو راپور ورکړی چې ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال، د چهارشنبې په ماسپښین پر ګزمه بوخت دوه سرتېري په ډزو ووویشتل، او وروسته په ځوابي ډزو کې ټپي او روغتون ته ولېږدول شو.
د امریکا د امنیتي چارو مشرې، کرستي نویم، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې شکمن کس له هغو ګڼو افغانانو څخه و چې مخکې تر مخکې یې د امنیتي سابقې په اړه پلټنه نه وه او «د Operation Allies Welcome له لارې امریکا ته راوستل شوی و.»
دغه پروګرام چې د پخواني ولسمشر جو بایډن له لوري پیل شوی و، هغو افغانانو ته د استوګنې چانس ورکوي چې د طالبانو تر بیرته واکمنېدو مخکې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی و.
این بي سي شبکې د شکمن د یوه خپلوان له قوله ویلي چې لکڼوال د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې امریکا ته راغلی و، او شاوخوا لس کاله د افغان پوځ غړی و چې عموماً یې په کندهار ولایت کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره شریک مأموریتونه ترسره کول.
فاکس نیوز د CIA د پخواني مشر جان رټکلف له قوله ویلي چې لکڼوال له بیلابیلو امریکایي ادارو سره همکارۍ لرلې، په دې کې استخباراتي ادارې هم شاملې وې.
سي این این او سي بي ایس د امنیتي ادارو په حواله ویلي چې نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې د پناه غوښتنه کړې وه چې په ۲۰۲۵ کې ومنل شوه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې شکمن افغان و او په ۲۰۲۱ کې “په هغو بدنامو الوتنو کې” امریکا ته راغلی و، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو د ایستلو په موخه ترسره شوې وې.
د ټرمپ له دغه بیان لږ وروسته، د امریکا د تابعیت او مهاجرت ادارې د ټولو افغانانو د دوسیو پروسه تر نامعلومې مودې ودروله.
ادارې په خپل بیان کې لیکلي: “له نن څخه، د افغانانو د مهاجرت د ټولو غوښتنلیکونو پروسس د امنیت او د تصفیې د نویو میکانیزمونو تر بیا ارزونې پورې تر نامعلوم وخته درول کېږي.”
د پوځیانو د کارېدو پر موضوع نوي بحثونه
ټرمپ دغه برید “شریر عمل، د کرکجن عمل او د ترهګرۍ عمل” وباله او ویې ویل چې دا “پر ټول ملت برید” دی.
دا پېښه چې پخه غرمه د واشنګټن په خورا ګڼه ګوڼه سیمه کې وشوه، د ټرمپ له لوري د جرمونو پر ضد له پوځ (ملي ګارډ) څخه د کار اخیستو بحثونه بیا تاوده کړي دي.
ولسمشر ټرمپ په واشنګټن، لاس انجلس، ممفس او یو شمېر نورو ښارونو کې چې واک یې د دیموکراتانو په لاس کې دی، پوځیان ځای پر ځای کړي دي—هغه اقدام چې ګڼو ښارونو پرې دعوې او اعتراضونه کړي او جمهوریپال یې پر استبدادي واکمنۍ تورن کړي دي.
ټرمپ په خپل بیان کې اشاره وکړه چې د غیرقانوني مهاجرو د ایستلو پروګرام ته به زور ورکړي.
هغه لیکلي: “موږ باید د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه راغلی هر بهرنی له سره وڅېړو. که څوک زموږ وطن نه خوښوي، موږ یې دلته نه غواړو.”
پر پوځیانو برید په “کمین” کې شوی
د واشنګټن د پولیسو مرستیال مشر جېفري کارول ویلي: بریدګر “په کمین” کې ناست و.
هغه وویل: “هغه له کونجه راڅرګند شو، وسله یې راپورته کړه او د مليګارد پر سرتېرو یې ډزې وکړې.”
دایف بي آی (د فدرالي تحقیقاتي ادارې) مشر، کاش پټیل، ویلي چې دواړه ټپي سرتېري “په بحراني حالت” کې دي.
ټرمپ مخکې ویلي و چې شکمن کس “سخت ټپي دی، خو له دې پرته به ډېره سخته سزا وویني.”
د فرانس پرېس یوه خبریال د پېښې ځای ته نژدې څو پرلهپسې ډزې واورېدې او خلک یې د تېښتې په حال کې ولیدل.
لسګونه تنه د پېښې په ګډوډۍ کې راګېر شول.
یوې ۴۲ کلنې مور، انجیلا پري، ويلي: “موږ د ترافیکي اشارې شنه کېدو ته ولاړ وو، ناڅاپه مو څو ډزې واورېدې. د مليګارد سرتېري د مترو پر لور په منډه روان وو.”
له برید لږ وروسته سیمه له امنیتي ځواکونو ډکه شوه، د ژغورنې ډلې په بیړه ټپي کسان انتقالول.
وتلي افغانان: “دا پېښه دې د ټولې افغاني ټولنې کار ونه بلل شي”
د AfghanEvac سازمان، چې له امریکایي ځواکونو سره د افغان همکارانو په ایستلو کې ښکېل و، ویلي چې افغان مهاجر “د ټولو کډوالو په پرتله تر ټولو له سختې امنیتي تصفیې تېرېږي.”
د سازمان مشر، شاون وان ډیوفر، ویلي: “دا انفرادي او تاوتریخجن عمل باید د ټولې ټولنې د بدنامولو لپاره ونه کارول شي.”
یو شمېر نورو امریکا مېشتو افغانانو هم ویلي چې دا برید د یوه کس کار دی نه د ټولو افغانانو.
نور ځواکونه واشنګټن ته لېږل کېږي
د امریکا دفاع وزیر پیت هېګسیت ویلي چې له پېښې وروسته به ۵۰۰ نور سرتېري واشنګټن ته ولېږل شي. له دې سره په واشنګټن کې د مليګارد د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي.
تیره پنجشنبه یوه فدرالي قاضي د ټرمپ له لوري د مليګارد ځای پر ځای کول غیرقانوني بللي و.
یوه عجيبه پېښه او ضد او نقیض معلومات!
بريدګر رحمن الله د برید پر مهال چی د ٢٠٢٥ کال د نوومبر ٢٥ یا ٢٦ وه ٢٩ کلن معرفی شوی، نو په ٢٠٢١ کال کی چی له افغانستانه ایستل شوی ٢٥ کلن وؤ، خو له افغانستانه تر وتلو مخکي یی په افغانستان کی لس کاله په پوځي او امنیتي ارګانونو کی له امریکایانو سره کار کړی ده. اوس یی محاسبه کړی چی لس کاله مخکي امریکا ته له تګ څخه همدا بريدګر ١٥ کلن ماشوم وؤ، نو امریکایانو څنګه او ولي یو پنځلس کلن تنکي ځوان چی قانونی سن یي نه وؤ پوره کړی له څان سره په کار ګمارلي وؤ؟
د حیرانتیا خبره او حالات دي چي هيڅ څوک، هیڅه اداره، هیڅه رسنۍ او هیڅ خبرنګار يې پدې اړه څېړه او حتی پوښتنه نکوي.