چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهطالبان د واک ته رسېدو کلیزه نمانځي

طالبان د واک ته رسېدو کلیزه نمانځي

تاند (چهارشنبه -د اسد ٢۴) د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو واکمن رژیم د خپلې بیا ځلي واکمنۍ د درېیمې کلیزې د نمانځلو لپاره پراخ ترتیبات نیولي.

طالبانو په دې لړ کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ښارونو کې خپل سپین بیرغونه او د خپل بري د نمانځنې شعارونه لګولي.

دوی په دې مناسبت عمومي رخصت هم اعلان کړی.

د افغانستان دولتي رسنۍ او دغه راز خصوصي رسنۍ چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، اړ شوي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په خوشالۍ ځانګړې خپرونې وکړي.

یو شمېر رسنیو د ځینو طالب چارواکو غږیز کلېپونه هم خپاره کړي، چې د معارف له کارکوونکو او عامو خلکو یې په زوره غوښتي څو د دوی د بیا واکمنۍ د کلیزې د نمانځلو مراسمو ته ورشي.

طالبانو په دې اړه ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو یو شمېر مخالفانو په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د بیا واک ته رسیدو کلیزه غندلې او افغانستان ته یې توره دوره ګڼلې ده.

خو طالبان د دوی بیا واک ته رسیدل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د اشغال پای ته رسیدو پیلامه او د دوی په ټکیو د افغانستان خپلواکي ګڼي.

8 COMMENTS

  1. د اسد ٢٤ ريشتيا هم دوياړ او خوشحالى ورڅ ده او الله ج دي يى دټولو افغانانو لپاره دا ورڅ دسکون هوساينى او سوکالى سبب وګرزوى

    • تف لعنت شرمیږې هم نه سي ویاړې تاریخي ویاړ پنجابي درنه واخیستل نن موز سوډره د چوده اګست د کافرستان ورځ لمانځې.کوم ویاړ د پنجاب الوتکې د پاسه ګرزي د یرغلګرو درون د پاسه درباندي بنګیږي ته وایې ما ازادي وګټله .😡تر داسي ازادي مرګ شرف لري حتی غلامي ورباندي ښه ده.

    • ماشاءالله ، داسې هوسایې چې، د ملت نیم قشر له زده کړو او انساني حقوقو څخه محروم ژوند د ظلم او استبداد تر چتر لاندي تیروئ. ٣٠ میلیونه خلک د پاسپورت د تر لاسه کولو هڅه کوي، د دوزخ په نوم هیواد افغانستان څخه د ژوند په بیه خلک په تیښته دي، بس دا دعا به کوم ساحلي ګلۍ چې، الله ج په داسې هوساینه ستا او د تا د کورني په نصیب کړي. امین!

      • بس یوازي د پنجاب د لوطي مدرسو چړیان یې لمانځي لکه چړي ساحل ☹️ کومه ازادي 😭؟

  2. بس غلام د یم ارام د یم تف لعنت په داسي ازادي ددرون سي غږ سي زه په غار ننوزم بیا رمباړې وهم ما ملک ازاد کړ. مرګ په داسي ازادي او داسي سوله. دغسي سوله ولاړ په هدیره کې ده هیڅوک یو د بل غږ نه اوري دې ته وایی سوله 😭

  3. دی پنجابی روزل شوو خیټورو پلیتی ږیرو ته غلیسی امریکا له خوا د افغان ملت ستر دوښمن او د سی آي اي ستر جاسوس خنځیر زاد ( خلیلزاد ) دا قادیانی روزل شوی جاهل وحشیان دوهم ځل لپاره په بی شرمانه شکل سره د افغان ملت په اږو سپاره کړل او نورو پنجابی تنظیمونو او د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس جاسوسانو په اتفاق سره د خپل بادار غلیسی امریکا په امر افغانستان څخه ونښتیدل !!!!!!!!!!!
    دا بدبختی د ستر ظالم روس له خوا روزل شوی ستر جاسوس حسن شرق په هلو ځلو او د لیونی خود خواه ظالم محمد داؤد خان تر رهبری کمونیستی کودتا د افغان ملت په برخه کړی دی او اوس دی ملی خائینینو قاتلو خلقیانو او پرچمیانو غټی غټی پلیتی ږیری پریښودلی او د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس په امر د پنجابیو جاهلو قاتلو چړیانو سره ګډ شوی دی او همدارنګه ددی هلی ځلی روانی دی چی افغانستان کښی د پنجابیو قادیانی اسلام رواجول د پنجابیو چړیانو له خوا عمومیت پیداکړی او د افغانستان کنترول د پنجابی پاکستان په لاس کی شی !!!!!!!!!!!!!!!

  4. زموږ د سیاسی – اجتماعی ژوند په ډګر کی لویو قدرتونو د نورو چارو تر څنګ په « نېټه » هم لوبی ګړی او عام اذهان ئې څنډلی او ګُمراه کړی دی.
    مثال,
    ۱ – د افغانسنان د سیاسی خپلواکی رسمی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نېټه وه خو تر امان الله خان وروسته ددې ورځی د تجلیل پر ځای د سنبلې د میاشنی لومړی نیټه ثبت سوه چی البته دا یوه ناوړه کړنه وه. د سرطان او ثور تر کودتاګانو وروسته خو هم د اسد ۲۸ مه او هم د سنبلې اوله کمرنګه او بې رنګه سوه.
    ۲ – پلان خو دا ؤ چی د ثور ۸مه هم د ثور په ۷مه را منځته شی خو د ځینو تخنیکی او لوجستیکی ستونزو له امله یوه ورځ وځنډیده ( کنې ښه شاعرانه! وضعیت به تر سترګو سوی وای او تجلیل به ئې جالبه منظره وای).
    ۳ – د طالبانو د بریالیتوب ورځ د انګریزی مهارت یوه جالبه نمونه ده( د پاکسنان د ملی ورځی سره تقارن ).
    نتیجه:
    داسی ښکاری چی زموږ د وطن وګړی د خپل وطن د سرنوشت د ټاکلو هیڅ توان او صلاحیت نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب