چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د خپلواکۍ کلیزه؛ وزیرستان او چمن کې تور بیرغونه رپول...

د پاکستان د خپلواکۍ کلیزه؛ وزیرستان او چمن کې تور بیرغونه رپول کیږي

تاند (چهارشنبه -د اسد ٢۴) په داسې حال کې چې نن پاکستانیان د دغه هېواد د رامنځته کیدو ۷۷ یمه کلیزه نمانځي؛ په شمالي وزیرستان او چمن کې زرګونه پښتانه معترضان د پاکستان خلاف تور بیرغونه پورته کوي او دا ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځي.

په وزیرستان او چمن کې له څه مودې راهیسې بیا د پاکستان د سیاستونو خلاف اعتراضونه اوج ته رسیدلي.

پښتانه ملتپال او فعالان پاکستان له پيله تر ننه د پښتنو خلاف د دسیسو تر ټولو لوی ادرس ګڼي او ټینګار کوي، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پښتنو د وژنو، وروسته پاتې والي او هر ډول دښمنیو اصلی لوری همدغه هېواد دی.

پاکستان مخکې دا ډول اعتراضونه ځپل، خو په وروستیو کې د پښتنو او هم بلوڅ معترضانو او ازادي غوښتونکو د زیاتوالي او قوت موندلو له امله د دوی خلاف د ښکاره اقدام په کولو نه توانیږي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼو افغانانو او پښتنو ملتپالو د وزیرستان او چمن د معترضانو نننی غبرګون ستایلی او د ازادي غوښتنې او دښمن خلاف د اقدام له پلوه یې تاریخي بللی.

1 COMMENT

  1. کافرستان دوهم اسرائیل د سیمي د سرطان دانه به خامخا غوڅیږي. دریغا د غوړ سرو دوه سره خانانو موزیانو په حال سي سرونه یې ټیټ نیولي.دوۍ نه ملي غرور لري او نه پښتني دغه خبیثان به بیا چیرې تښتي که دغه ولسونه د پنجابي تورمخي مخ ورتور او ځان ترینه ازاد کړي؟ ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب