چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهد امریکا له باندنیو چارو وزیر څخه له افغانستانه د ځواکونو د...

د امریکا له باندنیو چارو وزیر څخه له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه پوښتنې کېږي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۴ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال له هغه وغوښتل چې کانګرس ته حاضر شي او له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه ځواب ووايي.

هغه د وژل شویو امریکایی عسکرو د کورنیو د قربانیو د درناوي غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي مک کال لیکلي:”د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د ملی امنیت شورا د نورو جګپوړو چارواکو خلاف، تاسو لاهم د کمیټې د تحقیقاتو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.”

هغه ټینګار وکړ چې اوس د دې وخت دی چې بلینکن د امریکا خلکو ته د ځواب ویلو له لارې د طلایی ستورو کورنیو قربانیو ته درناوی وکړي.

ښاغلي مک کال دا هم ویلي چې ښاغلی بلینکن باید د اګست تر 19 پورې د استازو جرګې ته حاضر شي، کنې احضارېدو ته به اړ ایستل شي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یادونه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مهم رول لوبولی او د ایستلو عملیات د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته سپارل شوي و ترڅو د امریکایانو او د هغوی د متحدانو د ایستلو امنیت ډاډمن کړي.

مک کال زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت اوسنیو او پخوانیو چارواکو تایید کړې چې بلینکن له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د وتلو په اړه د “وروستي پریکړه کوونکي” په توګه کار کړی.

د دغه لیک په پای کې راغلي چې د وژل شویو عسکرو کورنۍ او د امریکا خلک مستحق دي چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د ښاغلي بلېنکن له څرګندونو څخه په مستقیم ډول خبر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب