چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي تګلارې په تړاو د...

د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي تګلارې په تړاو د خلیلزاد څرګندونې

تاند (چهارشنبه -د اسد ٢۴) د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه مرکه کې  د افغانستان په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو د راتلونکي تګلارې په اړه خپل نظر څرګند کړ.

هغه، چې په ۲۰۱۸ کې یې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړی و، په دې مرکه کې وویل چې د امریکا د راتلونکې ولسمشرې په توګه د اوسني ولسمشر بایډن د مرستیالې له ممکنه بري سره به دغه تګلاره د پام وړ بدلون ونه لري

ډاکټر خلیلزاد د دې خبرې دلیل دا وښود، چې نوموړې اوس مهال هم په واک کې ده او که بیا هم واکمنه شي، د افغانستان په اړه به د امریکا اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي.

زلمي خلیلزاد د مخکیني ولسمشر ټرمپ د بیا ممکنه واکمنۍ په اړه وویل، چې د افغانستان په اړه یې تګلاره ښایی ځینې بدلونونه ولري.

د هغه په وینا، د افغانستان په اړه د ټرمپ ځینې څرګندونې کمپایني بڼه لري، خو ځینې یې کېدای شي د هغه د بریالیتوب په صورت کې عملي هم شي.

خلیلزاد واضح نه کړه، چې د ده له نظره به د ټرمپ د احتمالي بري په صورت کې د هغه کومې خبرې عملي او کومې غیر عملي پاتې شي.

له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال خلیلزاد د هغه د ځانګړي استازي په توګه طالبانو سره لاسلیک کړی و.

ټرمپ اوس د بایډن د واکمنۍ پر مهال د یاد شوي تړون د تطبیق د بڼې سخت منتقد دی او وایي که دی واک کې وای، له افغانستان څخه به یې ځواکونه په اوسني بڼه نه ویستل او پر طالبانو به یې په بګرام اډه کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل منلي وای.

2 COMMENTS

  1. ذليل انسانه،
    تا ويلي وو چې طالبان په بېعزتۍ له واکه لېرې او ايستل شوي وو او زه غواړم چې بيرته يې په عزت سره راوړم او واک ته يې وسپارم او هماغه کار دې وکړ، نو نور څه کوې؟
    الله تعالی دې په دنيا و آخرت ذليل او در په در کړه او ….

  2. بلی دا ذلیل د غلیسی امریکا سی آي اي ستر جاسوس ( دبیروت تحصیل دوری را پدی خوا تر اوسه ) او د افغان ملت تباهی لپاره روزل شوۍ ملی خائین خلیلزاد باید د افغانانو له خوا په دار کړۍ شی انشاءالله دا وخت راتلوونکۍ دی !!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب