جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودغوښتل/ اجمل ښکلی

غوښتل/ اجمل ښکلی

(غوښتل) لېږند (متعدي) فعل دی، چې پر فاعل سربېره مفعول هم غواړي او د وسمهال او تېرمهال دوه ولۍ (ريښې) لري. وسمهال يې (غواړ) او تېرمهال يې (غوښت) ده.

(غوښتل) د (غوښتلو او اړتيا) دوه ماناوې لري، چې په دري کې يې يوه مانا (خواستن) او بله (نياز داشتن) ده. په لاندې بېلګو کې يې دواړه ماناوې وينئ:

افغانان رڼې ټاکنې غواړي/موږ پرمختګ غواړم

افغانستان پياوړې حکومتولي غواړي= افغانستان پياوړې حکومتولۍ ته اړ دی

شعر، شاعرانه قريحه غواړي= شعر، شاعرانه قريحې ته اړتيا  لري

په وروستيو دوو بېلګو کې وينو چې (غوښتل) په پښتو کې (اړتيا) ته هم کارېږي؛ خو په پښتو رسنيو کې يې دا وروستۍ کارونه ورکه ده او يواځې په لومړۍ مانايې کارېدنګ دود دی.

پر دې سربېره د بلنې او خواهش ضمني مانا هم لري:

د قطر سفير يې راوغوښت

د (غوښتل) دود مفعولي ستاينوم/ صفت (غوښتی) دی؛ خو دا لکه د (منلي، ښاغلي او…) غوندې د خپلواک صفت او نوم په توګه نه کارېږي، بلکې په جمله کې په نېژدې او لرې ماضي کې د مفعول ښکارندويي او استازي کوي:

د قطر سفير يې غوښتی دی/د قطر سفير يې غوښتی و.

خو فاعلي صفت يې عام نه دی، ځکه خو ورپسې په ژبه کې فاعلي روستاړي نه نښلي او فاعلي صفت نه جوړوي. د فاعلي ستاينوم د نشت لامل يې دا هم دی، چې په ژبه کې ورته خلک اړتيا نه ويني. ځکه خو (منونکی) شته او (غوښتونکی) نشته. د (غوښتونکي) په بڼه يې په (جمهوريت غوښتونکي، مشروطه غوښتونکي او…) کې کارونه د رسنيو زېږنده ده، چې اوس يې پرځای په رغښتوال، همجنسپال، جمهوريتپال، ملتپال او.. کې د (پال، وال او…)روستاړي کارېږي. (پال، وال او…)تر نور روستاړي ځکه غوره دي، چې دا نېغ په کلمې پورې نښلي او د (غوښت+ونکي) اشتقاقي کلمې ته سرلې اړتيا نه پاتېږي.

پښتو رسنۍ چې له دري ژباړه کوي؛ د دري (خواهان او خواستار) په پښتو کې په (غوښتونکي) ژباړي:

رييس جمهور خواهان شفافيت در انتخابات است= ولسمشر په ټاکنو کې د شفافيت غوښتونکی دی/ ولسمشر د رڼو ټاکنو غوښتونکی دی

منمنون حسين: پاکستان خواستار يک افغانستان باثبات است= ممنون حسين: پاکستان د يوه باثباته افغانستان غوښتونکی

موږ همېشه د نورو ژبو له زاويو خپلې ژبې ته ګورو. په پښتو کې ضرور نه ده، چې (خواستار او خواهان) دې په (غوښتونکي) ترجمه شي، بلکې په داسې مواردو کې په پښتو کې پخپله فعل کارېږي، چې مرستيال فعل(دی) ته اړ نه وي او څرنګه چې نوميزه جمله نه، کړواله جمله وي؛ نو حالت نه پخپله عمل ښيي. سمې بڼې يې دا دي:

ولسمشر په ټاکنو کې شفافيت غواړي/ ولسمشر رڼې ټاکنې غواړي

ممنون حسين: پاکستان باثباته افغانستان غواړي

(غواړي) هم سيده د فاعل عمل ښيي؛ نو (غوښتونکي) ته کومه اړتيا نشته.

(غوښتل) په يوستوې جمله کې اصلي فعل دی؛ خو د چارټاکي کړ(فعل) کار هم کوي. چارټاکي فعلونه هغه دي، چې په غبرګه جمله کې د بل فعل لوری لودن ټاکي يا د يوه فعل څرنګوالی ښيي:

پاکستان غواړي، چې قبايل په خپله بهرنۍ وسله وباسي

هند غواړي، چې سيمه تر خپل اقتصادي اغېز لاندې راولي

کليسا غوښتل، چې اروپا په يوه مذهبي مزي وتړي.

پخپله په پښتو کې (غوښتل) په يوستوې جمله کې د عادي متعدي فعل په توګه کارېږي او د پاس بېلګو غوندې يې د چارټاکي فعل په توګه استعمال عام نه دی، ځکه چې پخپله د فاعل له خوا د يوه کار ترسراينه که ياده هم نه شي، د فاعل خوښه او آرزو ښيي او د فاعل خوښه او آرزو پکې نغښتې وي. مثلا:

زه درځم

نوی حکومت افغانستان جوړوي.

پخوا هر چا شاعري کوله.

زه ادبيات وايم.

په دې ټولو جملو کې د فاعل خوښه او غوښتنه ښکاره نه دي يادې شوې او يواځې د (درځم، جوړوي او کوله) راغلی؛ خو پخپله په دې کړونو(افعالو) او کړنو(اعمالو) غوښتنه پټه ده، ځکه نو:

زه غواړم درشم

نوی حکومت غواړي، چې افغانستان جوړ کړي

پخوا هر چا غوښتل، چې شاعري وکړي

زه غواړم، ادبيات ووايم

ته اړتيا نشته او نه پکې (غوښتل) ته اړتيا ليده شي، ځکه چې دا کار همغه بسيط فعل ترسروي. زه چې وايم، چې “زه درځم” مطلب: غواړم چې درشم. داسې دا نورې بېلګې هم درواخلئ؛ نو په علمې ژبه کې خو خير، په ادبي او داستاني ژبه کې ورسره احتياط پکار دی.

خو  څرنګه چې د نويو علومو غوښتنه ده. بل دا چې په سياسي، ژورناليستي، علمي، ادبي او مذهبي ژبه کې کله ناکله د خواهش څرګندونې او صراحت يا تاکيد ته اړتيا وي؛ ځکه يې نو د چارټاکي فعل په توګه کارونه کله ناکله ضرور شي. درېيم دا چې نور متعدي افعال هم شته، چې پر ساده دندې سربېره د چارټاکي فعل دنده ترسره کوي او دا کار په ژبه کې عام دی.

د چارټاکي فعل په توګه يې کارونه له انګليسي نه دري او دري نه پښتو ته پور شوې ده. په دري کې يې مثالونه ډېر دي:

نتانياهو: ايران می خواهد، تحريم ها را لغو کند و در عين حال اين کشور را در آستانه هسته ای قرار دهد

شکسپيير نمی خواست،اين مطالب را بګويد و يا اګر ميخواست خودش ميګفت

د پښتونخوا په ليکنۍ پښتو کې يې هم دا کارونه دود ده؛ خو په دومره توپير چې هلته د اردو په پېښو جمله يوستوې کوي او ها بل پکې د کړنوم(مصدر)په بڼه وي. پاسنۍ پښتو جملې به دلته په دې بڼه وي:

 زه درتلل غواړم

نوی حکومت افغانستان جوړول غواړي

پخوا هر چا شاعري کول غوښتل

دا د اردو د دې جملو پور دي:

ميں آنا چاهتا هوں

نيا حکومت، افغانستان بنانا چاهتی هی

پهلی هر کوئی شاعری کرنا چاهتا تها/ پهلی هر کوئی شاعر بننا چاهتا تها

دا چې يو ضرورت شو او کارونه يې اړينه شوه؛ نو بيا په دې دواړو کې د غوراوي خبره هم ده، چې د کره ژبې لپاره پکې يو د معيار په توګه ومنو؛ خو دلته دا خبره نه تطبيقېږي. پښتو بختوره ده، چې دا دواړه بڼې پکې د چلښت وړ دي، ګنې په دري کې د اردو هغه او په اردو کې د فارسي بڼې سمي نه راځي او ډېرې نه کارېږي. موږ د اسانۍ او رنګارنګۍ په موخه دواړه بڼې استعمالولای شو؛ خو چې کومه يوه دقيقه او اسانه وه، هغه کارول پکار دي. هسې په ګړنۍ ژبه کې دويمه بڼه هغومره پېچلې نه؛ خو بسيطه شته ده:

دا وهل غواړي

اوړه اغږل غواړي/اوړه اغږل دي

دې کټونو سمول غوښتل

خو دا د علمې ژبې پېچلتيا ته ډېر ځواب نه شي ويلای.

د چار ټاکې فعل په توګه يې کارونه زياتره سمه وي؛ خو څرنګه چې جمله غبرګه وي؛ نو کېدای شي، مخاطب پرې ژر پوه نه شي. بل دا چې جمله پېچلې کوي. په دې بله بڼه يې کارونه په وسمهال کې له يوه يا څو مصدرونو سره کارونه ګومان نه کوم کومه ستونزه ولري:

زه دا کار بشپړول غواړم/زه دا کار بشپړول او بل پيلول غواړم.

خو که د کار د بشپړتيا غوښتنه له بل چا نه وه؛ نو بيا د لازمي فعل مصدر کارېږي:

زه د دې کار بشپړتيا/بشپړېدا غواړم/زه د دې کار بشپړېدا او د بل پيلېدا غواړم

د دې بڼې ستونزه په ماضي کې پيدا کېږي، چې مصدر هم په (ال) ختم وي او اصلي فعل(غوښتل) هم:

ما د دې کار بشپړول غوښتل

ولسمشر د يوه کانديد ليدل غوښتل

مخالفانو په لږو وسايلو ژر تر ژره د اوسني حکومت راپرځول غوښتل

احمد ژورناليست کېدل غوښتل(د پښتونخوا په ليکنې پښتو کې يې د اردو په ناسم تقليد داسې وايي: احمد ژورناليست جوړېدل غوښتل)

دا ستونزه هله شديده شي، چې مصدر د ساده يا اشتقاقي پرځای ترکيبي شي:

شاګردانو مطالعه کول غوښتل

خلکو ډوډۍ خوړل غوښتل

دا بېلګې ښيي، چې د (غوښتل) لويه ستونزه د (ال) له کړنوميز(مصدري) روستاړي سره ده. که دا د ځينو لازمي فعلونو غوندې په مصدر کې نه وي؛ نو ښايي دومره ستونزه پيدا نه کړي.

ځکه نو چې کله ګرامري ستونزه پيدا کېږي، بيا يې د چار ټاکي فعل په توګه کارونه ښه ده:

شاګردانو غوښتل، چې مطالعه وکړي

خلکو غوښتل، چې ډوډۍ وخوري

(غوښتل) په مرکبو(غبرګو، ګډلو او ګډو) جملو کې يواځې د چار ټاکي فعل دنده نه ترسره کوي، د نورو عادي فعلونو په توګه هم له بلې جملې سره غبرګه جمله جوړوي:

امريکا له پاکستانه غواړي، چې په وزيرستان کې هغه باغيان وځپي، چي په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو بريدونه کوي.

فرهاد دريا له هېوادوالو غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

دا جملې په دې بڼه هم ليکلای شو:

امريکا له پاکستانه په وزيرستان کې د هغو باغيانو د ځپلو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو بريدونه کوي

فرهاد دريا له هېوادوالو په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه وکړه

خو پر لومړيو دوو جملو سړی اسانه پوهېږي، ځکه د (غوښتنې) فعل په سر کې واضح راغلی دی. په وروستيو دوو جملو کې د (وکړه) فعل (غوښتنه) تر سيوري لاندې راوستې ده او سړی د غوښتنې پر ځای په کولو باندې بوختوي. لکه غوښتنه چې ضمنا شوې وي، ګنې که غوښتنه اصلي کار ښيو، بيا دا جملې داسې پکار وې:

امريکا له پاکستانه په وزيرستان کې د هغو باغيانو ځپل وغوښتل، چې په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو بريدونه کوي

فرهاد دريا له هېوادوالو په ټاکنو کې ګډون وغوښت

خو دواړه جملې ګرامري ستونزه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب