پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهتلویزیون ته ډېره ناسته عمر کمولای شي

تلویزیون ته ډېره ناسته عمر کمولای شي

تاند- یوه نوې څېړنه ښیي چې هغه لویان چې په شواروز کې درې ساعته یا تر دې ډېر تلویزیون ګوري، د بې وخت مړینې خطر یې دوه برابره زیاتېږي.

 د امریکا د زړه انجمن په مجله کې له تازه خپرې شوې څېړنې سره سم، په شواروز کې درې ساعته یا تر ډېر ډېر تلویزیون لیدل د بې وخته مړینې خطر دوه برابره زیاتوي. ډاکتر میګویل ګوزالیز چې په دې باره کې د شوې څېړنې د ټیم مشر و، د امریکا د زړه د انجمن مجلې ته ویلي دي ټول هغه عادتونه چې بنیادم بې تحرکه ساتي، صحت ته تاوان پېښوي خو په دې لړ کې تلویزیون ته ناسته یوه داسې چاره ده چې روغتیا ته ممکن لا زیات تاوان پېښ کړي.

د بې تحرکه چارو او روغتیا د رابطې د معلومولو لپاره څېړونکو د دیارلس زره دوه سوه څلور اتیا کسانو ژوند په څه باندې اته کلنه موده کې مطالعه کړ او دا یې وکتل چې تلویزیون ته ناسته، موټر چلول او کمپیوټر ته ناسته چې درې واړه بې تحرکه چارې دي، په روغتیا باندې څه اثر پرې باسي. له څیړونو وروسته ورمعلومه شوه چې هغه لویان چې په شواروز کې درې ساعته یا تر دې ډېر تلویزیون ګوري، د هغو لویانو په نسبت چې په شواروز کې کابو یو ساعت تلویزیون ګوري، له بې وخته مړینې سره دوه برابره ډېر مخامخ کېدای شي. محققانو د دې  څېړنې په وخت دا معلومه نه کړه چې په کمپیوټر باندې د بوختیا موده او د موټر چلولو موده له بې وخته مړینې سره رابطه لري او که یې نه لري خو د تلویزیون او بې وخته مړینې په باره کې واضحو نتیجو ته ورسېدل.

 د امریکا د زړه انجمن په دغه رپورټ کې سپارښتنه کوي چې په ازاده هوا کې په اونۍ کې لږ تر لږه یوسلو پنځوس دقیقې بدني فعالیت چې د شدت په لحاظ متوسط وي او یا پنځه اویا دقیقې بدني فعالیت چې د شدت په لحاظ زیات وي، لازم دی. د ډاکتر میګویل ګوزالیز په قول، ځای په ځای ناسته  صحت ته ښه نه ده او د ښې روغتیا لپاره لازمه ده چې بدن متحرک وساتو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب