جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د نوبل د فزیک جایزې ګټونکي اعلان شول

د نوبل د فزیک جایزې ګټونکي اعلان شول

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۴مه) د ۲۰۲۵ کال د نوبل د طب جايزه مېرمن مري اې برانکو، فرد رامسدل او شيمون ساکاګوچي ته د معافیت (immune) د سیستم د زغم په برخه کې د هغوی د موندنو/ کشفونو له امله ورکړل شوه.

دوی هغه “ساتونکي” پېژندلي چې د بدن د معافيت د سيستم د توازن په ساتلو کې مهم رول لري — دا هماغه تنظيموونکي T-حجرې دي، چې د دې څېړنې بنسټ جوړوي او يو نوی علمي لوری يې رامنځته کړ.

د دوی موندنې د نويو طبي درملنو رامنځته کولو ته لار هواره کړې، چې اوس مهال د کلينيکي ازموينو په پړاو کې دي.

کارپوهان هيله لري چې د دې کشف په مرسته به خپله معافیتي (Autoimmune diseases)  ناروغۍ تداوي، د سرطان لپاره اغېزمنې درملنې چمتو کړي، او د سټېم‌سيل (حجرو) له کرلو وروسته د پېښېدونکو ستونزو مخه ونيسي.

مري اې برانکو اوس په سیاټل ښار کې د امريکا د بيولوژيکي سيستمونو په انستيتيوت کې کار کوي. هغه په ۱۹۶۱ کال کې زېږېدلې ده.

فرد رامسدل يو امريکايي ايميونولوژيست دی چې په ۱۹۸۳ کال کې د کليفورنيا له سنډیاګو پوهنتون څخه فارغ شوی او په ۱۹۸۷ کال کې يې د ايميونولوژۍ دوکتورا ترلاسه کړې ده. هغه په ۱۹۶۰ کال زېږېدلی.

رامسدل تر دې وړاندې، په ۲۰۱۷ کال کې، له شيمون ساکاګوچي او الکساندر رودېنسکي سره يو ځای د کرافورډ جايزه د څو مفصلي التهاب (روماتوئيد آرتريت) د څېړنو لپاره ګټلې وه.

شيمون ساکاګوچي، چې د ۱۹۵۱ کال د جنورۍ په مياشت کې په جاپان کې زېږېدلی، اوس په اوزاکا پوهنتون کې استاد او څېړونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب