جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغانستان کې له ۴.۷ میلیون زیات ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له...

افغانستان کې له ۴.۷ میلیون زیات ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له امله بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) نړیوالې رسنۍ وايي، چې افغانستان د لوږې له بې ساري بحران سره مخ دی.

سکای نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې څه باندې ۴.۷ میلیون ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له امله بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم‌عمر لرونکي ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي، او د هېواد په شمال ختیځ کې د ماشومانو د مړینې کچه مخ په زیاتېدو ده.

د سکای نیوز خبریال د دې راپور د پوښښ لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته تللی او ویلي یې دي چې، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې په هرو درېیو ورځو کې یو ماشوم هلته مړ شوی.

خبریال زیاته کړې چې د کال له پیل راهیسې ۵۳ ماشومان مړه شوي  او په وینا یې دا شمېره د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیې.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې سږکال په افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم روغتیایی خدماتو ته د میندو د لاسرسي د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر اوسه پورې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سکای نیوز راپور ته ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب