جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمجاهد:د بګرام هوایي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو

مجاهد:د بګرام هوایي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې “بیرته نیولو” په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه په کلکه رد کړې.

مجاهد سکای‌نیوز سره تازه مرکه کې ویلي، افغانان هېڅکله اجازه نه‌ ورکوي چې هر ډول شرایطو کې یې خاوره چا ته وسپارل شي.

هغه وویل: «د بګرام هوايي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو.»

خو ذبیح‌الله مجاهد وايي، متحده ایالتونو سره یې خبرې کړي چې واشنګټن کې د افغانستان او کابل کې د امریکا سفارت پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې وروستیو کې څو ځله وویل چې غواړي د بګرام هوايي اډې کنټرول ترلاسه کړي.

سره له دې چې تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له روسیې پرته د طآلبانو حکومت د کوم بل هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو مجاهد سکای‌نیوز سره مرکه کې وویل، حکومت یې د “مشروعیت ستونزه” نه ‌لري او ادعا یې وکړه چې، ډېری هېوادونو په خصوصي توګه د طالبانو مشرتابه منلی دی.

مجاهد همدارنګه د نجونو زده‌کړو په اړه ویلي، دا ژمنه نه‌کوي چې نجونې به کله هم وکولی شي بیرته ټولګي ته راشي.

هغه وویل: «زه ژمنه نشم کولی چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي بیا پرانیزو.»

د نجونو زده‌کړو په تړاو د مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو واک ته د رسېدو پرمهال ویلي وو، د ښوونځیو تړل کېدل لنډمهاله دي او د اسلامي شریعت او د افغاني کلتور د اصولو په مطابق د کړنلارې له جوړېدو وروسته به، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب