جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د مجهولي (ې) او (و) غلطه كارونه

د مجهولي (ې) او (و) غلطه كارونه

موحد

په داسي حال كي چي (و) يو حرف دئ نه كلمه، كلمه لږ تر لږه له دوو حروفو جوړېږي، (و) يا (ؤ) د يوې كلمې په توگه كارول غلطي ده، ځيني خلك د مفرد غائب لپاره د (وو) پر ځاى (و) يا (ؤ) راوړي، استدلال ئې دا دئ چي وو د جمعي صيغه ده!! خو دا په بشپړه توگه غلط استدلال دئ، راشئ وگورو چي دا كلمه د ضمير له مخي څو حالته غوره كوي؟ زه وم، موږ وو، ته وې، تاسو وئ، دى وو، دوى ول، دا وه، دوى وې. لكه چي گورئ د جمع غائب لپاره د (ول) صيغه راځي، خو خلك د لام د ثقلت له امله هغه حذفوي او پر ځاى ئې (وو) ورته راوړي. همداسي لكه د شول پر ځاى چي (شوو) وايي، اوس د دې پر ځاى چي د غائب مفرد لپاره د (وو) اصلي حالت چي د ټولو پښتنو قومونو لهجه تمثيلوي او له قواعدو سره سم دئ وكاروي يو واو ئې حذفوي، كله (و) ترې جوړ كړي او كله (ؤ) چي دواړه غلط دي.

همداراز په پښتو كي استمراري ماضي د مصدر په پاى كي د (و) يا (ه) په زياتولو سره جوړېږي، له كول كولو، له ويل ويلو، له وهل وهلو، او د مؤنث لپاره كوله، ويله، وهله راځي؛ چي د مذكر لپاره (و) او د مؤنث لپاره (ه) راځي، (ل) د ثقلت له امله اكثراً حذف كېږي او واو ئې په الف بدلېږي، لكه كولو- كاوو، ويلو- وايو، وهلو – واهو، … خو دا كار نه له مؤنثو صيغو سره كېږي او نه له ټولو مذكرو صيغو سره، ځيني اشتباه كوي او د مذكر لپاره (ه) كاروي او ليكي كاوه، وايه، واهه، حال دا چي د (ه) تورى په استمراري ماضي كي د مؤنث لپاره راځي، ده جهاد كولو، ده مبارزه كوله، ده كتاب ويلو، ده مقاله ليكله، كه وغواړو چي د كولو او ويلو كلمات مختصر كړو نو كاوو او وايو ترې جوړېږي نه كاوه او وايه، ځكه د مذكر لپاره د واو پر ځاى هې راوړل د قاعدې خلاف كار دئ او په دې سره التباس رامنځته كېږي او د امر له صيغې سره شباهت پيدا كوي، كتاب وايه؛ په حقيقت كي مخاطب ته د كتاب ويلو امر دئ، يعني ته كتاب وايه، دا غلط ليكنه ده چي وليكو ده كتاب وايه، صحيح ليكنه ئې دا ده: ده كتاب وايو، همداراز په نورو مواردو كي هم دا كار غلط دئ.

د پښتو په اوسني ليكدود كي يوه ستونزه د (ى) ستونزه ده چي بايد حل شي، بايد دې ته ځواب ومومو چي د پښتو (يې) يوه ده كه پنځه؟ چي د اوږده يا مجهوله (ې)، لنډه يا څرگنده (ي)، زورواله يا نرمه (ى)، او زوركى واله او لكۍ واله (ۍ، ئ) يا لكۍ واله او همزه واله (يې) په نامه يادېږي. كه يوه وي ولې ئې په پنځه ډوله ليكو؟ كه پنځه وي؛ هره يوه ئې چېري او څنگه راځي؟ د كومي قاعدې مطابق كه نه هسي د تعامل او دود له مخي؟ او داسي چي د هري (ى) اړوند كلمات بايد حفظ كړو، چي دا يقيناً گران كار دئ، په ځانگړې توگه هغو خلكو ته چي نوې پښتو زده كوي.

كه په پښتو كي د (ى) د كاروني په اړه لږ دقت وكړو راته جوته كېږي چي د (ى) غږ او ډول د هغه توري په حركت پوري تړلى دئ چي تر (ى) مخكي راځي، كه دا حرف زور ولري، د (ى) تلفظ يو ډول وي، كه زېر ولري بل ډول، كه ساكن وي يو ډول او كه زېركى ولري بل ډول، د همدې لپاره موږ دې ته اړ شوي يو چي د دغو بېلا بېلو تلفظونو لپاره د (ى) بېل بېل ډولونه جوړ كړو.

مجهوله يې:

په مشرقي ليكدود كي مجهوله يې ډېره او بې ځايه كارول كېږي، د مثال په توگه چي، كي، مي، دي، داسي، هسي،… داسي ليكي: چې، كې، مې، دې، داسې، هسې… حال دا چي په كار ده (دي، كي، چي، مي، داسي، هسي… صحيح وگڼو او (دې، كې، چې، مې، نې، بې، زې، تې، داسې، هسې) د دغو تركيبونو مخفف ومنو (دي ئې، كه ئې، چي ئې، مي ئې، نه ئې، به ئې، زه ئې، ته ئې، داسي ئې، هسي ئې) ، مثالونه ئې:

كتاب دې وركړ؟ يعنى د ده خپل كتاب دي وركړ؟ او كتاب دي وركړ؟ يعنى كوم كتاب دي وركړ؟ كتاب دي ئې وركړ غلط او د ټولو پښتنو قبيلو د مروج تلفظ خلاف دئ.

الله تعالى دې شهادت قبول كړي، يعنى الله تعالى دي د ده شهادت قبول كړي. دا سمه نه ده چي وليكو: الله تعالى دي ئې (يا دې ئې) شهادت قبول كړي، د پښتنو هيڅ قبيله داسې نه وايي، نه پوهېږو دا د چا كوږ بدعت دئ؟

كتاب مې وركړ، يعنى د ده خپل كتاب مي وركړ، او كتاب مي وركړ، يعنى يو كتاب مي وركړ.
كې ځواب وركړى نه وى، يعنى كه ئې ځواب وركړى نه وى.
دا كتاب چې ليكلو، يعنى دا كتاب چي ئې ليكلو.
نې خبر كړ له خطره، يعنى نه ئې له خطره خبر كړ.
چي دښمن بې خپل هېواد كي نه پرېښود: يعنى دښمن به ئې په خپل هېواد كې نه پرېښود.
زې لامنم، يعنى زه ئې لامنم.
تې لازغمې، يعنى ته ئې لازغمې؟
داسې ځواب كړه چي بيا رانه شي، يعني داسي ئې ځواب كړه ….
هسې خبر كړ، يعني هسي ئې خبر كړ.
په پښتونخوا كي د مجهولي (ې) لپاره يوه نوې يې راايستل شوې چي له اردو یې اخيستې ده، داسي یې ليكي: (ے)، اردو ژبه هم د پښتو مجهولي يې ته ورته غږ لري چي همدا (ے) ورته راوړي. لكه كيلئے.

ښځينه جمع

ځيني ادعا كوي چي د ښځينه نومونو جمع بايد په اوږده يې سره وليكو، خو دا خبره صحيح او معياري نده او د پښتنو د ټولو قبيلو له عام تلفظ سره مغايرت لري، صحيح او معياري خبره دا ده چي هغه ښځينه نومونه چي په پاى كي ئې هې وي په جمع كي همدا هې په يې بدلېږي، خو دا يې كله اوږده او كله لنډه تلفظ كېږي، كه تر هې مخكي تورى زوركى ولري، په جمع كي دا زوركى په زېر بدلېږي او د هې په ځاى څرګنده (ي) راځي، لكه ښځه ښځي، كونډه كونډي، ژبه ژبي، او كه تر هې مخكى تورى زور ولري زور ئې په زوركي بدلېږي او د هې په ځاى اوږده (ې) راځي؛ لكه څپه څپې، ړنده ړندې، خوږه خوږې، شپه شپې.

د ښځينه جمع لپاره دا قاعده قبوله كړو چي: ښځه، كونډه، لنډه، تنده، مرسته، بېله، بله، پېښه (حادثه)، او دې ته ورته ښځينه مفرد په ښځي، كونډي، لنډي، تندي، مرستي، بېلي، پېښي او ټول هغه ښځينه نومونه چي تر يې مخكي تورى ئې زېر ولري په (ي) سره ئې جمعه كړو او مڼه، لنده، اوږده، پېښه (تقليد)، څپه او دې ته ورته صيغې په مڼې، لندې، اوږدې، پېښې، څپې او ټولي هغه صيغې چي تر يې مخكى تورى ئې زېركى ولري په (ې) سره جمع كړو.
اغلبأً دا (ې) ډېره او بې ځايه استعمالېږي، په هغو ځايونو كي هم كارول كېږي چي د پښتنو د هيڅ قبيلې په تلفظ كي نه احساس كېږي او په ډېرو مواردو كې نه يوازي له تلفظ سره اړخ نه لگوي بلكي د التباس باعث گرځي، د مثال په توگه: د جمع لپاره هم او د ندا لپاره هم ښځې ليكل، چې له يوې خوا له عام تلفظ سره مغايرت لري او له بلي خوا مخاطب په اشتباه كې اچوي، بايد (ښځي د ښځه جمع او ښځې د اې ښځې په معنى) وليكو، په دواړو صورتونو كي ئې د ښځې په توگه ليكل د التباس باعث گرځي. يا (ورځې) د ورځ جمع او له مخاطب نه د تلو په اړه پوښتنه (ته ورځې؟) سم ئې ورځي (د ورځ جمع) او ورځې د پوښتني لپاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب