چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا پراختیایي ادارې هرات کې له ۱۰ زره زیات د زعفرانو...

د امریکا پراختیایي ادارې هرات کې له ۱۰ زره زیات د زعفرانو کروندګر روزلي

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲مه) د امریکا پراختیايي اداره وايي چې هرات ولایت کې یې د زعفرانو څه باندې ۱۰ زره کروندګر روزلي دي.

یاده اداره زیاتوي چې په یاده شمیره کې ۳ زره او ۴۵۴ یې ښځې دي.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې روزنې وروسته به بزګران د امریکا په ګډون نړیوالو بازارونو ته د زعفرانو تولیدات په معیاري ډول وړاندې کړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې تازه د هرات له ګاونډ کندهار نه سږکال تر ۶۱ کیلو ګرامه زیات زعفران له هیواده بهر صادر شوي دي.

یاده اندازه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کرکیلې تر بندېدو او د بزګرانو تر اندېښنو وروسته بزګرانو د زعفرانو کرکېله زیاته کړې ده.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې “د ښه خوند” جایزه ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب