پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+پښتو فونیمیکه ابېڅې او لاتین لیکدود

پښتو فونیمیکه ابېڅې او لاتین لیکدود

هارون سمون

فونیمیکه ابېڅې او لیکدود دوه تخنیکي بحثونه دي؛ له بده مرغه پر دې مسله عام لوستي او یا د نورو برخو څانګوال عمیقاً نه پوهېږي. فونیمیکه ابېڅې د یوې ژبې دپاره ځکه جوړېږي، چې پر ژبه د حاکم لیکدود توري د همدې ژبې د ټولو غږونو ښکارندويي نه‌کوي او دا په ژبپوهنه کې د غږپوهنې موضوع ده.

عربي او فارسي ژبه هم فونیمیکه ابېڅې لري. فونیمیکه ابېڅې ځکه د یوې ژبې لپاره جوړېږي، چې د ژبپوهنې څانګوال او نورو ژبو ویوونکي د اړوند ژبې له غږونو سره آشنا شي. بیا هم وایو د پښتو ادبیاتو څانګوال چې پښتو نسبي سمه املا دقیقه لیکي، دوی پر فونیمیکه ابېڅې پوهېږي. که څوک غواړي، پښتو املا پر همدې حاکم لیکدود سمه ولیکي، مجبور دي، فونیمیکه ابېڅې به زد‌ه‌‌کوي.

دا اوس چې ملګرو پر پښتو فونیمیکه ابېڅې لیکل پیل کړي دي، دا لاتین ته د پښتو اړولو ډېر ښه زېری راکوي. دا بشپړ لاتین لکیدود نه‌دی؛ د لیکدود اړول له نورو ټولو عواملو او اړتیاو هاخوا د ژبپوهنې یو ژور تخنیکي بحث دی، چې د ژبپوهنې څانګوال مشران متخصصین یې باید وڅېړي. 

کومو ملګرو چې پر پښتو فونیمیکې ابېڅې لیکل پیل کړي دي، ډېر ښه تمرین کوي. دوی ته وایم، ستاسو مخه هېڅوک نه‌شي نیولی؛ لیکلو ته دوام ورکړئ. کوم لیکمن چې تاسو کاروئ د ژبپوهنې د نابغه استاد پوهان زیار صاحب له جوړو کړو ۳۶ تورو فکر کوم دوه توري نه‌لري؛ ځینې ملګري هغه توري هم له نورو کیبورډونو را اخلي. کله چې د ژبپوهنې متخصصین پر لاتین لیکدود تخنیکي بحث ته مجبور کړای شي؛ ډېری لوستي پښتانه به له پښتو فونیمیکې ابېڅې سره بلد وي، چې د لیکدود په اوړون کې ډېره مرسته راسره کوي.

لاتین لیکدود په کوه قاف کې نه‌دی، پر پښتو فونیمیکې ابېڅې چې تاسو لیکل پیل کړي دي، همدا لاتین لیکدود دی، چې له تخنیکې بحثونو وروسته به پښتو لاتین تورو کې ډېر کم تغیرات راشي، ځینې توري به غورځول کېږي، پر ځای به یې ورته بله بڼه راځي. دا چې پښتو ژبه یوه پراخه ژبه ده، ممکن د ځینو غږنو لپاره نوي توري جوړ کړل شي؛ خو په همدې فونیمیکه ابېڅې کې به ځای ورکول کېږي. پښتو فونیمیکه ابېڅې د داودخان په وخت کې جوړه شوې او پښتنو ژبپوهانو تر ننه بحثونه پرې کړې دي؛ کره ابېڅې د زیار صاحب ده، پر همدې باید اکتفا وشي. د زیار صاحب د پښتو فونیمیکې ابېڅې پلټ‌فارم تقریباً د پښتو ژبې ټول توري په ځان کې رانغاړي او لاتین لیکدود کې مرسته راسره کوي.

1 COMMENT

  1. شریکه !
    کله چی په یوه تشریحی موضوع کی ځینی نابلده اصطلاحات وکاریږی نو لیکونکئ باید د لوستونکو د ذهن د روښانتیا په موخه د لیکل سوو علمی اصطلاحاتو د پیژندنی او تعریف په هکله لږ غوندی توضیح هم ولیکی څو لوستونکی په اسانۍ سره د هغې لیکنی مفهوم تر لاسه کړای سی. فیمینیکه ابېڅې!
    ژمئ دی او ساړه دی نو باید ( مثلاً ) بی بی سی هم بی بی څی وبلله سی.
    د ” څ ” د توری د تلفظ اداینه یوازی پښتانه او روسیان او جرمنیان کولای سی او ” C ” هیڅکله د ” څ ” سره یارانه نه سی اچولای.
    بله دا چی:
    د پښتو ژبی په پراخ سمندر کی ښکلی ښکلی جزیرې شتون لری چی د سمت او لهجې او حتی تبار په اساس را منځته سوی دی او د هری جزیرې اوسیدونکو د بلی یا نورو جزیرو شتون په رسمیت پېژندلی دی او په اصطلاح د ژبنی فیډرالیزم سیسټم ته وفادار دی. هره جزیره ځانته انتخابی یا انتصابی یا رضاکار یا اماتور رئیس او اکاډمیک مشر او سرپرست لری ( البته کلونه مخکی ئې فډرال مشران هم درلوده) .
    د بده مرغه نن سبا پر دې جزیرو یو ډول مرموزی طوفانی څپې احساسیږی چی د جزیرو اوسېدونکی ئې د روحی- فرهنګی ستونزو سره مخامخ کړی دی او دا ستونزی احیاناً د ځینو محلی سرپرستانو د سرزورۍ او ځان غوښتنی او پر ټولو جزیرو د حاکمیت د هڅو سره تړاؤ لری او ځینی کړۍ دا تلاښ کوی چی مثلا (حیاء دی وی ) یو ” نابغه! استاد ” یا قوماندان ته ددې ټولو فرهنګی جزیرو واک پلاس کی ورکړی چی دا یو ډول دیکتاتورانه تفکر ګڼل کیږی.
    بناً
    غوره لیاره به دا وی چی د هری جزیری استقلال ته باید په درنه سترګه وکتل سی ( د لیکلو ا او لوستلو او جملو د اِفادې او تفهیم په برخه کی خو هسی هم غټی ستونزی نه شته او هر پښتون د هری جزیرې د اوسیدونکو د لیکنو د تفهیم توان لری ، که څه هم د معیاری پښتو د نه شتون له وجی هر لوستئ پښتون سر ټکوی او ګیله او شکوه لری ) .
    بل عرض می دا دئ چی:
    داسی انګارې او ترانې تر غوږو کیږی چی ګواکی د پښتو د لیکدود د سمون یوازنۍ لیاره لاتین اتوبان ته د بدلون لیاره ده.
    دا خوشی یوه وچه او خالی ادعا او په عین حال کی په غیر شعوری توګه ( ممکن ځینی په شعوری او نوکرانه توګه ) ددې استعماری پروژې ملاتړ او تبلیغ کوی.
    لومړی خو ددې پروژې د بریالیتوب ضمانت هیڅوک نه سی کولای، دوهم دا یو ساده او آسانه کار هم نه دی، یوولس زره ډوله وولسی حساسیتونه را پاروی ، دریم دا چی د پښتو ژبی مخلص چوپړیان او خدمتګاران پدې ۱۱۱۱۱۱ کلونو پدې و نه توانېده چی معیاری ژبه را منځته کړی نو د لاتین پدې خړه فضاء کی به څنګه وتوانیږی چی د ” بدلون ” د الوتکی او الوتنی پروسه کنټرول او مدیریت کاندی؟
    یو متل دی:
    ” صندلی چی پر خپل ځای پرته وی نو هغومره درنه وی “.
    نو
    په خوشی ګیږهاری به غوږونه نه خورو او نه هم دومره پُښَهارئ زموږ ژبنۍ ستونزی ( چی اصلاً د تشویش وړ نه دی ) را حل کولای سی.
    بس همدغه اوسنی حالت د قناعت او منلو وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب