Home+رحمان الله ګربز یوځل بیا خپله لوبډله بریالۍ کړه

رحمان الله ګربز یوځل بیا خپله لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۱۴) د متحده عربي اماراتو په لس اوره سوداګریزو سیالیو کې د دکن ګلېډېټرز او ډیلي بولز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د دې لوبې پچه  د رحمن الله ګربز اړوند ډیلي بولز لوبډلې وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

دکن ګلېډېټرز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې.

د دکن لوبډلې لپاره  پولارډ ۴۷ اعظم خان ۲۲ محمد شهزاد ۱۳ او شرف الدین اشرف ۱۱ منډې وکړې.

ډیلې بولز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ په نهم اور کې پوره او لوبه یې د ۸ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

رحمان الله ګربز په دې لوبه کې یو ځل بیا ښه وځلېده چې د دکن ګلیډیټرز پر وړاندې یې ډیلي بولز لوبډلې ته په چټکه توپوهنه بریا ورپه برخه کړه.

رحمن الله ګربز ۴۷ ایون لیویس ۳۵ او شیرفان رودرفورډ ۲۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړی علي خان وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...