Homeخبرونهکابل ښار کې دوو چاودنو شپږ تنه ټپيان کړل

کابل ښار کې دوو چاودنو شپږ تنه ټپيان کړل

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۱۴) په کابل ښار کې نن سهار دوو چاودنو ۶ تنه ټپيان کړل.

امنیتي سرچینې وایي چې، لومړۍ چاودنه په دویمه ناحیه کې په یوه نظامي فورډ ډوله  موټر شوې ده.

د سرچینو په خبره دویمه چاودنه هم د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان سیمې سره نږدې شوې ده.

عیني شاهدان وایي چې په لومړۍ چاودنه کې دوه امنیتي کسان ټپیان شوي دي.

بل لورته  د کابل امنیه قومنداني وایي چې په دویمه  پېښه کې څلور کسه ټپیان  شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوي او هره ورځ له یوه تر دوو چاودنې کېږي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې تازه څو شېبې وړاندې د پروان ولایت د امنیت د آمر پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

امنیتي سرچینې وایي چې په دې پېښه کې عبدالواسع رحیمي ته کوم زیان نه دی اوښتی او نه هم نور تلفات لري.

د دې چاودنو مسوولیت هېڅ ډله نه مني.

خو افغان حکومت بیا د دې چاودنو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

عام افغانان بیا له امنیتي مسوولینو غواړي څو په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي څو د عامو خلکو ژوند خوندي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...