جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه‏د کابل نوي ښارد پروژې عملي چارې ۱۴۰۰ کال کې پيلېږي

‏د کابل نوي ښارد پروژې عملي چارې ۱۴۰۰ کال کې پيلېږي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۱۴) د ښار جوړونې وزارت مسوولان وایي چې، د کابل نوي ښار د پروژې عملي چارې به د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړيو کې پيل شي.

یاد وزارت وايي چې دمګړۍ د کابل په ده سبز سيمه کې د ۲۵زره جريبه ځمکې د تصفيې او د مالکيت حق کارونه بشپړ شوي دي.

سرچینه وایي چې د کابل د نوي ښار د ماسټر پلان مسوده هم چمتو شوې ده.

کابل ښاریان هم له دې اقدام نه خوښ او وایي په دې سره به د کابل ښارمنظم او ګڼه ګوڼه به یو څه ختمه شي.

دوی وايي اوسنی ښار د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د اوسېدو نه دی.

کابل ښاریان وایي دوی داسې ګمان نه کوي چې ګواکې دوی دې د هېواد په مرکز کې اوسېږي ځکه له هره پلوه ښآر بې نظمه دی.

دوی هیله لري چې د نوي ښار په جوړېدو سره به شته بې نظمي ختمه شي او مسوولین به د ښار نظم ته ډېر پام وکړي.

1 COMMENT

  1. پخير دې کارونه پيل شي، خو غوښتنه مو داده چې دولت بايد سولې ته لمړيتوب ورکړي ځکه په جګړه کې پرمختګ ناشونی دی.
    د کابل ښاروالۍ او ښار جوړونې وزارت بايد ټولې لوحې،نمرې او داسې نور لومړی په پښتو او بيا په دري وليکي پښتو د افغانستان د اکثريت ژبه ده او د اساسي قانون د شپاړسمې مادې پر اساس د هيواد لومړی رسمي ژبه ده…..
    تاند څخه هيله ده چې زما نظر اړوند چارواکو ته ولېږي،مننه.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان⁦??⁩

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب