جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏ناپېژانده کسانو ننګرهارکې د تجارت انسټيټيوټ ودانۍ سوځولې

‏ناپېژانده کسانو ننګرهارکې د تجارت انسټيټيوټ ودانۍ سوځولې

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۱۴) ناپېژاندو کسانو د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د سوداګریزو زده کړو د یو انسټېټیوټ ودانۍ سوځولې.

ځایي خلک وایي دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې ډکې سیمه کې شوې ده.

ځایي خلک زیاتوي چې د یاد انسټيټوټ اداره او یو شمېر خونې سوځېدلي او په اداره شې شته کتابونه هم سوځېدلي دي.

بل لورته د ننګرهار ولایت چارواکي هم دا پېښه تائيدوي.

والي ضیاء الحق امرخېل په خپل ټوېټر د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي مسوولینو اور په وخت مړ کړی دی.

امرخېل وایي د دې پېښې د عاملينو تثبيت او نيولو هڅې روانې دي.

هغه په خپل ټوېټ کې زیاته لیکلي: «د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ ډکې سيمه کې تېره شپه د علم او پرمختګ دښمنانو د (سولې او ازادۍ) په نوم د سوداګريزو زده کړو انيسټيټيوټ ته اور اچولی چې له امله يې دوه خونې او وسايل سوځېدلي دي.»

عام خلک هم له امنیتي مسوولینو غواړي څو د دې پېښې عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...