جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د دوکتور محمد عاطف پر وژل کېدو خواشیني وښوده

طالبانو د دوکتور محمد عاطف پر وژل کېدو خواشیني وښوده

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د افغانستان د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا مشر دوکتور محمد عاطف وژل شوی دی.

د محمد عاطف د کورنۍ غړیو د پېښې په ځای کې رسنیو ته د نوموړي وژل کېدل تایید کړي دي.

دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان سیمې ته نژدې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د مشر په موټر شوې چې د نوموړي په ګډون په کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کوي او وایي چې په دې چاودنه کې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بلخوا د طالبانو د نظامي چاور ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دوکتور محمد عاطف په وژل کېدو خواشیني ښودلې او دا پېښه یې غندلې ده.

مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، په هېواد کې د یوې ځانګړې خبیثه او استخباراتي کړۍ له لوري خبریالان، سیاسي او مدني فعالان او دیني علما وژل کېږي او دوی ددې پېښو غندنه کوي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی او نه هم امنیتي سرچینو په دې هکله معلومات ورکړي دي.

دا پېښې په داسې مهال کېږي چې په هېواد کې وروستیو هدفي بریدونو سختې اندېښې راپارولې دي. د افغانستان حکومت ډېر کله د دا ډول هدفي بریدونو مسؤل طالبان بولي، ولې دې ډلې په کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب