جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان دولت مذاکراتي پلاوي د ناټو غړیو هېوادونو له سفیرانو سره...

د افغان دولت مذاکراتي پلاوي د ناټو غړیو هېوادونو له سفیرانو سره خبرې کړې

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړیو د ناټو د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره غونډه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا غونډه پرون دوشنبه په آنلاین ډول شوې، چې په کې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي او د ټیم نورو غړیو عبدالسلام رحیمي، فوزیې کوفي، احمد نادر نادري، محمد ناطقي، عبدالمتین بېک او کلیم‌الله نقیبي هم ګډون درلود چې د ناټو د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره یې په افغانستان کې د دایمي اوربند په اړتیا او نورو موضوعاتو بحث وکړ.

ددغه وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې د بشري، ښځو او اقلیتونو د حقونو په ملاتړ کې د ناټو پر همکاریو هم خبرې شوي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو وویل چې ناټو د افغان سولې بهیر په تړاو په خپلو کړیو وعدو عمل کولو ته ژمن دی.

افغان مرکچي پلاوی د ناټو له سفیرانو سره په داسې مهال خبرې کوي چې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راپدېخوا د دوی او طالبانو تر منځ خبرې ځنډېدلې دي.

د افغان دولت مذاکراتي پلاوي طالبانو تورن کړي چې د سولې د بین افغاني مذاکراتو پر ځای یې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او د خبرو مېز ته نه حاضرېږي.

بله خوا طالبان وايي چې خبرې په ټپه نه دي درېدلې، دوام به ولري خو دا چې کله کله وقفه په کې راځي هغه د دې له امله ده چې طالب مشران د ځینو کارونو لپاره نورو هېواونو ته سفرونه کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د موقت حکومت د جوړېدو پر سر ځیني ناندرۍ هم راولاړې شوي دي.

طالبان وايي له امریکا سره د دوحې د هوکړې له مخې باید په افغانستان کې یو نوی اسلامي هېواد را منځته شي او اوسنی حکومت ورته واک وسپاري.

خو ولسمشر غني او ګڼ نور افغان چارواکو بیا ویلي چې افغانان د موقت حکومت له جوړېدو ښه تجربه نه لري او په وینا موقت حومت د وینو توییدو او تاوتریخوالي زیاتېدو ته زمینه برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب