جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندوزـ بغلان پر لویه لار، امنیتي ننګونو خلک له ستونزو سره...

د کندوزـ بغلان پر لویه لار، امنیتي ننګونو خلک له ستونزو سره مخ کړي

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د بغلان اوسېدونکي د پلخمري – کندوز او پلخمري – مزار لویې لارې د امنیتي ننګونې زیاتې شوي او دې مسئلې خلک د یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

د بغلان اوسېدونکي وايي، طالبانو پر یادو لویو لارو کې د امنیتي ځواکونو د پوستو په څو سوه مټرۍ کې د تلاشۍ پاټکونه جوړ کړي او مسافر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادې لارې یو تن موټر چلوونکی محمد پوپل تاند سره خبرو کې وايي، چې طالبان په رڼا ورځ په سړکونو ولاړ وي او د خلکو د تلاشي کولو سربېره له ځينو غټو موټرو پیسې هم اخلي.

هغه زیاتوي: «له دو سرکې لږ کوز، د کیله ګۍ دښته ټوله د طالبانو تر واک لاندې ده او ان د پول خمري ښار هم اوس د طالبانو له لوري کلا بند دی.»

موټر چلووونکي دغه راز زیاتوي چې د افغان ځواکونو د دوه هډو منځنۍ سیمه کې وسلوالو طالبانو خپل ګمرک جوړ کړی، خو حکومت یې پر وړاندې هېڅ ډول اقدام ندی کړی.

خو ملي دفاع وزارت بیا د پل خمري ښار د شاوخوا په لویو لارو کې د عملیاتو پر دوام او ګزمو ټینګار کوي.

د دغه وزارت ویاند فواد امان وايي، د پل خمري ښار شاوخوا لویې لارې د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د وسلوالو طالبانو د اخاذیو ځایونه له منځه وړل شوي دي.

امان وايي: « افغان امنیتي ځواکونه تل د لویو لارو امنیت ته پام کوي او طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې د لویو لارو مسافر له ستونزو سره مخ کړي.»

تر دې دوه اوونۍ وړاندې، د بغلان ولایت امنیتي چارواکو ویلي وو چې د بغلان – مزار لویې لارې په اوږدو کې یې د طالبانو د تلاشۍ ځایونه له منځه وړي دي؛ خو له څو ورځو وروسته، یو ځل بیا وسلوال طالبان پر دې لاره حاکم شوي او عام خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د بغلان – کندوز او بغلان – مزار لویې لارو په ګډون د هېواد د ډېر شمېر ولایتونو لویې لارې نا امنه شوي او د وسلوالو طالبانو تلاشیو یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب