Homeکلتورسینمامشهورې اداکارې انډرسن شپږم واده له خپل ساتونکي سره وکړ

مشهورې اداکارې انډرسن شپږم واده له خپل ساتونکي سره وکړ

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۴) د هاليووډ فلمونو نوموتې ٥٣ کلنې اداکارې پاميلا انډرسن د خپلې خوښې پنځم طلاق وروسته شپږم واده د خپل ساتونکي سره وکړ.

د مېل انلاين د راپور له مخې، اداکارې انډرسن د ٢٠٢٠کال د جنورۍ په شلمه پنځم واده د خپل ملګري ٧٤ کلن جان پيټرز سره کړی وو،چې يوازې ١٢ ورځې وروسته ترې انډرسن طلاق واخيست

د مېل انلاين راپور دغه راز زياتوي، د پنځم واده د ناکامۍ وروسته اداکارې انډرسن شپږم واده د خپل ګارډ يا ساتونکي ډين هرست نومې کس سره وکړ.

 راپور کاږي، د هغې اوسنی خاوند په کاناډا کې د نوموړې د پلارني کلي اوسېدونکی دی.

اداکارې انډرسن ويلي چې هغه سره يې د کرونا وبا ګرځبنديز پر مهال مينه پيدا شوه، او بالاخره دواړو د يو کوچني پروګرام په نيولو سره واده وکړ.

د مېل انلاين راپور زياتوي، اداکاري انډرسن خپل ساتونکي سره د شپږم واده کولو وروسته وويل” اوس مې خپله اصلي مينه پېداکړه او يو داسې کس مې د ژوند ملګری شو چې ما سره ريښتنې مينه کوي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...