Home+فېسبوک هره ورځ څومره خلک کاروي او څومره پېسې یې ګټلي دي؟

فېسبوک هره ورځ څومره خلک کاروي او څومره پېسې یې ګټلي دي؟

تاند ( سې شنبه د دلوې، ۱۴) د ټولنيزو رسنيو تر ټولو مشهورې وېبپاڼې فېسبوک د ٢٠٢٠ کال د وروستيو ٣ مياشتو معلومات خپاره کړي دي، چې څومره خلکو فېسبوک کارولى او همدا راز فېسبوک څومره پېسې ګټلي دي

د فېسبوک کمپني وايي، د ٢٠٢٠ کال په وروستيو درې مياشتو کې د دوى عايد ٢٨ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېدلى، چې د تېر کال په پرتله یې ٣٣ سلنه عایدات زيات شوي دى.

دغه کمپني همدا راز زیاتوي چې یاده موده کې یې څه باندې ١١ ميليارده ډالر ګټه کړی او دا د تېر کال په پرتله ٥٣ سلنه زياتوالی ښيي.

د فېسبوک معلومات وايي، چې که څه هم تېر کال ډېرې شخړې او نړيواله وبا راغله، خو بيا هم فېسبوک په دې کې بريالى شو، چې په وروستيو درې مياشتو کې د ډېرو خلکو پام جلب کړي.

د فېسبوک په وېنا، د تېر کال په وروستيو درې مياشتو کې هره ورځ ١.٨٤ ميليارده کسانو فېسبوک کاراوه، خو په مياشت کې بيا ٢.٨ ميليارده هغه کسان وو چې فقط به یې فیسبوک ته د څو شېبو لپاره سر ور ښکاره کاوه.

د فیسبوک د معلوماتو له مخې، د فېسبوک نور اپليکېشنونو انسټاګرام، وټساپ او مسينجر هم د تېر کال په وروستيو درې مياشتو کې ډېر پرمختګ کړى او د مياشتې کاروونکي يې ٣.٣٠ ميلياردو ته رسېدلي وو.

فیسبوک کمپنۍ د خپلو کاروونکو ډېروالی د کرونا وبا له کبله د خلکو بې کاري او قرنطین په ګوته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...