پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د هېواد په درېیوو ولایتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل...

چارواکي: د هېواد په درېیوو ولایتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د افغان پوځ چارواکي وايي، په کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي په طالبانو دغه بریدونه پرون دوشنبه په یادو ولایتونو کې شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغان هوايي ځواک د کندهار په ارغنداب او ډند ولسوالیو کې پر طالبانو بریدونه کړي چې پر مهال یې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه هوايي بریدونو کې د طالبانو شپږ پټنځایونه، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. دغه راز هغه ماینونه هم کشف او شنډ شوي چې طالبانو د نظامي او ملکي خلکو د په نښه کولو لپاره خښ کړي و.

بله خوا په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان ځواکونو په بلخ ولایت کې پر طالبانو د توپچي بریدونو او مخامخ جګړې په ترڅ کې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه او عملیات د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ د خان آباد، تیمورک او مس ګرانو په کلي کې د طالبانو پر پټنځایونو او غونډو شوي چې په ترڅ کې یې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د یوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان هوايي ځواک د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په بخمل کوچه سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، په وژل شویو کسانو کې د امام صاحب ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال هم شامل دی، خو د هغه هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

بله خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې افغان ځواکونو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په بخمل کوچه او پادخواب سیمو کې د ملکي خلکو په کورونو بمبار کړی او په هاوانونو ویشتي دي.

د نوموړي په وینا په دې پېښه کې دوه کورونه تخریب شوي، دغه راز دوه ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب