جمعه, فبروري 6, 2026
Home+مطیع الله تراب له خپلو مینه والو د دعا غوښتنه وکړه

مطیع الله تراب له خپلو مینه والو د دعا غوښتنه وکړه

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د پښتو ژبې ولسي شاعر او جذاب نظم لیکونکي مطیع الله تراب له خپلو مینه والو غوښتي چې د هغه لپاره د روغتیا دعا وکړي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې ښاغلی تراب د ناروغۍ په بستر پروت دی.

تراب ته په یوه منسوبه پاڼه په یوه تازه پوسټ کې راغلي، «دوستانو او ګرانو ملګرو ستاسو د ځانګړې دعا ته ضرورت لرم. د مؤمن دعا د بل مؤمن حق کې منل کیږي. #تراب.»

مطیع الله تراب له ۱۳۸۷ کال راهیسې د هغه د «داسې څوک شته چې د ارې خوله کې غاښونه مات کړي () داسې زلمي غواړم چې لاستي مات تبرونه مات کړي…» نظم له اورولو څخه وروسته مشهور شو چې تر اوسه یې په لر او بر افغان وطن کې ډېر مینه وال پيدا کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...