چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+زما د (نارسا اپروچ) څو وضاحتونه

زما د (نارسا اپروچ) څو وضاحتونه

لیکوال: نعمت الله صدیقي
د تېرو دوه لیکنو (مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم او د مډرنېزمونو تخلیقي او عملي اړخ) په اړه چې کوم عمومي تاثر زما مخې ته راغئ، هغه دوه ډول و، یو هغه چې په دې بحثونو د اسانې پوهېدنې د طرز لامله د ځينو ملګرو سر خلاصېدنه وه، چې ډېری ملګرو مطلوب هدف ترې اخیستی و او دویم دا چې ځينو ملګرو د خپلې لوړې ذوقي او علمي تندې له مخې دا لیکنې د مډرنېزمونو په برخه کې ناکافي وبللې. دا دواړه تاثره زما لپاره خوشبیني وه. هغه چې پرې پوه شوي بهتره ده او هغه چې ناکافي یې بولي، د نور کار و زیار احساس یې د ستایلو دی.
مګر یو بل تاثر هم و، چې هغه زما د دې دواړو لیکنو د یو څه مختلف یا د معمول په خلاف د دې دواړو مډرنېزمونو په اړه زما یو څه په کوټلي انداز تعریف او پېژاند وړاندې کول وو. چې ځينو ملګرو ورسره شعوراً د یوه فکر او نظر په اساس اختلاف وکړ او ځینو بیا له لیکنو د اخذ یا اخیستنې غلط تعبیر وکړ. د دې غلط تعبیر وضاحت او ځواب هغه وخت لازم شي، کله چې سړی خپل فکر او نظر د بل په تله او فهم درک کړي او ان د سمیع الدین ارمان په څېر د دا ډول مبحثونو یو نسبتاً عالم لیکوال یې هم وضاحت اړین وبولي.
زه شخصاً په دا ډول بحثونو کې د احساساتو او د بې ځایه توجیو یا مخونې جرات نه لرم، چې بیا یې ان د علومو او ادبیاتو په کلي بدګړې نقاد او لیکوال متهم کړم. د علم په تېره د ادبیاتو علوم خو نګه د منطقي استدلال او مکالمې ډګر ګڼم؛ ځکه خو ممکن د ملګري مسرور لیکنه نه یوازې د ادبي بحث په خیر وبولم؛ بلکې د پورته د (غلط تعبیر) ګڼلو بخښنه هم ترې غواړم. البته د مسرور د لیکنې پر سبک یا اسلوب هم خبره نه کوم، چې د لیکوالۍ طرز او د الفاظو کارونه او مجموعي مکالمه یې د چا غوندې ده. یوازې همدا اشاره د ځینو ځېرکو ادبپوهانو لپاره د یو کوډ په توګه په نښه کوم او بس!؟
د ښاغلي مسرور د لیکنې ټول پراګرافونه د اوږدوالي له امله ممکن نه دي؛ خو د ځينو هغو راخیستل یې لازم دي ترڅنګ یې د تکراري او روایتي خبرو بخښنه بیا هم غواړم. دا زموږ د علمي بحثونو یو بېخي بدرنګ کلیشوي طرز او دود دی، چې هره لیکنه هر لیکوال هر وار له اصطلاحي او لغوي تعریفونو سره باید وړاندې شي؛ ولې به یې نه وړاندې کوي، چې ان دا دی لوستونکي  یې اړ ګڼي. دا کلیشوي دود او طرز د متحجرو ټولنو او علومو د څېړنو طرز نه وي.
ښاغلي لیکوال زما د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم دا تعریف د بېلګې په توګه راوړی:
د مډرنېزم یو عام او ساده تعریف د نوي یا د زوړ ضد په مانا دی؛ مګر د اصطلاح په اساس بیا هغه اروپايي رنسانس دورې ته ویل کېږي، چې ګڼ فکري، علمي او فرهنګي تحولات پکې رامنځته شوي وو، مډرنېزم چې له رنسانس سره اوږه په اوږه روان و، له همدې رنسانس دورې لږ وروسته په منظمه توګه په نولسمه او شلمه پېړۍ کې رایج شو له دې وروسته په شملې پېړۍ کې د بېخي زیات او چټک علمي او فرهنګي بدلون په اساس پوسټ مډرنېزم شو؛ یعنې پوسټ مډرنېزم د مډرنېزم دوام او پرمختللي جریان ته وايي.
د لیکوال تبصره دا ده:
(دلته خو اغاز کې ښاغلی صدیقي د ماډرنېزم په لفظي او اصطلاحي معنو کې د فرق کوښښ کړی دی؛ خو خدای خبر ولې ترې دغه فرق وړاندې بیا هېر شوی او څو ځایه یې هم د غه لفظي معنو کې ماډرنېزم یاد کړی لکه یو ځای لیکي چې:
موږ وویل، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د یو مکتب، فکر او تمایل نه دي؛ بلکې د هر عصر د خپلو علمي، فکري او فرهنګي مسایلو ژورې کتنې ته وايي، چې اساس یې په عصریتوب او د نوي والي پر تمایل ولاړ وي.)
تر دغه ځایه چې لیکوال زما کوم دوه پرګرافونه وړاندې کړي؛ د ده تبصره پرې دا ده، چې ګواکې ما له مډرنېزم یوه ډېره سطحي مانا اخیستې، چې هغه د نوي والي یا د زوړ ضد مانا ده او بیا یې په دې ملامت کړی یم، چې همدا مانا ترې هېره شوې؛ نو ځکه یې د دویم پراګراف هغه بله مانا یې متضاده بللې.
زه فکر کوم، چې که په همدې تعریفونو کې لږ دقت وشي؛ نو ما بېخي واضح او له معمول سره سم د دې اصطلاح  لغوي او اصطلاحي دواړه ماناوې کړي، لکه څنګه چې ښاغلي لیکوال یادونه هم کړې؛ خو  ده بیا زما کړې لغوي مانا له اصطلاحي مانا سره ځکه متضاده بللې، چې یعنې زه یو ځل مډرنېزم نوی والی ګڼم او بیا یې په فکري او علمي خواو او تمایلاتو ویشم. دقیقاً همداسې ده. هره اصطلاح د یو جامع تعریف لپاره لغوي مانا او د مانع هغه لپاره یې اصطلاحي مانا لري. ما چې د مډرنېزم کوم لغوي تعریف کړی، د هغې اساس بلکل د مډرن د توري له مخې دی، چې لاتیني ژبه کې د نوي په مانا دی. اما اصطلاحي تعریف بیا همغه څه دی، چې پورته مو ذکر کړ.
په دې اړه د لیکوال مغالطه دا ده، چې دی  د لغوي او اصطلاحي تعریفونو د تفکیک یا توپير په اړه سر نه خلاصوي او حد یې دا چې  (دا مانا یې وروسته بیا هېره شي) په تور مې هم تورنوي، حال دا چې دا لغوي مانا مې هېره نه وي؛ بلکې لکه څنګه چې لیکوال هم ورته اشاره کړې د مډرنېزم کوټلی تعریف هم نشي کېدای، موږ وویل، چې کوټلي یاجامع تعریفونه د اصطلاح په ضمن کې اصل هویت څرګندوي؛ نو ځکه ما د لغوي تعریف پر ځای په خپل تعریف کې پر اصطلاحي تعریف تمرکز کړی و؛ خو جالبه بیا هم دا ده، چې لیکوال دې اصطلاحي تعریف کې هم کنفیوز ده او هغه هم په هغه ډول چې هیڅ کوم دلیل او خپل تعریف هم نه لري.
زه بیا هم وایم، چې د علمي قاعدې له مخې د یوه لفظ یا اصطلاح لغوي مانا همغه یوه وي، کومه، چې یې د خپل مصدر په اساس رامنځته شوي وي، لغوي مانا تقریباً هر وخت پر خپل ځای ولاړه وي. البته اصطلاحي مانا بیا داسې یوه مانا وي، چې په دې کې ممکن له اصل سره په یو څه توپير او د تفهیم او تحولاتو په اساس یو څه توپیر هم راشي؛ نو کله چې د لفظ یا د اصطلاحاتو پر لغوي ماناوو خبرې کوو د دې مطلب هیڅ وخت دا نه وي، چې موږ کټ مټ همغه د لغوي مانا پر واحدې مانا ولاړ یو؛ بلکې اصل تعریف او تشریح د اصطلاحي مانا پر غاړه وي.  اوس که موږ د مډرنېزم په تعریف کې د مډرن د لفظ لغوي تعریف ته اشاره وکړه؛ نو د دې مانا دا نه شوه، چې موږ مډرنېزم په همغه یوازې د مډرن د لفظ په لغوي مانا منو؛ بلکې له دې به مو منظور د لفظ شالید او اصل پېژندنه وي. ښاغلی لیکوال چې وايي، (زه مډرنېزم د نوي یا یې د زوړ ضد په مانا اخلم او ورسته مې بیا دا هېر وي) دا اصلاً د لیکوال ناسم برداشت دی، دا مې ځکه نه وي هېر چې دا لغوي مانا ده، او زه یې شعوراً د لغوي مانا پر ځای تر ډېره پر اصطلاحي تعریف تاکید کوم او همدا اصطلاحي تعریف د مډرنېزم اصل تعریف ګڼم، کوم چې زما د لیکنې مهمه مدعا او تشریحي بحث هم رانغاړي.
ښاغلي لیکوال له دې وروسته په همدې اساس دا تعریفونه بنیادي غلطي ګڼي او وايي، چې نوی والی یا عصریتوب د مډرنېزم برخه نه دی، د ده په وینا که داسې وي؛ نو بیا خو دا ترقي پسندو کې هم و؛ نو پکار ده، چې صدیقي ترقي پسندي هم مډرنېزم وګڼي.
تر کومه ځایه چې ما د نوي والي د تعریف خبره وکړه؛ نو هغه خو ثابته شوه، چې زموږ مقصد یوازې د لفظ د لغوي ریښې او شالید تر حده و؛ خو ترڅنګ مو یې په اصطلاحي تعریف کې هم هغه علمي، فکري او فرهنګي تمایلات، چې د مډرنېزم په تعریف کې مو راوړي وو، ضمناً مو دا د نوي والي یا عصريتوب قید ورسره تړلی و. مطلب دا چې مډرنېزم د مډرن له لفظ د لغوي مانا پرته هم د نوي والي تمایل دی. مډرنېزم کله هم په زړو خبرو، فکرونو او تحولاتو کې د تېر او فرسوده ملګرتیا نه ده کړې، بلکې په عموم کې یې د یو فرهنګي جریان په توګه په هر عصر کې نویو لارو او تمایلاتو ته وده ورکړې. بلکې زه خو وایم اساسي هدف یې همدا نوي تمایلات خپلول او خپرول وو. د مډرن لفظ له لغوي مانا پرته اصطلاحي مانا هم د نوي والي قید  لري؛ یعنې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم که په هره علمي، فکري یا فلسفي، ادبي او فرهنګي کچه بحث کېږي، نوی والی یې ضروري تمایل دی. زه نه پوهېږم نور یې څنګه سړی ووايي، دا به ډېره ښه وه، چې لیکوال هم چېرته په دومره اوږده لیکنه کې یو ځل ـ نیم د مډرنېزم کوم تعریف خو راوړی وای، چې حد اقل د همغه تعریف په تناظر کې مو ورسره خبره کړې وای، چې اخر لیکوال مډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم څه ته وايي؟
پاتې شوه د ترقي پسندو په مډرنېزم کې د ګڼلو یا نه ګڼلو خبره!! چې ترقي پسند مډرنېزم کې شامل دي کنه؟ هو دا بحث په دې ارزي، چې سړی ورباندې وغږېږي، دا کومه داسې ډېره بې ربطه او عجبه خبره نه ده. لکه لیکوال چې شک کوي، چې زه به دا مډرنېزم ګڼم کنه؟ بلکې دا خو د اردو والو ترقي پسندو لیکوالو لخوا په اویایمو او تیایمو کلونو کې د ځینې مشهورو مجلو په مباحثو کې شامل بحث هم و، چې تایید او اختلاف دواړه یې منځټکي وو.
لیکوال بله خبره دا کوي، چې زه مډرنېزم له رنسانس دورې راپيل شوی بولم او د ده په وینا دا تضاد دی او بیا وايي، چې ګواکې زه مډرنېزم او مډرنیټي یو ګڼم. اصلاً مډرنیټي چې د رنسانس له دورې وروسته تر اتلسمې پېړۍ پورې صورتحال و، چې ښاغلي افتاب ګلبڼ د ناصر عباس نیر په حواله هر اړخیز مډرنېزم (همه ګیر جدیدیت) بللی. ما همدا مډرنیټي غیر منظم مډرنېزم بللی و، خو داسې ټکي په ټکي وضاحت یې بېخي یو سطحي تشریح ته رسېږي. نو زه نه پوهېږم، چې هغه څوک لکه لیکوال او فاران چې مډرنېزم بېخي وچ کلک د نولسې پېړۍ پيداور ګڼي د دوی دلیل به څه وي؟ نه یې لیکوال دلیل راوړی او نه یې کوم موقف شته. یوازې لکه د فاران د (نه یې منم یا دا غلط او هغه غلط دی) د تامل وړ خبرې دي. زه اوس هم همدا مډرنیټي د رنسانس تر دورې وروسته غیر منظم مډرنېزم بولم. په دې اړه د نه تکرار لامله د ښاغلي محب وزیر د جدیدیت مقاله تاییدوم او توصیه کوم، چې لوستنه یې د همداسې علمي، فکري او ادبي دورو ویشنه تشریح کوي. چې د رنسانس له دورې نېولې تر نولسمې او شلمې پېړۍ پورې مختصرې دورې راپېژني.
ښاغلي لیکوال دوه نورې خبرې هم په همداسې د نه دلیل او استدلال په طرز ناسمې تشریح کړي دي؛ یعنې لیکوال د خپل موقف پر ځای یوازې زما خبرې تشریح کوي او هغه هم ناسم تشریح، چې ان زه یې په اخیستنه حیران کړی یم. بلکې پر ځینو بسټيزو تیروتنو خو یې بېخي ثابته کړې، چې دی یا په دې بحث نه پوهېږي یا کوم ځانګړی فکر او تعریف ورته لري؛ مګر له بده مرغه چې په دې لیکنه کې یې پر هیڅ تعریف او فکر ځان اړ نه دی ګڼلی. مثلاُ لیکوال لیکي:
(بله لویه تېروتنه ښاغلي صدیقي نه دا شوې ده، چې د پورته حوالو نه علاوه یې څو څو ځایه نور هم پوسټ مډرنېزم ته د مډرنېزم دوام او پرمختللی شکل ویلی. یعنې پوسټ مډرنېزم یې د مډرنېزم په اوږو درولی او دا غلط فهمي د پوسټ د سابقې نه پېدا شوې)
دا به نو اوس څنګه خبره وي، چې زه دې پوسټ مډرنېزم د مډرنېزم جریان او دوام یا پرمختللی شکل او تمایل ونه ګڼم. دا یوازې زه نه بلکې د پوسټ د ژبني تعریف له مخې دا عمومي او ټولمنلی تعریف دی، چې دلته پوسټ د وروسته په مانا کارول کېږي. یعنې ټول هغه جریان چې له دې بحث وروسته د مډرنېزم په تناظر کې چې کېږي هغه که د تایید په بڼه وي او که اختلاف؛ نو دې ته پوسټ مختاړۍ کارېږي. دا بېله خبره ده، چې ښاغلی لیکوال له دې تعریف داسې انګیري، چې ګواکې دغه وروسته د فکري یا علمي او فرهنګي یوالي په مانا دی. وروسته مختاړۍ اختلاف او تایید دواړه لرلی شي.
لیکوال وړاندې لیکي:
(چې هر کله موږ د خپل سماجي شعور خبره کوو؛ نو دلته چې موږ هم اوس اوس  دا دی د خپل سماجي تاریخ د ډارک اېج نه راووځو؛ نو د انسان مرکزیت او عقلیت پسندۍ غوندې شعوري دور سره نه مخ کېږو او نه د کومې مهابیانیې سره مخ کېږو، وجه یې دا ده، چې دلته موږ د هغه ماډرنیټي نه نه یو راتېر د کومې د بطن نه چې مډرنېزم زېږېدلی و)
دلته نو لیکوال ورو رور په لاشعوري توګه زما د کړي هغه تعریف تایید ته راځي، چې مډرنېزم مو د رنسانس د دورې ابتدايي شکل ګڼلی و یا مو غېر منظم مډرنېزم بللی و. ځکه خو ورته دا پوښتنه هم مخې ته درېږي، چې زموږ ټولنه خو د رنسانس د دورې عقلپالنه او د انسان د مرکزیت له دور اوس په پوسټ مډرنېزم دور کې څنګه تېرېږي ایا دا موږ مډرنیټي دور کې یو؟ خو داسوال داسې نه دې افاده کړې لکه څنګه چې موږ توجیه کړ. بلکې دا یې د شرق او غرب دوه حالته ګڼلي دي. او بیا بل ځای زما د تعریف د رد لپاره چې مډرنېزمونه د هر چا بېل بېل جریانونه وي بېل نه ګڼي. کوم چې لیکوال بیا د تصحیح له مخې پښتون تناظر ګڼلی.
  ښاغلی لیکوال بل ځای لیکي، چې د حمزه بابا بیت په کوم تناظر کې تشریح شوی؟ پسر رغښتواله او که فورمالېزم کې؟ او بیا وايي، چې دا د صدیقي مغالطه ده، چې پسرغښتواله په مډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم کې شامل تمایل ګڼي.
موږ چې د حمزه کوم بیت د بین المتنیت له مخې لنډ تشریح کړی. چې دا د پسرغښتوالې تمایل و؛ نو هلته مو د رغښتوالې د دې تمایل د یادونې ترڅنګ د فورمالېزم عمومي یادونه ورسره کړې وه، چې مثلا که د فورمالېزم په کوم بل تمایل یې هم تشریح کړو؛ نو بیا هم دا په مډرنېزم کې راتللی شی. خو لیکوال داسې ګڼلې، چې ګواکې زه یې تفکیک نشم کولای او بیا دا خبره چې پسرغښتواله په مډرنېزم کې مغالطه ده؛ زه بیا حیران یم، چې پسرغښتواله څوک په مډرنېزم کې مغالطه بولي، دلیل به یې څه وي؟ مګر دلیل نشته.
د مډرنېزمونو اصطلاح چې ما یوازې (ایزم) د لفظي سپما لامله د جمعه په (ایزمونو) اړولی، لیکوال ته بېخي نااشنا ښکاره شوی ده. بلکې زما په وجه یې ایزم بد راغلی؛ خو دا اوس په قاعدې اوښتی، زه که هر وار د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم پر ځای لنډه مډرنېزمونه ووایم. څه قباحت دی؟ لیکوال چې په کومو اړوندو اصطلاحاتو پسې ورستاړي تړلي، نه یوازې بې ضرورته دي؛ بلکې لفظي سکتې هم پکې محسوسېږي. اما که مثبتوالی پکې و او کوم لفظي مشکل هم نه و؛ نو ژبه خو زموږ خپله ده، بیا نو ساختیاتونه که سم نه راځي؛ نو  رغښتوالې او پسرغښتوالې ته که د جمعه په ورستاړي (رغښتوالې) وویل شي؛ نو کوم هویت او پېژاند یې مسخه شو؟
په هر صورت د لیکوال په دې ځوابیه لیکنه کې ډېرې نورې داسې خبرې هم دي، چې زه یې ناسمې اخیستنې بولم؛ خو دا یو څو مې د ښاغلي ارمان په غوښتنه ځکه ځواب کړې، چې ګواکې مهمې دي، حال ده، چې زموږ په څېر خوارې ژبې د دا ډول بحثونو نورې ډېرو ناویلو خبرو ته هم اړتیا لري. د ژبې او فرهنګ ګټه په دې کې ده، چې مهم بحثونه پکې په خورا رښتېنې مکالمې ترسره شي. زموږ د اجتماعې مکالمې کلچر چې خورا کمزوری دی، د دا ډول سمو او ناسمو اخیستنو او قضاوتونو په برخه کې هر اړخیزه ګوزارې ته اړتیا ده؛ تر څو وکړای شو، چې په رښتینې مانا د علم او عرفان جوهر وپېژنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب