عبدالباري جهاني
شاعره ستا دي د اولاد په سر قسم وي وایه
ته به هم کله په مورچل کي ځان په وینو سور کړې ؟
ته به هم خپل ټاټوبی سور تنور کړې؟
ته به هم ومنې پر خپله مېنه
خپل ښایسته او نازولي بچي
هغه په سیوري کي روزلي بچي
تا ته تر ټول جهان ښاغلي بچي
یتیمي اوښکي ګرېوانه ته توی کړي
او یا په سر غرمو کي تږي لالهانده ګرځي
مورکۍ دي بوره، خور دي وراره، ناوې کونډه پاته
مېنه بربنډه پاته
د ژوندانه ونه دي شنډه پاته
کور ته دي سره جنازه راسي یا لېوان دي وخوري
د غم کمبله دي هواره کور دي ساندي وخوري
یا دي باروت یا دي مرمۍ د زړګي مراندي وخوري
شاعره تا لا د باروتو زور لیدلی نه دی
ستا خپل کورګی پکښي سوځلی نه دی
د مرګ پر پوله دي زخمي سرباز لیدلی نه دی
پر زکندن دي پوښتېدلی نه دی
هغه خپل حال درته ویلی نه دی
« د جنګ خوږې خبري
ساعت یې تریخ » تا آزمېیلی نه دی
هغه په وینو کي لت پت ها نازولی زلمی
ستا د شعرونو حماسو هغه ښاغلی زلمی
هغه په ونه دنګ او ښکلی زلمی
پرون په ویړه خوله له کوره راوتلی زلمی
نن یې پر وچو شونډو مسته خندا نه ښکاریږي
ساه یې ورکړې ده بې واکه پروت دی
پر شهید مړي یې په سره دښت کي مچان بوڼیږي
پر نیمه شپه به یې په سرو غوښو لېوان مړیږي
سبا به ستا هم وي له یاده تللی
شاعره خدای ته ګوره!
د خدای دپاره! حماسې مه لیکه
نور د جنګونو ترانې مه لیکه
د میوندونو خیبرونو افسانې مه لیکه
د ملالۍ له خولې ټپې مه لیکه
نور دا زخمې زخمي سوځلې خاوره
دا زما او ستا د پلار ښاغلې خاوره
دا د پښتون او هزاره په نوم ختلې خاوره
دا د زمان له توپانونو راوتلې خاوره
دا حوادثو آزمېیلې خاوره
د ازل هېره په نصیب خواره لیکلې خاوره
له جنګو ستړې ده آرام غواړي
سیوري ته سوړ د کوثر جام غواړي
شاعره ستا څخه د نوي ژوند پیغام غواړي
شاعره ږغ مي در رسیږي کنه؟
دا زما فریاد اورېدل کیږي کنه؟
ستا هم پر زړه باندي لګیږي کنه؟
هغوی چي جنګ غواړي له وینو پړسېدلي ګرځي
پر دې دنیا په جنتونو کي ښاغلي ګرځي
په بنګلو کي نازېدلي نازولي ګرځي
د شهیدانو به پر ګور خاوري خزلي ګرځي
بس د شاعر په حماسو کي به منلي ګرځي
د وطن لوڼي به سرتوري وي بې کوره به وي
پښې به یې لوڅي وي په سره ژمي بې اوره به وي
ماته مي خپله پخوانۍ سندره یاده سوله:
« له آدمه تر دې دمه دغه یو قانون چلیږي
هوښیاران یې ثمره خوري ساده ګان قرباني کیږي»
د ۲۰۲۱ کال د جولای د میاشتي شپاړسمه، ویرجینیا.
Amazing that others are aiming to conquer other light years away planets while an old fashion poet taken the easy way out still stick with very by gone era poetry. Seems to me that longing to become “BaBa” is too tempting.