جمعه, اپریل 19, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

۱۸ مه برخه
(افغانستان، پارس او ماوراءالنهر ۹۱۰ – ۹۶۱ ز – ۲۷۹هـ)
استاد شهسوار سنګروال
د افغانستان صفاري دولت د ټول افغانستان خپلواکي نه يوازې وساتله بلکې ديوې نوې ادارې تشکېل او ديوه حکومتي جوړښت بنسټ يې هم کېښود.
د يعقوب ليث په ټولواکمنۍ کې سربېره له سيستان، زابلستان، کابلستان، تخارستان، بلخ او د اوسني افغانستان سيمې شاملې وې بلکې د ايران نيشاپور، کرمان، فارس، طبرستان، خوسستان، او يو شمېر نور ولایتونه هم د ده تر واک لاندې وه.
معتصم باالله د بغداد خليفه د ده له واک او ځواک نه ووېرېد، نو کوښښ يې وکړ چې د ده په وړاندې د طاهري کورنۍ يو تښتېدلی لمسی له يوې خوا او «نعر بن احمد» ساماني له بلې خوا د صفاريانو په ضد ولمسوي.
په پای کې اسمعيل ساماني نه يوازې عمرو بن ليث بغداد ته لاس تړلی ور واستوو بلکې د طاهر بن محمد بن عمرو واک ته يې هم د پای ټکی کېښود.
د سامانيانو د کارنامو ستاينه چې څومره په ماوراءالنهر کې شوېده په افغانستان کې دومره ندي ستايل شوي، ډېر تاريخپوهان او سيلانيان چې د دوی د واکمنۍ په مهال هلته تللي دي. د دوی د پرمختګ ستاينه يې کړې ده.
«اصطخري چې کله د دوی دربار ته ورغی نو وې ليدل چې ماوراءالنهر د نورو هېوادو په پرتله په سوداګريزو چارو، د لارو او پلونو په جوړولو او د کرهڼې له پلوه يو پرمختللی هېواد دی.
ده چې خپل کتاب په همدغه مهال ليکلی دی کاږي (۲۲۸ – ۳۰ مخونه) چې د سامانيانو په مهال د لس زرو په شاوخوا کې د مسافرو او سوداګرو لپاره تم ځايونه (رباطونه) جوړ شوي وه. دغه ترکي پاچاهان په سيمه کې مخی نه لري.»([1])
دا چې د دوی د کړو وړو ډېره برخه په ماوراءالنهر کې تېره شوې ده د دې يو لامل دا وه چې په دغه مهال، که د بېلګې په توګه طاهريان او صفاريان ياد کړو افغانستان د يوې سترې پلازمېنې په توګه د ايران او ماوراءالنهر د واک او ځواک ټاټوبی وه.
افغان واکمنو خپل استازي يا حکمرانان هلته ټاکل نو ځکه خو طاهريانو ماوراءالنهر د «سامان» کورنۍ ته وسپاره او د هغې ټولې سيمې ماليه به يې د وخت افغان پاچاهانو ته رالېږله.
د ساماني کورنۍ بنسټ د سامان (سامان خداه) لخوا اېښودل شوی دی چې په بلخ کې استوګن وه. دی د بلخ واکمن وه او د زرتشتي دين پيرو.
د مامون الرشيد په وخت کې «اسد» د خراسان حکمران وټاکل شو. نوموړي د سامان سره د دوستۍ اړيکې ټينګې کړې. (۸۱۲ ز کال) چې له بابته يې مسلمان شو.
يو شمېر څېړونکي انګېري: «سامان څلور زامن لرل چې هر يو نوح، احمد، يحيی او الياس د مامون الرشيد په وخت کې د واک څښتن ول.»([2])
زما په اند دلته يوه تېروتنه ترسترګو کېږي او هغه دا چې د سامان زوی اسد نومېده. ده دا نوم ځکه پخپل زوی کېښود چې دی د خراسان د حکمران «اسد» له برکته مسلمان شوی وه. همدغه اسد بيا څلور زامن لرل چې د عباسيانو د واکمنۍ په مهال نوح په سمرقند کې، احمد په فرغانه الياس په هرات او يحيی په «چاچ» کې وټاکل شول.
د الياس زوی ابراهيم د طاهريانو د واک په وخت کې يو پياوړی سپه سالار وه. د احمد له مړينې وروسته (۸۷۴ ز) زوی يې نصر د ده ځای ناستی شو چې خپل ورور يې اسمعيل د بخارا حکمران وټاکه.
اسماعيل په لږ وخت کې دومره واکمن شو، چې خپل ورور يې له مينځه يووړ ماوراءالنهر او خراسان يې پخپله ولکه کې راووست.
صفاريان له يوې خوا د بغداد د خليفه په وړاندې ودرېد او له بلې خوا يې سامانيانو سره د طاهريانو په څېر چلند ونکړ، نو ځکه خو د دوی تر مينځ خپل مينځي اخ و ډب دې کچې ته ورسېد، چې د صفاريانو په وړاندې يې د خپلواکۍ اعلان وکړ او عمرو ليث صفاري يې بغداد ته واستوو.
د سامانيانو د کورنۍ د واک بنسټ اېښودونکی اسماعيل له تخارستان نه را واخله تر مروې او له هرات نه د ايران تر شمالي او شمال ختيځو پورې سيمې، هماغسې د ګندهارا هېواد پخپله ولکه کې راووست او ماوراءالنهر خو د ده د واک اصلي ټاټوبی وه.
«دسامانيانو پلازمېنه کله بلخ او کله هم بخارا وه. د دري ادبياتو نظم او نثر د لومړي ځل لپاره د سامانيانو په پېر کې وده وکړه او رودکي د دې مهال نامتو شاعر ګڼل کېږي. د نثر مهمه بېلګه يې د «بلعمی تاريخ» دی او د شاهنامې د نظم بنسټ هم ساماني پېر کې اېښودل شوی دی.»([3])
د محمد زوی د عبدالله بلعمي لمسی د دري ژبې د «تاريخ طبري» ژباړن د دغه پاچا وزير وه.
له اسماعيل نه وروسته زوی يې احمد پاچا شو،نوموړی ډېر ژر په (۳۰۱ هـ ۹۱۴ ز) کال د خپلو غلامانو له لاسه ووژل شو.ولې زوی يې نصير چې اته کلن وه پاچا شو او د ده تربور منصور د اسحق زوی ځکه په خراسان کې پاڅون وکړ، چې ځان يې د پاچاهۍ وړ ګاڼه او سيستان کې حسين علي مروزي يې هم د ځان ملګری کړ. خو منصور يو ناڅاپه په نيشاپور کې ومړ او حسين علي د نصر ساماني له سپه سالار احمد بن سهيل له لاسه په (۹۱۸ ز – ۳۰۶ هـ) ماته وخوړه.
له نصر (۹۴۲ ز – ۳۳۱ هـ ومړ) نه وروسته زوی يې نوح پاچا شو. ولې د ده په وخت کې سامانيان مخ په ځوړتيا روان شول. له ده وروسته د ده زوی عبدالمالک (۹۵۴ ز کال) پاچا شو.
د ده د واکمنۍ په مهال هم د سامانيانو واک تر ګواښ لاندې وو،خو کله چې دی ومړ (۹۶۰ ز کال) او زوی يې نصر بن عبدالمالک واک ته ورسېد. د عبدالمالک ورور منصور بن نوح د ده په وړاندې ودرېد.
که څه هم الپتګين او محمد بلعمي د مخه هم کوښښ کاوه، چې د سامانيانو واک وژغوري. ولې خپل مينځي اخ و ډب ورورو د دوې سلطنت کمزوری کړ.
د مالياتو دروند پېټی هم د دهقانانو په اوږو بار وه، نو ځکه خو دهقاني پاڅون ته لاره پرانستل شوه. يو شمېر سيمه ييزو واکمنو او سپه سالارانو هم پاڅون وکړ، چې موږ په دغه لړ کې نامتو سپه سالار الپتګين يادولی شو، چې غزني ته راغی او دلته يې د خپل واک بنسټ کېښود.
له يوې خوا د سلطنتي کورنۍ د غړو تر مينځ ناخوالې وې، او له بلې خوا د ابوالحسن سيمجور، چې د خراسان سپه سالار وه او د دربار وزير عبدالله عتبي (دی هم په ابوالحسن مشهور وه) تر مينځ اختلاف نورې ډېرې ستونزې را مينځته کړې، چې په پای کې د دربار ترکي غلامان او نظاميان ورورو واکمن شول.
د دې پېښو پايله دا شوه چې د هېواد ځنې برخې ووېشلې شوې. نيشاپور، بلخ او هرات د بېلابېلو زورواکو په لاس کې کېووت.
يوه نامتو کورنۍ «ايلک خانيه» چې د فرغانې په جنوب کې استوګن وه، د نورو ترکي قبايلو په څېر په لسمه پېړۍ کې د اسلام سپېڅلی دين ومانه له فرغانې نه را واخله د چين تر پولو پورې دوی هم د يوه حکومتي جوړښت بنسټ کېښود.
د ايلک خانيه واکمن «بغرا خان» د ساماني دولت پلازمېنه بخارا يې ونيوله او دويم نوح په ۹۹۰ ز کال وتښتېد او ماوراءالنهر د دوی په واک کې راغی. که څه هم د «بغراخان» له مړينې وروسته ساماني نوح بيا واک ته ورسېد. غزنوي سبکتګين ډېر کوښښ وکړ چې د سامانيانو واک وژغوري خو په پای کې «ايلک خان» پلازمېنه ونيوله او په ۹۹۹ کال دويم عبداالمالک د ده په لاس پرېووت تر هغې چې په زندان کې ومړ.
د سامانيانو نهو تنو پاچاهانو لومړی په ماوراءالنهر او وروسته بيا په افغانستان او ايران (۸۹۰ -۱۰۰۰ ز) خپل واک او ځواک ته پراختيا او پرمختيا وبښله.
که څه هم غبار دغه نېټه له ۸۷۴ نه راواخله تر ۹۹۹ ز پورې ښودلې ده:
«د ساماني دولت بنسټ چې په ۸۷۴ ز کال د امير نصر بن احمد سامان لخوا کېښودل شو تر ۹۹۹ ز کال پورې دوام وکړ.»([4])
د يوې پېړۍ په شاوخوا کې چې کوم پرمختګونه د سامانيانو د واکمنۍ په مهال شوي دي دپام وړدي. لکه د کرهڼې وده، د ورېښمو صنعت، د کاغذو جوړولو صنعت، د يو شمېر معدني توکو ايستل، د سوداګريزو هڅو پراختيا، د قالين ابدلو صنعت، او په لسګونو نورې هڅې د يادولو وړ دي.
 د سامانيانو د واک په مهال شعر او ادب ته ځانګړې پاملرنه وشوه او د يو شمېر پوهانو شتون چې موږ ابو فضل محمد بن عبدالله بلعمي، رودکي، ابوعلي محمد بن ابو فضل بلعميد تاريخ طبري ژباړن، ابو عبدالله بن احمد او په لسګونو نور پوهان، شاعران او هنرمندان د بېلګې په توګه يادولی شو، يو بل ستر لامل وه چې د سامانيانو پېر ته يې ځلا وبښله.
دري ژبه د سامانيانو په دوره کې کشف شوه او نظم ا و نثر کې ډېر اثار وکښل شول…»([5])
لـــه غـزنويـــانــو دمخــه څو بېلګې
د سامانيانو د واک په مهال په ځانګړي ډول د دوی د واک په ورستيو کې يو شمېر سيمه ييز واکمن د واک ډګر ته را ووتل.
د يو شمېر تاريخپوهانو په اند لکه ابو فضل علامي په ايين اکبري، (۱۰۰۶ هـ) نعمت الله هروي په مغزن الافغاني (۱۰۱۸ هـ)، سليمان ماکو (۶۱۲ هـ)، اخون دروېزه (مخزن الاسلام ۱۰۴۸ هـ)، شيخ امام الدين خليل (۱۰۶۰ هـ مړ) او نورو د غرغښت، بېټني او سړبن په اړه ډېر څه ليکلي دي.
له يادو شوو ليکنو پرته کورنيو او بهرنيو څېړونکو هم دا منلې ده چې دغو درې واړو د (۲۵۰ – ۳۰۰ هـ) د افغانستان د غور نه راواخله تر سليمان غره پورې په بېلابېلو سيمو کې روحاني واک او ځواک درلود.
دا د دوی د روحاني اغېزې يادونه ده، ولې بهرنيو څېړونکو د پښتنو د استوګنځي په اړه د سليمان شاوخوا سيمو ته هم ګوته نيولې ده، چې موږ په دې اړه د روسي نامتو څېړونکي برتولد (۱۸۶۹ – ۱۹۳۰ز) څرګندونو ته تم کېږو:
«د سليمان د ختيځو او لوېديځو غرو په لمنه کې افغان وګړي استوګن وه. له تاريخ نه پخوا پېر نه نيولې د اسلام تر راتلو پورې دلته مېشت ول، چې ځانونو ته يې پښتون (پختون) وايه چې هيرودوت د پکتيانو په نوم ياد کړي دي. دغه پښتانه د غزنويانو او غوريانو د واکمنۍ په مهال خپلواک ول.»([6])
ميجر راورټي د نامتو څېړونکې بيلو د يوې تېروتنې په اړه داسې انګېري:
«دا د ليکوال تېروتنه ده، پښتانه د سليمان په غرونو کې اوسېږي او دوی يوازې په لوېديځه اسيا کې د سليمانيو په نوم نه يادېږي، بلکې په شمالي او ختيځه اسيا کې هم په دغه نوم يادېږي.»([7])
که د ميجر راورټي موخه له دغې يادونې نه د «سليمانيو» نوم وي خبره يې سمه ده او که چېرې د پښتنو يواځنی استوګنځی د سليمان غرونه ګڼي، نو لکه څنګه چې «بېلو» تېروتی دی دا رنګه دی هم. دا ځکه چې پښتانه له غورستانه را واخله تر
مروې، زابلستان او کابل پورې ودان ول. د غزنويانو او غوريانو د واک په مهال يو پياوړی ټبر وه.
«غزنويانو او غوريانو د پولو له کرښو څخه د خپلو پښتنو (افغانانو) په ځانګړي ډول د غلجي لښکرو په مټ واوښتل او را واوښتل.»([8])
هره خبره چې وي ويبه خو د غزنويانو مهال نه د مخه پښتانه له غور نه تر زابلستان، د سليمان د غرونو په لمنو او ان تر سيند او ملتان پورې د واک څښتن ول.
پوهاند حبيبي د عبدالرزاق سمرقندي له انده په خپل کتاب کې داسې کښلي دي:
«په غزني او برمل کې د «افغان خرشواني» په نامه د خرښبوني پښتنو يادونه کړې ده.»([9])
له پښتنو پرته يو شمېر نور سيمه ييز واکمن هم وه چې موږ په دغه لړ کې «فريغونيان» يادوو. دغه کورنۍ په يو شمېر سيمو کې له پښتنو سره ګاونډيان ول.
دغه سيمه ييز واکمن ټبر، د افغانستان يو شمېر شمالي سيمې په واک کې لرلې. په غور کې هم د دوی يو استازی د »غورشا» په نوم ياد شوی دی. دغه وګړي د دريمې لېږدي پېړۍ په شاوخوا کې په پخواني جوزجان (ګوزګان) کې استوګن او واکمن ول.
احمد بن فريغون د دې کورنۍ يو ناتو شخص وه او امير احمد فريغوني د صفاري عمرو لیث لخوا د بلخ حکمران ټاکل شوی وه.
له صفاريانو وروسته دغې کورنۍ له سامانيانو سره هم د خپلوۍ اړيکې درلودې.
د دغو سيمه ييزو واکمنو د لړۍ بله کورنۍ «باينجور» نومېده چې په تخارستان، ترمذ، اندراب، پنجشېر او خلم کې د دريمې پېړۍ په شاوخوا کې د واک څښتن ول.
د دې کورنۍ نامتو حکمران داود بن الياس نومېده چې په ۲۳۲ هـ کال کې پخپل نوم سکه وهلې ده خو د صفاري يعقوب ليث له لاسه يې ماته وخوړه او بلخ يې ترې ونيو.
د «باينجور» د کورنۍ د واک يوه بله سيمه اندراب وه، خو کله چې دوی کمزوري شول د «اندراب اميرانو» پنوم يوه بله وړه سيمه ييزه کورنۍ مينځته راغله، چې په ۳۵۹ هـ شاوخوا کې واکمنه وه. ښايي دا هغه اميران وي چې د بدخشان له اميرانو سره په تړاو کې وه او د کوشانيانو پايڅوړي ګڼل کېږي.
په دغه مهال يوه بله سيمه ييزه کورنۍ «جغان» وه چې دا د يوې سيمې نوم دی چې له امو نه پورې غاړې د تاجکستان برخه ده.
دغه کورنۍ د «۳۰۰ هـ» په شاوخوا کې د «چغان خدات» په نوم حکومت کاوه. د دې کورنۍ نامتو شخص «امير محتاج» نومېده او د امو رود په دواړو غاړو کې د هندوکش تر لمنو پورې د واک څښتن ول.
د سيمه ييزو واکمنو په لړ کې يوه بله کورنۍ «سيمجوريان» نومېده، چې مشريې ابو عمران سيمجور نومېده نو ځکه يې کورنۍ په دې نوم ياده شوه.
دی د احمد بن اسماعيل ساماني لخوا د سيستان حکمران وټاکل شو (۲۹۸ هـ). وروسته «ری» ته لاړ.
له ده نه وروسته زوی يې ابوعلي ابراهيم د يوه سيمه ييز واکمن په توګه د مرو، هرات او نیشاپور حکمران وه.
له ده وروسته زوی يې ابوالحسن محمد او د ابوالحسن زوی ابوعلي محمد مظفر د هرات حاکم وټاکل شو.
وروسته يې نيشاپورونيو او سکه يې هم په خپل نوم ووهله او د ساماني پاچا امير نوح په وړاندې پاڅون وکړ.
څرنګه چې سامانيان کمزوري شوي وه. د دې وس يې نه درلود چې ده ته ماته ورکړي. خو دا هغه مهال دی چې غزنوي سبګتګين او زوی يې غزنوي محمود د خپل واک د غځولو لپاره په ابوعلي بريد وکړ او په پای کې ونيول شو او د ګرديز په زندان کې (۳۸۸ هـ کال) ومړ
[1] – اصطخري ابوالاسحق ابراهيم مسالک الممالک ۱۳۴۷ هـ ايرج افشار تهران ۲۲۸ – ۲۳۰ مخونه.
[2] – ژوبل محمد حيدر تاريخ ادبيات افغانستان ۵۱ مخ.
[3] – همدغه اثر ۵۱ – ۵۲ مخونه.
[4] – غبار مير غلام محمد افغانستان… ۹۸ مخ.
[5] – همدغه اثر ۹۹ مخ.
[6] – بر تولد جغرافيه تاريخي ايران ۱۳۱ – ۱۳۰ مخونه.
[7] – Notes on Afghanistan and BaluChistan: P. 527.
[8] – Sir Olaf Caroe Pathans. P. 259
[9] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۱۴۲ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب