جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د مرحوم نصیراحمد احمدي په یاد

د مرحوم نصیراحمد احمدي په یاد

اسدالله بلهارجلالزی. – غزني

د مرګ خبريي سخت ودردولم. هیڅ مې باور نه کیده، زه د هرچا په مړینه خپه کیږم او له سترګو مې اوښکې ځي، خو غږ مې نه پورته کیږي. یوځلې چې  کله د خپلې مرحومې مور قبر ته ودریدم. نو ژړا رانه په زوره شوه او دا ځل د مرحوم احمدي صاحب د مرګ په خبر ژړا رانه په زوره شوه،جنتونه ځای شه.

 ټول ژوندي ساری د مرګ مزه څکونکي دي.

غواړم په دې لیکنې کې له احمدي صاحب سره د څو شیبو خاطرې درسره شریکې کړم.

په (مینه) کیسه کره کتنه

 په کابل کې مې دافغان ادبی بهیر په یوه غونډه ګډون کړی و. هالته یوځوان راغی په اوږه يي لاس را کیښود بیا يي راته کړه. جلالزی صاحب په خیر راغلی يي. له روغبړ وروسته یي راته وویل نصیریم.

احمدي صاحب ما له دې نه مخکې نه و لیدلی. خو له نوم او لیکنو سره يي اشنا وم. ما فکر کاوه چې احمدي به د پاخه عمر خاوند وي. خو زما د ګومان په اپوټه احمدي صاحب ځوان او تر ما کشر و. نو مې ورته وویل:

ـ ډیر ښه وشوو چې سره مخامخ شوو. زه چې کله غزني را روانیدم نو له ځان سره مې پریکړه کړې وه چې دا ځل به دې وینم . خو دا ښه کار وشو چې زه له ډیر کړاوه  وژغورل شوم او ته مې دلته وموندلي. په شونډوانو کې موسکی شو. ښه په ورین تندي يي راسره روغبړ ته دوام ورکړ، څو شیبې وروسته غونډه پیل شوه او احمدي صاحب د مینې په نوم لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کړه. د کیسې له لوستلو وروسته یوازې مصطفی سالک صاحب د یوې کلمې په اړه ( پرده چوله شوه) څه وضاحت وغوښت. چې په خپله احمدي صاحب او استاد غضنفر ورته وضاحت ورکړ. نورو  ګډون والو تر ډیره په کیسې کې د منظره کشي، دیالوګ، کرکتر، جوړښت او… په اړه مثبت نظرونه لرل او کیسه يي وستایله. له ده وروسته هم غونډې دوام وکړ. خو کله چې غونډې پای ته ورسیده، احمدي صاحب تر لاس ونیوم اوراته يي کړه. نن دوري د موژ خواته ځو. څو چې ما له ده سره د موافقې خبره کوله یونس برهان را ورسیده او احمدي صاحب ته يي وویل: کاکاجې زموږ په کوټه کې لکړه اچولي ده. احمدي صاحب ورته وویل تاسو او دی ټول به زموژ کوټې ته ولاړ شو. خو برهان ورسره ونه منله او سره بیل شوو

داسړی به د ویاړ نوم پریږدي

موږ څو یارانو په غزني کې پښتو ژبې ته د خدمت په پار د لومړي ځل له پاره د لونګ په نوم د یوې میاشتنۍ د خپریدو تکل وکړ. نو د دې کار له پاره مو باید لومړۍ د نورو لیکوالو، شاعرانو او قلموالو سره لیده کاته کړي وای.چې دا همغږې په غزني کې ما له ځینو لیکوالو لکه استاد محمدګل کوچي، مرحوم استاد رحمت الله طبیبزاده او… سره وکړه. غونډه مو باید غزني کې کړي وای. یونس برهان صیب او همیم صاحب له کابله او له کندهاره ځینې لیکوالان رابللي و. د کابل دوستانو کې احمدي هم راغلی و. له کندهاره هم غوث الدین فروتن راغلی و. غونډه مو د ښار په یوه هوټل کې جوړه کړه. ملی سرود شو. ویناوې شوي. په وینا والو کې یو هم احمدي صاحب و. لنډې خبرې يي وکړي خو شمیرلې خبرې وي. ادب او پښتو ژبې د ودې په چاره کې د قلموالو د رسالت او دین په اړه رڼا واچوله. کله چې غونډه پای ته ورسیده . دی بیا د معمول په څیر قره باغ ته روان شوو. نور وروڼه هم په خپله مخه ولاړل. زه او استاد کوچي سره پاته شوو. استاد کوچي راته کړه. ګړدیه! دا د قره باغ ځوان خو راته  خورا سنګین، دروند او د ډیر ښه استعداد خاوند ښکاره شو. ما ورته وویل: هو استاده دا خو نصیراحمدي دی.

ـ زه يي نور نه پیژنم خو دومره درته ویلای شم چې دا سړی به په پښتو ادب کې یو د ویاړ نوم پریږدي.

اوس چې ګورم همداسې وشول.

احمدي د خپلوملګرو په حق کې مهربانه و.

کلونه وړاندې مې یوه ورځ  په ناڅاپې ډول په جیب کې تلیفون وشرنګیده. زه يي په تڼۍ کیښکلو هم سم نه پوهیدم، خو په خوراۍ مې وکولای شول چې هماغه مقصدي تڼۍ کیکاږم . له بلي ویلو سره يي راته وویل: سلامونه جلالزی صاحب – نصیر یم غزني ښار ته په لاره کې یوو. میلمانه راسره دي. ته چیري يي موږ په زیارتونو وګرځوه!  ما ورته وویل ـ د غزني رادیو کې یم

–  نوچې در ورسیدو زنګ درته کوم.

– سمه ده په خیر راشۍ. ښايي نیم ساعت به لا نه و. تیر شوی چې یو تونس ډوله موټر د رادیو مخي ته وردیده. ګورم چې احمدي صاحب ترې نه راکوز شو. په دغه وخت کې حفیظ الله همیم هم را ورسیده. په موټرکې یوبل ځوان  هم و، چې په خوستۍ لهجه يي خبرې کولې او د موټر شترنګ ته ناست و. د شا په سیټ کې هم دوه میرمنې ، چې د احمدي صاحب له را کوزیدو سره دوئ هم له موټره را کوزې شولې. زه او همیم صاحب يي دوۍ ته ور وپیژندو. بیا يي دوه میرمنې را و پیژندې.
ـ دا صفیه حلیم او دا بله هم ملالۍ شینوارې ده. موږ نو ټول په یوه ځای کې دنده لرو. او کمال سادات په خوست ولایت کې د بي بي سي رادیو خبریال … په ټوله کې موږ د یوې ادارې خلک یوو. بس نو موټر ته ورسره پورته شوو. ماته يې کړه:
ـ لومړی د سلطان محمود زیارت ته ځو!

– هغه زیارت خو مو په لاره کې و. ولي نه ورګرځیدئ. ده په خندا راته وویل: موږ دا ښه وبلله چې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست یو څوک را سره وي. دلته خو ډیر زورور خلک حکم چلوي. هسي نه چې لانجه راته جوړه شي. ما ورته وویل: د هغوو زور خو نو زه هم نه لرم. سادات صاحب بیرته د روضي په لور موټر کوږ کړه.

ـ یعني بیرته د کابل په لور؟

ـ هو د کابل په لور!…

په څو شیبو کې د سلطان محمود غزنوي زیارت ته ورسیدو. نو هالته چې به کله صفیی حلیم، یا شینواري او یا هم کمال سادات  د زیارت او سیمې په اړه کومه پوښتنه کوله، نو ما به  احمدي صاحب ته د درناوي له کبله هڅه کوله چې ځواب يي دی ورته ووايي: خو ده به ما ته مخ را واړاوه بیا به يي په موسکینو شونډو راته وویل: ـ پیره! ته یا هیمیم صاحب ورته ځواب ورکوئ. له دې امله چې دوۍ داسې ونه انګیري چې غزني کې نورڅوک نسته.*  ترناوخته ورسره د غزني په ځینو تاریخي ځایونو وګرځیدو. بیا يي له موږ نه هیله وکړه چې  له دوئ سره  قره باغ ته ولاړ شو. زه او همیم صاحب ورسره نه ولاړو او دوئ د قره باغ  په لوري وخوځيدل.

نوټ:* احمدي صاحب د خپلو ملګرو په حق کې هم ډیر مهربانه و.  ده په یو ډول غوښتل خپل ملګري ډګر ته را وباسي، مطرح يي کړي او ورته موقع ورکړي.

 ستر ناول لیکواله اروا دې ښاده

******

له کور اوکلي سره پرېکون خوند نه را کوي

په غزني کې د سنايي اونیزې په دفتر کې په اونیزه کې د دلیکنو په اصلاح او ایډیټ بوخت وم. د دفترهمکار مې سیداسمعیل جهانګیر له د باندې څخه راغی راته يي وویل: جلالزی صاحب؛ یک جوان به اتاقت امد و فکر میکنم که منتظر تواست. زما د کار او اوسیدو کوټې په یوه دهلیز کې وې. له دفتر نه را ووتم. کله چې مې د کوټې دروازه بیرته کړه. ګورم چې احمدي صاحب ناست و. ورته خوشحاله شوم. له جوړپخیر وروسته یی راته وویل: ماته د قره باغ اډه کې ورور  انتظار دی. اوس له کابله راغلم ما په کابل کې د را روانیدو په وخت کې  له ځانه  سره جوړه کړې وه. چې تا به هم وینم. دادی ومې لیدلې. په همدې شیبه کې يي خواته ایښې پاستیکې کڅوړې ته لاس کړ. څو عنوانه کتابونه يي را ویاستل. چې یو په کې ( فلسفه کې تلپاتې څیرې ) و. دا مې هم تاته راوړل. ما چې هر څومره ورته د ډوډۍ خوړو  ست وکړ. ده ویل بس لیدل مې دې مقصد و. ما ورته وویل: اوس نو کلي ته روان يي؟

ـ هو ولا کلي ته ځم.

ـ د ا ناامني او جنګونه ګوره او ته کلي ته ځي. مه ځه!

ـ جنګونه خو نو نه ورکیږي. پټان لالا ته  له جنګه پرته بل کمال، کمال نه ښکاریزي. خو له کور او کلي سره پریکون خوند نه را کوي. ته هم له کور او کلي سره اړیکې مه پرې کوه. بیا مو او بل ته د خدای پامانۍ په دود لاسونه سره ورکړل. او دی روان شو.

******

احمدي یو رښتنی سړی و.

یوه ورځ يي راته تلیفون وکړ. له جوړ پخیر وروسته يي راته کړه. پیره! زما خو هرغږ تر تا پورې وي.

ـ امر کوه احمدي صاحب؛

ـ هیله کوم. منیراحمد درسره خبرې وکړې.

ـ هو هغه را سره خبرې وکړي زه هم له نیکه مرغه د تذکرو په اداره کې یم او د لور تذکره مې ورکه شوي بله ورته اخلم . نو اوس منیردوئ هم را روان دي. دلته به له نژدې ورسره وګورم. په تلیفون کې يي موضوع راته وویله، ګومان کوم کومه ستونزه به نه وي تذکره ده  په مامورینو به یې جوړه کړو.

ـ پیره ! دوئ خو تاته سمه کیسه نه ده کړي. اصلي ستونزه داسې نه ده لکه دوئ چې درته ویلې. بیا يي کیسه له سره تر پایه راسره شریکه کړه.
ـ خیر ته اندیښنه مه کوه. خو زه فکر کوم . همدا لاره يي چې دوئ ورته غوره کړې ښه ده.
ـ ګوره زه نشم کولای تاته درواغ ووایم. که نه کیده یا یی قانوني جنجال درلود بیا ځان مه زهیروه.

ـ رښیتا خبره به د تذکرو مدیر ته وکړم. ګوندې څه به ونه وايي:

ـ ستا خوښه.

په دې خبرې مو له یو او بل نه خدای پاماني وکړه. البته د دوئ له لیدو مخکې غضنفرصاحب هم راته په تلیفون کې ټوله کیسه کټ مټ لکه څرنګه چې احمدي صاحب راته تیره کړې وه. وویله. هغه ته مې هم وویل: ډاډه یم چې دا ستونزه هواریږي.

شیبه وروسته مې د ده دواړه وروڼو هم پیدا کړل. د زړه راز موسره ووایه، بیا مې اصلي کیسه ورته وکړه. څنګه چې مرحوم احمدي صاحب راته کړي وه.  دوئ هم حیران شوو. وروسته چې کله د تذکرو عمومي مدیرحاجي امیرمحمد احمدزی ته ورغلو. هغه ځان یوې او بلې خواته کاوه. نو مې له ځانه سره وویل: ( په رښتیا ویلو کې خلاصی وي) حاجي امیرمحمد ته مې رښتیا رښتیا وویل. هغه یوه شیبه ارام ناست و.

بیا يي راته وویل: جلالزی صاحب! ته خو يي ضامن يي؟

ـ هو زه يي ضامن یم.

د حاجي احمدزي په شونډونرۍ موسکا خوره شوه. بیا نو زموږ پاڼه را ته مهر او امضاء کړه.

*****

بوډا اود لیوانو پلونه:

کلونه وړاندې  ما او سیف الله مفتون  په کلید رادیو کې د شپې له خوا د ناولونو د خپریدو په ترڅ کې (بوډا او د لیوانوپلونه) ناول خپراوه. چې د ډیرو اوریدونکو له هرکلي سره مخ شو. یوه ورځ سهار وختي یوچا راته زنګ وواهه، راته يي وویل: جلالزی صاحب زه  سعودي عربستان ته روان یم. لوستی سړی یم. د تاسې په رادیو کې بوډا او د لیوانو پلونه ناول خپریږي. چې زښته زیات خوند راکوي. اوس چې راونیږم نو د نورو برخو اوریدل به يي رانه پاته شي. دا امکان نه لري که دا کتاب راته راکړي. چې بیا یی همالته ولولم. تاسو به کیدای شي بل هم ولرئ.

 ما ورته وویل:

ـ ته اوس چیرته يي؟

ـ زه خو د الجهاد جومات تر څنګ له خپل بکس سره ولاړیم.
ـ زه نیم ساعت کې ځان در رسوم. ته دالته ودریږه.

ـ سمه ده. خدای پامان

ما په المارۍ کې وکتل د احمدي صاحب همدا ناول – زرو- بوړبوکۍ را سره ول درۍ واړه مې له ځانه سره واخیستل.  کرار کرار ور روان شوم. کله چې الجهاد جومات ورسیدم د جومات په دروازه کې مې هماغه ځوان وموند. له جوړپخیر وروسته مې کتابونه ورته ورکړل. سعودي ته روان مسافر دومره خوشحاله شو. چې ماته يي وویل: که دا ټول غزنی دې راکړی وای زه به دومره نه وم خوشحاله شوي. کور دې ودان،  دشپې په کور کې به مې تر ټولود رادیو د داستانونو اوریدو پروګرام ته تلوار او بیړه وه. یو زه داسې نه وم بلکې د کلي ټولو ځوانانو به دا ستاسو رادیو نیوه او د داستانونو اوریدوته به يي ډډې وهلي وي.  بیا به يي سهار له یو او بل سره کیسې کولې.

په دې توګه نو ویلای شم د احمدی صاحب ناولونو نه یوازې په لوستونکو کې مینه وال لرل بلکې په اوریدونکو کې هم په زرګونو مینه وال پیدا کړي ول.

اوس همدومره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب