پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د افغان سفیر لور تر تښتول کېدو وروسته...

په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور تر تښتول کېدو وروسته تر درملنې لاندې ده

تاند (شنبه د سرطان ۲۶) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نامعلومو کسانو په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي خېل تښتولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه پرون جمعه رامنځته شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، آغلې علي خیل کور ته په لاره وه چې د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه اوس د اختطافچیانو له منګولو ژغورل شوې ده.

اعلامیه زیاتوي، اختطافچیانو سلسه علي خېل ربړولې هم ده او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان د دپلوماتانو،‌ د هغوی د کورنیو د غړو او کارکوونکو د امنیت او مصونیت په اړه ژوره خواشينې ښودلې ده او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي، عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، « د پاکستان له حکومت څخه غواړي‌ چې د بین المللي میثاقونو او ژمنو په اساس، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او قونسلګری، د دپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو د بشپړ امنیت په اړې دې لازم او عاجل اقدام وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب