۳ برخه
استاد شهسوار سنګروال
د غوریانو ژبه
دا چې د روایتونو له مخې او د ټبر پېژندنې او نسب پېژندونکو پر بنسټ د غوریانو د نسب شجره د پیشدادیانو د افسانوي پاچا ضحاک (سهاک) پورې رسېږي، سر اولف کیرو هم د هېرودوت له قوله لیکلي دي:
«دوی پرتوګونه اغوستل، اوږدې څوکه لرونکې خولۍ یې پر سر وې، لیندۍ، غشي، تبر، چمنډکونه به یې له ځان سره ګرځول او د سګاریس (sagares) په نامه یادېدل.
دغه وګړي «امورګین توراني» وو، خو د سهاکو په نامه یادېدل، ځکه چې ایرانیانو ټول تورانیان په دغه نامه یادول.
«امورګوساکو» په هغه ژبه خبرې کولې، چې د اوسنۍ «پښتو» اساس دی.»
د پوهاند «ډورن»، الفستن، بیلو او نورو تاریخپوهانو او لرغونپېژندونکو په اند، «د غور وګړي او خلک په اصل کې پښتانه دي.»
بیلو وايي:
«زه په ځغرده وایم، دوی د هغه ټبر اولاده ګڼلی شو، چې په ۱۰۰۹ ز کال یې د سلطان محمود لښکر، چې له هند نه راستون شو او د سترو غنایمو سره غزني ته روان وو، په لاره کې غلزیو (غرجیو) لوټ کړ او بیا په ۱۰۱۰ ز کال کې سلطان په غوسه شو او د دوی په کلا یې برید او یرغل وکړ او ورانې یې کړې.»
د بیهقي د روایت له مخې، چې «بارتولد په خپل کتاب» تاریخي جغرافیه «او هولدیچ (Holdech)» یې هم یادونه کړې ده، لیکي: «امیر مسعود له غوریانو سره د ترجمان په مرسته خبرې کولی.»
بارتولد او هولدیچ هم د دې خبرې پخلی کړی دی: «د غور خلک په خپلې ځانګړې ژبې خبرې کوي او د خراسان له ژبې سره مشابه نه ده.»
بارتولد د اصطخري دغه خبره ردوي، چې ویلي دي:
«د غور ژبه د خراسان ژبه ده.»
ډاکټر اصغر فروغي په کتاب «تاریخ غوریان» کې داسې لیکلي دي:
«د یادو څېړنو پر بنسټ، غوریان او په ځانګړي ډول د دغو سیمو د اوسېدونکو خلکو ژبه له لرغونې زمانې، له ابتدا نه تر پنځمې پېړۍ پورې، په پښتو ژبې خبرې کولې. له هغه وروسته له نورو ګاونډیو سیمو، په ځانګړي ډول خراسان نه، د مسافرو په توګه، د بریدګرو په بڼه را ننوتل او یو شمېر ژبو په دغه ترڅ کې پارسي ژبې غور ته لاره پیدا کړه.»
د غور لرغوني پښتانه
عمومي خبرې: د ویدي او اوستایي پېرونو په سرودونو کې داسې نومونه او وییونه موندل شوي دي، چې د اوسني پښتون له نوم سره تړاو مومي.
ګڼ شمېر تاریخپوهان، لرغونپېژندونکي او ژبپوهان، د دې په اند دي چې پښتون د افغانستان د لرغوني تاریخ د کارنامو یوه ستره غوښنه برخه جوړوي.
علياکبر جعفري د ژبپوه مورګن سترن له انده کښلي دي چې په ویدي سرودونو کې د «پرشو» کلیمه، په اوستایي سرودونو کې «پرشوانه» (پرشانه)، دېته ورته په سنسکریت کې (پرشوانه=پرشانه=پرسوانه) د اوسنيو «پښتانه» یا «پښتون» لرغوني نومونه دي.
د بېستون په ډبرلیکونو کې د لرغونې پارتیا (پرتو=پارتو) نوم د «ت» پر ځای «ث» کښل شوی دی، یعنې:
پارثیا = پرتو.
دلته ګورو چې د ویدي په سرودونو کې «پرشو»، په اوستایي او سنسکریت ژبو کې «پرشوانه، پرسوانه، پرشانه» او د بېستون «پارتیا=پرتو» او د لرغونو اریایانو د یوه ټبر نوم «پارت» یا «پارتیا» (پارتیان) دا او دې ته ورته د هېرودوت «اپاریتی، اپریتي…» (اوسني اپریدي) د ژبپوهنې پر بنسټ ګډه ریښه لري.
احمد علي کهزاد د پارتیانو په اړه په دغو ټکو ټینګار کوي چې:
«پارتیان یوه اریایي څانګه ګڼل کېږي او یو باختري (پکت=پخت=پختیان) ټبر دی، چې په اوستا کې بخدي او په ریګوید کې پکهت یا پخت ذکر شوی او د استوګنې ځای یې «سپیتاګونا کیري (سپین غر)» دی…»
له دې سربېره، په اوستایي پېر کې د «سیریم» اصطلاح هم کارول شوې ده، چې هېرودوت، بطلیموس او نورو لرغونپوهانو پکت، پښت، پکهت، پخت بللي دي.
همدا راز په اوستایي نورو متونو کې د «تور» کلیمه راغلې ده چې توران اصطلاح سیمې ته کارول شوې ده او «تورانیان» چې همدغه ټبر یې ګڼلی دی، د هخامنشیانو په ځینو متونو کې دوی ساک (ساکان)، ساکي، سهاک ګڼل شوي دي، چې عرب لیکوالو بیا همدغه نوم «ضحاک=ضهاک» کړی دی.
په ذکر شوو بېلابېلو لاسوندونو او څرګندونو کې داسې بریښي چې د همغه ټاکلي تاریخ او وخت نوم او انځور به خپل شکل او بڼه کښل شوي وي. د مثال په ډول، هېرودوت په مخزېږدي پنځمې پېړۍ کې داسې په ګوته کړې ده، چې دغه وګړي هغه مهال د ننګرهار او پېښور تر منځ سیمو کې ودان ول او په دې یې ټینګار کړی دی، چې د ننګرهار «پکتیان» د بخدي له خلکو سره په ډېرو کړو وړو کې ورته وو.
ښایي د هېرودوت موخه چې ده په خپلو څرګندونو کې د پکتیان، پختیان او اپریتیان نومونه د بڼې په لږ توپیر کښلي دي، چې په اوسني بلخ (بخدي)، په اوسني پکتیا (پکت) او د اوسني ننګرهار او پېښور تر منځ استوګن اپریدي (اپریتي=اپاریتی) وګړي وو، د اوسنیو نومونو په پرتله همدغه پښتانه وو، چې په باختر، پختیا او ګندهارا کې مېشت او ودان ول.
که څه هم نامتو ژبپوه جورج مورګن سترن «پکتیان» پښتانه نه بولي. ولې دواړه نظرونه ښېګڼې هم لري او تېروتنې هم؛ دا ځکه چې ژبني او تاریخي بنسټونه ډېر ځله کټ مټ یو نه وي، چې ووایو: ۲+۲=۴ کېږي.
د یوې سیمې دوه نامتو پوهانو، چې یو یې نارویژی ژبپوه مورګن سترن دی، د ژبپوهنې پر بنسټ خپل نظر څرګند کړی دی. بل یو «ډنمارکي» تاریخپوه او ختیځپېژندونکی کرستن سن دی، چې د ساسانیانو د تاریخ لیکوال دی. ده د فریدون افسانوي انځور داسې کښلی دی:
«د اشکانیانو په پېر کې، دغه کیسه له ساکانو، نورو اریایي څانګو او قومونو ته تللې ده. ساکیان انګېري، چې د دوی پاچا نړۍ د درې زامنو تر منځ وېشلې وه:
ـ سیرمین، سیریمیان، سیریمه (Sairima)
ـ تویرینه (Tuiryana) (توران)
ـ ایرینه (Airyana) (ایران)
د سریمان اوښتې بڼه «سلیمان» ده، چې وروسته له دې ورڅخه سلیمانخېل جوړ شوی دی. خو په ځینو متونو کې د سلیمان غر اصطلاح هم راغلې، چې کسی غر یې هم بولي او د پښتنو یو ټاټوبی ګڼل کېږي.
په دې اړه سرمحقق دوست شینواري د «راورټي» له قوله لیکلي دي:
«پښتانه د سلیمان په غرونو کې اوسېږي او دوی یوازې په لویدیځه اسیا کې د سلیمانیانو په نامه نه یادېږي، بلکې په شمالي او ختیځه اسیا کې هم په دغه نامه یادېږي، د مثال په توګه د هغه ښکلې ګنبذه چې د کنګا په غاړه په «چونارګړ» کې ولاړه ده، د شیخ قاسم سلیماني په نامه یادېږي.»
ټول اریایي وګړي چې تر ډېره بریده کوچیان ول، دغسې پښتانه هم پوونده وه او د موسم په بدلون به له یوه ځایه بل ځای ته کوچېدل، چې خپلو څارویو او رمو ته د څړ ځایونه پیدا کړي، نو ځکه خو دوی د سلیمان غره شاوخوا ته ودان وو او دغو غرونو او سیمې اوږدوالی، چې پښتانه پکې اوسېدل، شپږ سوه (۶۰۰) کیلومترو ته رسېده.
همدارنګه فیروزکوه د سلیمان د غره په څېر یو بل ستر غر و، چې پښتانه پکې اباد وو.
تاریخپوه کهزاد په خپل کتاب «افغانستان در پرتو تاریخ» کې په دې تړاو لیکلي دي:
«غوري شنسبیانو، چې د حکومت پلازمېنه یې «غور» وو، له تخار، بدخشان او بامیانو نیولې ان تر کشمیر پورې واک درلود.»
په دغه وخت کې تر ډېره بریده د غور اوسېدونکي سوري، لودي (شنسبیان، موهویان) پښتانه وو.
له غوري پښتنو سربېره، له کابله نیولې، غزني، زابل، کندهار، هلمند او ان تر سیستانه پورې د نورو پښتنو په څنګ کې لویکانو پښتنو هم په یادو سیمو کې، لکه د غوري سلطنتي کورنۍ په څېر، د سیمهییز واک څښتن ول.
دلته د پښتنو د استوګنځای دوه سیمې په ګوته شوې، چې یوه سیمه د سلیمان غر او بله سیمه د «فیروزکوه» وه، ولې د دې خبرې مانا دا نه ده چې په نورو سیمو کې پښتانه مېشت او ودان نه وو.!؟
یو شمېر ختیځپوهان او لرغونپېژندونکي په دې اند دي، هغه مهال چې سکندر هند ته په لاره خپل پوځ د لغمان (لمپاکا=لمک=لمکان=لمغان=لغمان) په سیمه کې په دوو برخو ووېشه، د خیبر پوځي ډلګۍ د «هیپایسن (Hepahaestion)» او «پریډیکاس (Predicas)» په مشرۍ مخ په اټک رهي شول او د ستر پوځ مشري پخپله د سکندر په غاړه وه او د کونړ په لاره باجوړ، چترال او سوات ته واوښت.
له نامتو لرغونپوه «ارین» نه، تر مسټر بیلو پورې ګڼو څېړونکو او لرغونپېژندونکو د سکندر د دغه سفر په اړه څرګندونې کړې دي، چې د پښتنو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی وو.
ګڼو څېړونکو دغه وګړي «د سنسکریت د اسواکا (اسوه غانه)، اسپه سي (اسپه زي=یوسفزي)» ګڼلي. ولې دوی داسې نه وو چې یوازې په یوه ټاپو کې اوسېدل، بلکې دوی د چترال او باشګل درې له لارې، ان د سغدیانې له خلکو سره راشه درشه درلوده.
دغه تله او راتله د پامیر له لارې کېده او ښایي د هېرودوت د یادونې له مخې د ګندهارا په سیمه کې د څلورو قومونو شتون، (ستاګېدي، اپریتي، ګنداري او دادیکي)، په دغه لړ کې یو هم «دادیکا» چې غبار د هېرودوت له انده پښتانه ګڼلي دي، د پامیر او ګندهارا تر منځ، چې د سوات او چترال له لارې تګ راتګ کاوه، یادولی شو.
له ګندهارا نه تر سغدانیه پورې، د دغې سیمې په منځ کې د تخارستان پراخه ځمکه پرته وه او ځانګړی جغرافیوي جوړښت یې د پام وړ وو، خو هغه وخت یې ارزښت لا زیات شو، چې «سلوکوس نیکاتور د (۳۰۰) مخزېږدي کال په شاوخوا کې د «اې خانم» ښارګوټی ودان کړ.»
وروستیو څېړونکو د یادو لرغونو ټبرونو په څنګ کې د ګوجرو او راجپوتانو یادونه هم کړې ده او دغه قومونه د لوی افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له پښتنو سره یو ځای اوسېدلي دي، چې موږ سوات، مردان، نورستان، کونړ، لغمان، بدخشان او تخار د ساري په توګه یادولی شو.
سر اولف کارو په خپل کتاب «پتانز» کې د مستر بیلو (Bellew) له قوله داسې لیکلي دي:
«افغانان او راجپوتان د کرکټر، دودونو او رواجونو له مخې سره ورته دي، لکه مېلمه پالنه، پت، عزت، ننګ پالنه، د ملي شرف د ساتنې، مېړانه، ویاړ او غرور.»
د ده د څېړنو پر بنسټ ګوجر د یپتلیانو په خدمت کې وو، اوس هم ګوجر په سوات، دیر، مردان او د ګندهارا په یو شمېر سیمو کې له پښتنو سره یو ځای اوسېږي او تر ډېره بریده د دوی مشر، خان او ملک یو پښتون دی.
په لرغونې زمانه کې یو شمېر قومونه، د بېلګې په توګه یو شمېر قومونه چې په ګندهارا کې اوسېدل، چې یادونه یې په ویدي سرودونو کې شوې ده، چې بیا پروفیسر «رالف ګریفیت» دغه ویدي سندرې په انګلیسي ژبه ترجمه کړې دي او بیا یې خپلې انګېرنې ورسره غبرګې کړې دي. څو بېلګې داسې دي: «پکتهاس، بهالانا، الینا، شیوایان» او نور.
دغه پکتاس ښایي همغه د هېرودوت پکتیس وي، چې په ویدي سرودونو کې پکتاس د خپل ټبر پاچا په ګوته کړی دی او هم یې بل پاچا د تویریانا په نوم نامتو و.
له دې سربېره د نیکا یا، نیسایا، ساکیا نومونه هم یاد شوي دي، چې ځینې د سیمو نومونه دي او ځینې بیا د قومونو.
ختیځپوه «مګ ګورن» په دې نظر دی چې له افغانستانه تر پارس او ان د هند شمالي سیمو پورې د لرغونو سیتیانو اولاده او زوزات ودان وو.
تر اوسه پورې هېڅ تاریخپوه او ژبپوه په ځغرده نه دي ویلي، چې پښتانه لرغوني ساکان وي!؟ که څه هم په اوستا کې د «اسپه» نوم ریښه هم ساکي کې او هم پښتو کې شتون لري.
«د مستر بیلو» په څېر تاریخپوه وایي، په کونړ کې چې کوم ټبر له سکندر سره لاس وګرېوان شول، هغه «اسپه سیان» ول، چې اوسني ساپیان یې بللی شو.
هېرودوت د ساکي مشرې «تومیریس» (زرینه) یادونه هم کړې ده، چې د «سیروس» پوځ یې له منځه یووړ او سرومال درانه زیانونه یې ورواړول.
د مرکزي افغانستان یو شمېر واکمن، له غور او فیروزکوه نه نیولې تر مروې، بامیان، تخار پورې واک درلود، د «شنسب ماهوي» کورنۍ وه، چې دوی په اصل کې د تیزو آسونو درلودونکي او یا «شین اس» څښتن ولس ګڼل کېده، (خوسپس (Khoaspes)، یعنې د ښو آسونو هېواد او یا ښایي «شنسب» د شینسپ، یعنې د «شین اسپ» په مانا وي!؟
د شنسب اولاده، هماغه سوري امیر فولاد پورې رسېږي، چې وروسته د غور ټولواکمنۍ منځته راځي، چې د ټولواکمنۍ پولې له پارس نه تر هنده پورې یقیني دي.
(نور بیا)