تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د کندهار ولایت په عینو مېنه ښارګوټي کې د ټولټال ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د دوو خصوصي پروژو د جوړولو کار پیل شوی دی. په دغو پروژو کې د درملو د تولید یوه فابریکه او یو استوګنیز او سوداګریز برج شامل دي چې د خصوصي سکټور په پانګونه جوړېږي.
د طالبانو د ادارې د معلوماتو له مخې، د «سالم فارما» په نوم د درملو د تولید فابریکې د جوړولو بنسټ د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه کېښودل شو.
هممهاله، په عینو مېنه کې د «شاهانه ټاور» په نوم د ۲۷ پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې هم د ۲۵ میلیونه ډالرو په خصوصي پانګونه پیل شوې دي.
د دغو دوو پروژو د پیل مراسم د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کندهار د طالبانو د والي په ګډون د یو شمېر سیمهییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.
برادر دغه پروژې د اقتصادي، سوداګریزو او ښاري فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو اداره د خصوصي سکټور له پانګونې ملاتړ کوي.
د کندهار د صنعتکارانو د اتحادیې مشر سید سرور اماني د «سالم فارما» د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د صنعت سکتور ستونزو ته اشاره کړې ده.
هغه ویلي، په هرات کې د برېښنا د ښه لاسرسي له امله شاوخوا یو زر او ۵۰۰ فابریکې فعالې دي، خو په کندهار کې د موجودو ظرفیتونو سربېره د فعالو فابریکو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته رسېږي.
اماني له طالبانو غوښتي چې فابریکو ته ارزانه او دوامداره برېښنا برابره کړي او د جوازونو د صادرولو، د ځمکو د ورکړې او د اداري خنډونو د کمولو په برخو کې پانګهوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.