جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپښتو معاصر ګرامر/ ګل رحمن رحماني

پښتو معاصر ګرامر/ ګل رحمن رحماني

  ” پښتو معاصر ګرامر” د پياوړي ژبپوه او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى د استاد پوهاند محمد صابر خويشکي نوى اثر دى چې اوس اوس په ١٤ بېلابېلو څپرکو او ٣٤٠ مخونو کې چاپ شوى.

 تر دې وړاندې د پوهاند صيب د پښتو( فونولوژي- مورفولوژى) يا غږ پوهنې او وييپوهنې اثر د پښتو ادبياتو د محصلينو له پاره يو غوره تدريسي اثر و چې په ګڼو پوهنتونو کې ترې ګټه اخيستل کېده او نږدې اته ځله له نوو زياتونو سره چاپ شوى و.

 په تازه چاپ شوي اثر”پښتو معاصر ګرامر” کې له فونيمه تر جملې پورې په تدريسي ژبه بشپړ بحث شوى، خو پخوانى کتاب( فونولوژي- مورفولوژي) هم په کې په بشپړ ډول له څه زياتونو سره راوړل شوى چې ښکاري د نوي کتاب له چاپ سره به نور د مخکينۍ کتاب(فونولوژي- مورفولوژي) لوستنې ته اړتيا نه وي او په يوه ډول ورته  هېرېدو يا زړېدو اشاره شوې ده.!

د “پښتو معاصر ګرامر” زياتونې او د پام وړ برخې:

  د پخواني کتاب ډېر څپرکي په تکراري ډول راغلي، ښايي يوازې ځينې بېلګې يې نوې شوې وي، خو ځينې څپرکي له يوې مخې نوي دي، په ځانګړي ډول د جملې برخه په کې زياته شوې ده، د زياتونو نورې برخو ته يې هم د خپلې پوهې او له ليدلوري اشاره کوم.

  په څلورم څپرکي کې د پښتو واولونو د شرحې او غږيز اوړون په برخه کې د پښتو بېلګو تر څنګ د اوستا فونيمکې بڼې هم راوړل شوې چې د موضوع لا د وضاحت سبب ګرځي او په پخواني کتاب( فونولوژي – مورفولوژي) کې دا بېلګې نه ليدل کېدې. په همدې ډول په ځينو بېلګو کې د ارياني، لاتيني او يوناني فونيمکې بڼې هم لري.

البته  په درېيم څپرکي کې د (مورفو فونولوژيکي اوښتنې) بحث هم نوې خبرې ده له بېلابېلو ډولونو سره وړاندې شوې او په مخکيني کتاب کې يې په اړه څه نه وو.

البته مورفو فونولوژيکي اوښتنې په څپيزو، مورفميزو او لغوي چاپېريالونو کې د هغو فونيمونو ترمنځ پېښېږي چې په ورته وخت کې ناخپلواک مورفيمونه هم وي، ځکه خو ورته مورفو فونولوژيکي اوښتنې وايي، ډېر ځله د مانا د بدلون سبب هم نه ګرځي، لکه په پښتو کې د (ځمکه، مځکه)، (زما، دما)، (روځ او ورځ) او نورې کلمې.

په پينځم څپرکي کې د پښتو مورفولوژي يا صرف برخه کې د الومورف په برخه کې نوى بحث او زياتونې راغلې دي.

په نهم څپرکي کې د جملې بحث کې د جملې جوړونکو عناصرو په اړه نوې بېلګې او زياتونې راغلې دي. په مسند او مسند اليه غوره بحث شوى چې پخواني کتاب کې نه ليدل کېده.

په دوولسم څپرکي کې د ټاکندويانو او صفتونو تر منځ پر توپيرونو کې زياتونې شوې او ددې ترڅنګ د پښتو عبارت او ترکيب په اړه هم استاد غوڅ نظر وړاندې کړى او وايي:

زما په اند د جملې هغه عناصر يا غونډونه چې په يوه نحوي چاپېريال کې فعل تصريفوي او له فعل سره مطابقت ښيي، هغه غونډ د عبارت په نامه نومول کېږي، خو هغه غونډونه چې فعل نه تصريفوي او فعل ستايي يا مقيدوي، قيدي ترکيب يا ترکيب دى.

د بېلګې په ډول:

احمد پرون په کندهار کې له زرمينې سره نکاح وکړه.

احمد پرون له زرمينې سره په هوټل کې واده وکړ.

په پورتنيو دوو جملو کې (نکاح- واده) د جملې مسند اليه جوړوي چې فعل يې تصريف کړى، نو عبارت دى، خو نور عناصر لکه(پرون- له زرمينې سره- په کندهار کې- په هوټل) کې د جملې هغه برخې دي چې فعل نه تصريفوي، بلکې ستايي يې او قيدوي يې، يا يوې پوښتنې ته ځواب وايي چې ترکيب ورته ويل کېږي.

د کتاب دوولسم څپرکى هم د جملې بحث لري او د جملې بېلابېل  ډولونه په کې راوړل شوي دي.

په ديارلسم څپرکي کې مستتر مورفيمونه هم نوى بحث دى چې په مخکيني کتاب کې نه و، ځکه په پښتو ژبه کې ځينې مورفيمونه شته چې د فعل په پاى کې د روستاړي په توګه راځي، خو په مطلقې ماضي جملو کې په اختياري ډول لوېږي (مستتر کېږي)، البته د درېيم شخص(مفرد مذکر) په برخه کې، خو په پښتو ژبه کې په مطلقه ماضي کې د فعل د پاى په څپه واقع کېږي.

د کتاب ١٤ م څپرکى په جمله کې د ځينو عناصرو لکه ضميرونو او صفتونو د دوه ګوني چلند په اړه بحث لري چې يوه غوره زياتونه ده.

مثلا:

احمد سپېڅلى هلک دى.

هغه تل سپېڅلي کارونه کوي.

دلته په لومړۍ جمله کې سپېڅلى صفت دى، خو په دويمه کې بيا سپېڅلى د قيد په توګه راغلى دى چې د صفت(ستاينوم) دوه ګونې ځانګړنه يا دوه مخي ښيي.

کتاب په ټوله کې غوره تدريسي ژبه لري، په تدريسي ميتود ليکل شوى، د پخواني کتاب په څېر لنډيز او ځانګړې پوښتنې لري، د استاد زيار، پوهاند تږي، پوهاند يمين، پوهنمل وصيل  او نورو ژبپوهانو له تازه ګرامري څېړنو يې هم ګټه اخيستې.

 په کتاب کې ځينې املايي او ټايپي ستونزې هم شته، ډېرې فاصلې نه دي رعايت شوې چې له بده مرغه د چاپ تخنيکي همکارانو ورته سمه پاملرنه نه ده کړې، پر کتاب د پوهاند صيب مقدمه تر يو ځايه د نوي کتاب محتوا شرحه کوي، خو له نيمايي وروسته يې د کابل پوهنتون د استاد عبدالکريم وصيل وردګ او دهغه پښتو جملې په برخه کې دهغه د يوه اثر ستاينه کړې چې له موضوع سره اړخ نه لګوي او داسې ښکاري لکه د هغه (وصيل وردګ) په کتاب ليکل شوې مقدمه چې ورته را کاپي شوي وي.

د ليک بڼې له مخکې ځينې کلمې په دوو بڼو راغلې، مثلا هم کلمه او هم کليمه ليکل شوي، په ديارلسم څپرکي کې خو د سرعنوان (مورفيمونه) بيخي په ق (مورقيمونه) ليکل شوى دى.

ښايي په ځينو برخو کې به مفهوم ورسوي، لوستونکى به پرې پوه شي، خو د ژپوهنې او ګرامر يو کتاب بايد په دې اړه ډېر دقيق وي چې لکه شک پرته په دې ستونزه د تخنيکي همکارانو ده او استاد به پرې خبر هم نه وي.

مثلا د ١٤ څپرکي د صفتونو په دوه ګونو ځانګړنو کې د صفت او قيد په توګه د صفت راوړلو جملې د بېلګو په ډول راغلې، خو د صفت په برخه کې يوه بېلګه داسې ده(زه يو باغ لرم) په داسې حال کې چې دې جمله کې هېڅ صفت نه دى راغلى، ممکن (ښه) صفت يې هېر کړى وي، خو د قيد برخه کې (هغه ښه اوبوم) کې ښه د قيد په توګه راغلى دى.

په ټوله کې(پښتو معاصرګرامر) د پوهاند صاحب داسې يو اثر دى چې د ادبياتو پوهنځيو د ليسانس او ماسټري دورو کې د تدريس تر څنګ د ژبې د عامو لوستونکو له پاره هم کومه پېچلتيا نه لري او ژبه يې روانه او په اسانۍ د زده کړې وړده.

د کابل پوهنتون په ماسټري دوره کې د پوهاند صاحب د شاګردۍ وياړ لرم، ډېر څه مې ترې زده کړي او د ګرامر په برخه کې د هغه خدمتونه ټولو ته څرګند دي، په دې اړه به زما څرګندونې بيخي بې ادبي وي، خو د ادبياتو د يوه محصل او د هغه د زده کوونکي په توګه مې د خپل نظر د څرګندولو جرئت کړى او د يوه غوره اثر په چاپ مې خپله خوښي مې څرګنده کړې ده.

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب