د خپلې سور رنګه او لویې کتابچې په لومړۍ پاڼه کې مې د پنسل څوکه بیا هم په هماغو سترګو پسې تللې، هماغه سترګې چې نه یې پیژنم.
د سپینې پاڼې څنګ کې مې یو شیرچایې رنګه د رنګونو او پنسلونو ډکه بټوه (بکسه) هم ایښې وه.
زه چې کله انځور باسم، نو ټول ذهن مې یوازې د کتابچې په همدې سپینه پاڼه او ټاکلي ځای کې نښتی وي، خو ډیر کله نه غواړم په انځورونو کې د نقاشۍ له شوخو او شنګه رنګونو کار واخلم، تل مې رسامي تور چکې او کمرنګه وي که چیرې واضع ووایم، آن کله کله مې دا رنګونه ژوند هم پیکه کوي تور، تیاره او ویرونکی.
د حمزه بابا یا رحمان بابا د شعرونو دیوانونه مې تل په خونه کې راسره ملګري وي، د دې کتابونو کرښې مې د انځور خبرې ټکۍ په ټکۍ راباسي.
مامې همدغه سره کتابچه چې له دوه کلونو زما د یوازیتوب ملګرې ده، ډیره خوښیده راباندې ګرانه وه، کله کله مې ګمان کاوه، که دا کتابچه د چا په لاس ورشي او یا مې د تره زامن وګوری نو له ژوند کولو به مې خلاصه کړي، ای خدایه په ما باندې لیکل او انځور ویستل هم د زمانې د جبر له کبله بند شوي و، ټولو به ویل چې زده کړه مو وکړﺉ کابل ته راغلې د ښاریو نجونو په څیر لوبې مه کوﺉ.
نن مې دغه د سترګو انځور بشپړ کړ، ډیر ښکلې وو، سترګو کې یې یو څه بریښیدل یو بی غږه څه وه، شاید یو احساس وو یا هم یوه جادوګري.
د رحمان بابا کتاب مې راواخیست هماغه کتاب چې د کاغذونو کیفیت یې هم چندان ښه نه وو، کلونه کیږي دا کتاب مې ساتلی شاید هر شعر مې له درې درې ځله هم ډیر لوستۍ وي خو داځل مې پکې دغو سترګو ته کوم ښه بیت پیدا نکړ، هسې چرت مې وواهه او د خاطر اپریدي یو بیت را یاد شو هغه چې یې سترګې پکې یادې کړې وې د خپلې سرې کتابچې د سترګو د رسم په څنګ کې مې همدغه بیت په خورا مشقي بڼه ولیکلو، غوښتل مې ددې کتابچې په هره پاڼه کې د سترګو انځور وباسم او غزلونه ورسره کتار کړم.
پوهیږې دغه سترګې هر ځل له یو بله ښکلې راتلې، انځور ته مې په ځیر سره وکتل، ماویل هسې نه چې زما ژوند له دغو سترګو سره څه اړیکه ولري ؟ دغه سترګې مې ولې نه هیریږي ؟ دا انځور مې ولې په زړه کې خښ شوی دی؟
ځانته مې د سوالونو یوه هینداره جوړه کړې وه، هیڅ پکې ځواب نه ښکاریده، دغه بیت مې له ځان سره تکراروه.
چې خاطر دې پکې خاورې شي خاطره
دومره مه کوه خاطر د چا د سترګو
د کوټې له غولي څخه خورې ورې کتابچې او پنسلونه مې په خپل قهوه یې رنګه بکسه کې ځای پر ځای کړل، خو همدا سره کتابچه مې لا په غولی پرته وه چې فاطمې را نارې کړې .
ـ غنچې ژر کوه، چې ناوخته شو هله راشه جامې دې واغونده چې مکتب ته ځو.
په بیړه له خونې ووتم، او خپلې تکې تورې جامې مې په تن کړې څادر مې لا دمخه مشرې خور اوتو کړې وو، په سر مې را کش کړ، سپین چکې جورابې په پښو او بکسه مې چې فاطمې ورسره را اخیستې وه په غاړه کړه د خویندو سره یو ځای له کوره ووتم.
د سهار ۸ بجې او ۵۱ دقیقې وې زمونږ د مکتب حاضري هم پوره په نهه بجو وه، د سړک ها غاړې چې کله ورسیدم د امین کاکا د دوکان په څنګ کې مې د خپلې بکسې ځنځیر خلاص کړ او غوښتل مې یو پرینس بسکیټ هم واخلم چې تر یوې بجې پورې وږې کیږم.
د بکسې د خلاصولو سره سم مې په هماغې کتابچې سترګې ولګیدې وراخطا شوم چې یاره دا څه راوشول یو خو ناوخته دﺉ بل دا د شعرونو کتابچه به مکتب ته څنګه وړم، له خویندو را بیله شوم او فاطمې ته مې وویل ته مکتب ته لاړه شه زه درځم.
غوښتل مې له سړکه په بیړه واوړم او دا کتابچه کورته یوسم، د موټرونو ګڼه ګوڼه هم دومره نه وه یوازې یو موټر د سرک په بر سر کې له لیرې ښکاریده له تیزې منډې سره سم مې د سړک په سر د یو موټر چلوونکي سترګو ته پام شو کټ مټ هماغه سترګې وې چې ما یې انځور ایستلی وو، هکه پکه پاتې شوم چې دا نو څه راسره کیږي.
په همدې شیبه کې نه پوهیږم ها بل موټر څنګه دومره ژر رارسیدلی وو، او زه یې په پوره تیزۍ سره پرې ووهلم په ځمکه له لویدو سره سم مې په سترګو تیاره راغله او بی سیکه شوم نوره پوهه نشوم څه راوشول.
یو وخت چې هر څه مې غوښتل سترګې وغړوم هیڅ شی نه راته ښکاریدل په سترګو مې پتۍ تړل شوي وې، د خلکو غږونه مې اوریدل د ژړا او اسویلیو او ناکراریو غږونه، نه پوهیدم فاطمه، بریښنا، مور مې میوند، ټول چیرته وو، خو د یوې زړې ښځې غږ مې له نیږدې واوریده راته یې ویل؛
لورې لورې هغه چې ړنده شوې ته یې ؟