د هنري لیکنو یوه ځانګړتيا دا ده، چي ډېر ژور مفاهم په لنډه توګه لوستونکو ته تداعي کړه سي او دغه ځانګړتيا د ښاغلي اجمل پسرلي په لنډو کيسو کي ډېره ښه احساسيږي. ښاغلی اجمل پسرلی د لنډي کيسه ليکني ځانګړی سبک او د سمبولونو د پر ځای کارولو خورا ښه ملکه لري، چي په خپل دغه هنري زور په لوستونکي د ژوند ډېري رنګينۍ او بدرنګۍ ننداره کوي.
“سفر” لنډه کيسه د پسرلي صاحب له هغو کيسو څخه ده، چي لوستونکی له ځان سره په سفر بيايي او د ژوند په حقيقت ئې پوهوي او کرکټرونه ئې د واقعي ژوند انځور وړاندي کوي.
له مخه تر دې، چي د کيسې تحليل ته ولاړ سو، ښه به وي، چي يو ځل کيسه ولولو.
“سفر
ځوان په غاړه کې پرته غوږۍ پر غوږو کیښوده، له سندرې سره وزنګیده. څنګلورې یې د سرویس له ورسۍ بهر په زرغونو ونو پسې شاته او مخته وکتل. د دوی په کتار کې دریم ناست کس د ږیري سپین ویښته ومروړه، راومروړه، سر یې پر کړکۍ کیښود.
ښځې د اوبو د یوه ډنډ له لیدو سره په لوړ غږ واه واه کړل. ځوان ورته وکتل خو له سندرې سره یې یوې خوا بلې خوا پینګې وخوړې. د ورسۍ خواته ناست سړي شاوخوا سترګې وغړولې، بیرته یې پټې کړې.
بس کیڼ لور ته تاو شو. له کړکۍ راالوتې شمال د ښځې سپین ویښته پر مخ راوستل، دې خپل ګونځي ګونځي لاس پر سر تیر کړ، لکه په موبایل کې چې یو اوږد ایس ایم ایس ژر ژر لولي، سترګې یې د موټر د اړخ پر شیشې تیرې بیرې شوې:
–وګوره وګوره
خوبولي سړي بیا سترګې پرانیستې. سپین سرې لرې په ورښو کې سپین اس ته ګوته ونیوله. سړي بهر وکتل، ښځې ځوان ته وویل:
–ته هم ورته وګوره
ځوان د غوږۍ سیم کش کړ، سیم وخوت، د سندرې غږ لوړ شو. زړې ښځې دواړه لاسونه پر غوږو کیښودل، سترګې یې کلکې پټې کړې او د مخ ګونځې یې لکه د کمپیوتر ایکس ایل پروګرام خانه خانه شو.”
ليکوال د پورته اقتباس سوي کيسې عنوان “سفر” د ژوند سمبول راوړی دئ. کيسه مرکزي کرکټر نه لري، ځکه ليکوال زموږ مخ ته د ژوند کيسه ايښې ده او په ژوند کي هر څوک د خپلي کيسې مرکزي کرکټر دئ. د کيسې په پیل کي د ځوان سندري اورېده موږ ته هغه وګړي ښيي، چي د ژوند له اصلي خونده ناخبره د غفلت په نشه زنګېږي او د څنګ ناست کس، چي زرغونو ونو ته په کتو د طبيعت ننداره کوي، هغه وک انځوروي، چي د واقعي نړۍ په رنګارنګيو خبر او خوند ورڅخه اخلي. په درېيمه جمله کي د “ږيري سپين ورېښته” د زړښت او بوډاتوب سمبول دئ. “په کتار کي درېيم ناست کس” د عمر په اخيري پړاو کي د ژوند له سفره ستړی ايسي او بې سېکه سر پر کړکۍ ايږدي. “په کتار کي درېيم ناست کس” او د “سپين ورېښته مروړه” د سمبولونو او کليمو په استعمال کي د ليکوال پر ډېر دقت دلالت کوي. ليکوال بوډا د کتار درېيم ناست کس ښوولی، ځکه بوډاتوب هم د ژوند په پړاونو کي درېيم پړاو دئ. موږ ډېر کله يو شی هغه وخت مروړو، چي نور له کاره لوېدلی يا ئې کار پای ته رسېدلی وي. دلته د ږيري سپين ورېښته ژوند دئ، چي بوډا پای ته رسولی او اوس ئې مروړي. ليکوال په لومړي پاراګراف کي د ځوان کرکټر راوړي، چي د يوې ټولني قوت دئ او په دوهم پاراګراف کي “ښځه” کرکټر راوړوي، چي د تولني نه بېلېدونکې برخه ده. په دوهم پاراګراف کي درې کرکټره راغلي، چي لومړی کرکټر “ښځه” د ډنډ له ليدو خوند اخلي او نور دوه کرکټره په لڅو سترګو، خو بې فکرۍ ورڅخه تېريږي. دلته ليکوال موږ ته د ټولني انځور وړاندي کړی او راته وايي، چي د ټولني لږ سړي مو د ژوند واقعيت ته متوجه او خپل مسؤليتونه پر ځای کوي او پر ډېرو وګړو د ژوند سفر په بې غورۍ تېريږي. سترګي ئې لڅي وي، خو له ژونده خوند نه اخلي.
په درېيم پاراګراف کي بس کيڼ لور ته تاوېږي. دلته د لوستونکي ذهن ته دا پوښتنه ورځي، چي بس ولي ښې لور ته نه تاويږي؟ موږ “چپه بخت” او اربه چپه ګرځېدل” اصطلاحات هغه وخت کاروو، چي ل ستونزو سره مخ کېږو. ښايي ليکوال دلته هم د بس پر چپه طرف ته په تاوېدو دا ويل غواړي، چي په هغه ټولنه کي چي ډېر وګړي ئې د ژوند له واقعيت، خوږلنيو او رنګارنګيو نه وي خبر، تل به ئې د ژوند اربه چپه ګرځي.
په دوهم پاراګراف کي د ښځي سپينو ورېښتانو يادونه نه ده سوې، خو د درېيم پاراګراف په دوهمه جمله کي د شمال له الوتلو وروسته د ښځي پر مخ سپين ورېښتان راځي. د شمال الوتل د ژوند تېرېدو په معنا دئ، چي د ښځي ورېښته ورسره سپينېږي او د لاس ګونځي هم بوډاتوب ښيي. په همدغه پاراګراف کي ګونځي لاس پر سر تېرول او د اوږده ايس ايم ايس ژر ژر لوستنه دا فهم افاده کوي، چي ژوند که هر څومره هم اوږد وي، خو د يو ايس ايم ايس د لوستو په څېر ژر پای ته رسېږي.
له درېيم پاراګراف وروسته دايلوګ په امريه جمله پيلېږي. ښځه سړي او ځوان ته سپين آس ښيي. سپين آس د نړۍ په مختلفو کلتورو کي د ازادۍ، ځواک، وقار، ښکلا او نجابت (شرافت) سمبول دئ او سپين د سپېڅلي معنا افاده کوي. د کيسې هغه کرکټر چي د کيسې تر نورو کرکټرونو د ژوند په خوند پوهېږي او د ژوند واقعيت ته متوجه ده، نور هم متوجه کوي. د کيسې دا برخه موږ ته د واقعي ژوند هغه سړي انځوروي، چي د ژوند په رازونو خبر او له دغه رازونو څخه د نورو خبرول خپل مسؤليت ګڼي. د کيسې دا برخه لوستونکي ته “د کاميابه سړي تر شا همېشه يوه ښځه وي” مشهوره وينا وريادوي. په واقعي ژوند کي هم د نارينه د بريا يو راز ښځه ده او په کيسه کي هم ښځه په سپين آس ښوولو سره نارينه ته د ژوند ښکلا، د آزادۍ خوند، ځواک، وقار او شرافت ښيي.
د کيسې په ورستي پاراګراف کي د غوږۍ د سيم کښل او د زړې ښځي پر غوږونو د لاسو ايښوول موږ ته په نړۍ کي د هغو خلکو کړني ترسيموي، چي د ژوند له خوند بې خبره، نورو ته مزاحم او د اوږو بار دي. زړه ښځه له دغه مزاحت څخه بېزاره او سترګي پټوي. د ايکسيل پروګرام خانې ښيي، چي څنګه وګړو آزاد، ښکلی، نجيب او سپېڅلی ژوند پر خپل ځان د ايکسيل د خانو په څېر تنګ او محدود کړی دئ.
۱۵/وری/۱۳۹۹
۳/۴/۲۰۲۰